کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / عاجل : طالبان پلخمري ښار ته ننوتلي او جګړه دوام لري

عاجل : طالبان پلخمري ښار ته ننوتلي او جګړه دوام لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د بغلان ولايت مرکز پلخمري ښار ته اوس ماښام مهال طالبان ننوتلي او جګړه دوام لري.

طالبانو لومړی په مرکزي بغلان کې د شرکت سړک پر استقامت کندوز ولايت ته تلونکی پوځي کتار د بريدونو هدف نيولی او وروسته يې د جګړې لمن مرکز پلخمري ته غځولې.

که څه هم چارواکو تر دې دمه پلخمري ته د طالبانو د داخلېدو اړوند څه نه دي خپاره کړي خو وړاندي يې په بغلان ولايت کې د طالبانو له لوري د پيل شويو جګړو خبرونه تأيدول.

ويل کيږي طالبانو پر پوځي کتار پراخ بريد کړی ، لسګونه رېنجر او ټاګونه ورپاته شوي او نژدې څلوېښت د تيلو ټانکرونه يې سوځلي.

طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد نن ټکي آسيا ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې وايي : اوس ماښام مهال طالبان د بغلان مرکز پلخمري ښار ته ننوتلي او درنه جګړه روانه ده چې کره معلومات به يې وروسته پر ليکه شي.

طالبان داسي مهال پلخمري ښار ته ننوزي چې په ګاونډ کې پروت کندوز ولايت يې هم د طالبانو تر مسلسلو تهديدونو لاندي دی او په کندوز ښار کې جګړه نن څلورمي ورځي ته غځېدلې.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. عبدالله

    الحمدلله بارکم الله