ادبي لیکني

د مارزک او پیریانو جګړه

مارزک زمونږه سیمه کې یو ډیر بډای کس وه، مارزک په صورت ډیر غټ او لویه خیټه یه وه حرام او حلالو ورباندي فرق نوه هر څه یه په ځان مصرفول، مارزک له ځانه غټه برجوره کلا را تاو کړې وه هغه  ته له خپل پلار نه ډیر جایداد پاتي وه هغه سره په کلا کې دوه کونډي ورندارګاني (د ورڼو ښځي) او ورسره یه واړه اولادونه هم اوسیدل خو مارزک هغوی یواځي په کلا کي دننه ورسره اچولی ول

خو نور یې نو په هغو ډیر ظلم کاوه هغوی ته یي هر هغه شی نه ورکول چې په خپله دی او اولادونه او مرمن یې ترې برخمن ول کونډو او د هغوی اولادو ته به یې ویل تاسو پدې باید خوشهال شئ چې می دلته ځای درکړی نور نو هر څه نشم درکولای که څه مونږ نه زیاتیدل خو درکوم یي او کنه ول نو بیا به غږ نلرئ

د مارزک مرمن هم د ده تر سیوري لاندی په کونډو او یتیمانو خپله باچاهي کوله او د مارزک اولادونه هم همداسي درواخله  لنډه داچي  دوی ټولو په کونډو او اولادوو ځمکه سره تبۍ ګرځولې وه  او ډیر زور زیاتی یه ورباندي  کاوه هر چا به ورته د ملامتۍ ګوته  نیوه او خلکو به ورته ویل چې له دې ماشومانو او کونډو سره بد مکوه خدای پاک به درته په قهر شي له خدایه و ډار شه !
خو مارزک اکا بیا هم خپلو اعمالو ته همداسي ادامه ورکړې وه …. یوه شپه د ماښام لمانځه نه پس د مارزک مرمن لا د لمانځه په ځای د کلا په ګوټ کي تازه هوا ته ناسته وه چي د کلا له یوه برج نه ورباندی د یوه زاړه بوټ وار وشو هغه چې به له ځایه پاڅیده او د پیښي مدرک به یه لټاوه په همدې وخت کي ورباندی بل واری وشو ورپسې بل وشو .. هغه یي دومره وډار کړه او فکر یې کاوه چي دا لکه چي د امریکا مزایل دي خو هغه پدې وتوانیده چې تر خپلي کوټې ځان ورسوي او هلته د کوټې په یوه کوښه کې غلې ولاړه وه کلیمې یه ویلې او خپل ماشومان ترې را چاپیر ول، مارزک اکا هم چي کله له مسجد نه راووت او پالي پالي د کور په خوا راروان وه تذبې یه هم اړولې او خوله یه ورسره ښوریده ، خو چې هغه هم کله د کلا په دروازه ور دننه شو نو ورباندي د یوې وړې تیږي وار وشو او پدې څټ کې ولګیده نازک اکا هم ورسره سم نیغ ودریده او تر خوله یه ناره ووته (دا کوم یو وې د پلاني زویه دا ته وې ولاکه رانه خلاص شې) په همدې وخت کې ورباندی د تیږو سم باران شو او مارزک اکا هم د چا په خبره لږ اګا شو چې کواکي یوه اسماني بلا را نازله شوه او د کلیمو په ویلو  یه پیل وکړ او په ترپ ترپ یې تر خپلي مرمني ځان ورساوه چې ګوري په هغې هم دا بلا نازله شوې او دواړه یو بل ته حیران ګوري.
مارزک او مرمن یې ټوله شپه په ویښه تیره کړه د کلا په بل سر کي خیر خیریت وه هيڅ کړپ کړوپ نه وه چیرته چې کونډي اوسیدې  خو د مارزک او مرمن یي ډیر فکر خراب وه دشپې په جریان کې به شا او خوا پیریانو لږ ځورول او ټک ټوک یي ورته جوړ کړی وه … کله چي د سهاري رڼا را خپره شوه پیریان خپلو کورو ته لاړل مارزک اکا هم له کوره را ووت او غوښتل یي مسجد کي به لمونځ هم وکړي او د کلي ملا ته به د سرګرداني شپې کیسه هم وکړي چي په ده تیره شوې وه.
د لمانځه نه ورسته مارزک اکا د محراب خواته ملا ته ور بیرته شو او غوږ کې ورته وویل : تا سره مي لږ کار د ملا صیب ژر مه وځه له مسجد نه ملا هم خوشهال شو فکر یې کاوه لکه چې کومه د خوشهالي خبر به وي ، ورسته چي خلک ووتل ملا مارزک اکاته غږ کړ ویویل خیر وه تا څه کار وه مارزک اکا ورته وویل خبر له خیره تیره د ملا صیب داسي کیسه ده (د خپلي تیري شپې حال یي ټول ورته بیان کړ ) ملا هم پوهه شو او مارزک اکا ته یي وویل دا پیریان دي او تاسو ځوروي نور کوم مشکیل نده فکر مکوه زه به درته تعویزونه او نور اړین څیزونه په کار واچوم انشالله ستا دفاع به وشي ، مارزک اکا خوشهال شو د خپل کور په خوا روان شو ملا د خپل کور په خوا او ورسته ورسته چې ورځ را پخه شوه کلي کي هم خبره ډیره ګرمه شوه هر چا به ویل د مارزک اکا په کور پیریان کینستي دي دا ټول د ظلم په پا یله کي کیږي الله دي مونږه د ظلم او ناروا نه وساتي !
د ماسپښین لمانځه نه ورسته ملا او د کلي یو دوه روحانین د مارزک اکا سره ده هغه کور ته لاړل تر څو هر څه له نږدې نه وګوري ملا ځان سره په خپلو دعاوو دم کړې او چوف کړې اوبه هم را خیستې وې او هغه یي د مارزک په کلا کي یو بل ګوټ کې لږ لږ و پاشلې او تعویزان یې هم د دیوالونو په چاک یا درزونو کي کیښول او ډاډ یې ورکړ چې انشالله اوس به ورک شي او روحانینو هم ورسره د زړه خواږي وښوده .

خو د ماښام په رارسیدو سره بیا د مارزک اکا په کلا د پیریانو بم باردمان شروع شو نه مارزک  نه یې مرمن او نه یې هم ماشومانو سر پورته کولی شوای او ملا او دم یې هم هیڅ تاثر ونکړ په مارزک اکا بیا ځمکه سره شوه دا شپه نو هیڅ د مه هم پکې نوه بس همدا د کاڼو او زاړو شیانو وارونه ول چې د مارزک اکا په کلا کې دننه له یوې او بلي خوا نه را وریدل مارزک اکا په یو چل ول له خپلي کلا نه راووت او د کلي د ملا تر کوره په سوې سا ورغی ملا ته یه وویل : ملا صیب حالت ډیر خراب دی خدای به کوي او ته به کوې مهرباني به مو وي هله زر شه که یوه چاره درته معلومه وی. ملا نه هم لاره ورکه شوه او د پاڼ او پړانګ تر منځ پاتي شو نه خپل خان ته حقیقت ویلی شي چي ظالم یې ځان اصلاح کړه او نه یې دم او منتر وچلیدو نو پوهه شو باید څه وکړي ، مارزک اکا ته یه وویل: ورځه ورشه ټول ماشومان او کورنۍ مو را وباسه او د یو څو ورځو لپاره په کلي کې د یو چا کره پنا یوسه انشالله چې دشمن به بیا ورک شي او بیرته به خپل کور ته ورشې مارزک اکا هم ور په منډه شو خپل کور او ماشومان او کونډي او یتیمان یه ټول را و ایستل خو کونډي او یتیمان له دښمن یا پیریانو پتنګ نول خو مارزک اکا هغوی هم مجبور کړل چې باید دوی سره لاړ شي بس نو ټول لاړل او د ملا کره یه پنا یو وړه ، خو ورسته له څو ساعتونو نه د ملا کور هم د پیریانو تر برید لاندی راغی او په ملا او کورنۍ باندې هم ځمکه سره شوه تر سهاره ملا او مارزک اکا یوځای شپه په ولاړه تیره کړه سهار شو خلک را ټول شول او ټول وارخطا ول چې د مارزک اکا سره به اخر څه کیږي  دا خو غټ مشکیل شو هر یو نظر ورکاوه خو  ورسته یوه سپین ږیري ورته وویل چې دا ظالمان به پخوا هم کله ناکله د یوه ګناګار سړي په کور کیناستل نو بیا به هغه سړي او کورنۍ یې یوه سپیڅلي ځای او یا هم د ښوخلکو زیارتونو ته پنا وړه او هلته به یه خدای پاک ته توبه و ایستله بیا چې به کله کور ته را وګرځیدل نو دا بلاوي او پیریان به یې له کوره تللی ول.
 او که به پدې چاره هم نه تلو نو بیا به یو زړور سړي هغه شړل او ورسره به یه جګړه کوله ان وسله به یې ورسره کار کړه څو هوايي ډزي به یه ورباندي وکړلې بیا به لاړو، مارزک اکا ددې خبري په اوریدو سره پورته شو ودرید او ناره یې کړه : اوس زما لپاره به څوک اوس له دې پیریانو سره جګړه وکي ؟
ټول پټه خوله شول هيڅ یو پیدا نشو چې دې د اور لمبو ته ور ودانګي ورسته سپین ږیري وویل: تاج ګل پهلوان خو هم   یو سور سترګی او بدماش ځوان ځانته وایی او هر وخت توپک په غاړه ګرځوي انشالله دا کار هغه کولی شي
بس خبره اوکې شوه مارزک اکا سره له ملا او کلیوالو ټول ورغلل د تاج ګل پهلوان کره د تاج ګل په دیره ور ننوتل او له څښاک خوراک نه انکارول ټول تاج ګل پهلوان ته کیناستل او عزر یې ورته وکړ چي: مارزک اکا سره کومک وکړي او که خدای وکي له دې بلا نه خلاس شو !
تاج ګل هم بي له کومه شرط نه دې خدمت ته تیار شو او خلکو سره یې ژمنه وکړه او ورته ویویل چې دا کار زه د مازیګر لمانځه نه ورسته کوم تاسو اوس لاړ شئ  زه به تیاری ونیسم خلک لاړو نن مازیګر نو مسجد هم د خلکو نه ډک وه لمونځ وشو ملا او خلک را ووتل د مارزک اکا د کور په لوري روان شول تاج ګل پهلوان هم تاو تاو   را رهي وه او په بسم الله سره د مارزک اکا په کلا ور دننه شو او د کلا انګړ منځ کې ورته خزه شو او په پیریانو یې داسي غږ وکړ:.
تاسي له دې مظلومو خلکو څه غواړئ چې په قراره خپل کور کې نه پریږدئ له همدې خبري سره به یه د کلا یو ګوټ ته د توپک خوله ونیوه او ډز به یي وکړ دا کار یه څو ځله تکرار کړ … بیا یه ورته وویل که په خبر نه پوهیږئ او له دي ځایه نه ځئ نو بیا    به مونږه هم تاسو سره خپله جګړه دوامداره ساتو او ورکوو به مو تر هغو مونږه په کراره نه کښینو له همدې سره سم په تاج ګل پهلوان باندي هم د بوټونو او کاڼو باران شو او څو ډزي یه وکړې خو کومه نتیجه یه ورنکړه او ایله يې ځان له کلا نه روغ را و ایستلو چې بیا د مارزک اکا او د پیریانو د جګړې دفاع ناکامه شوه ، له دي ورسته کلیوالو او ملا مارزک اکا ته مشوره ورکړه چي یو زیارت ته پنا یوسي او هلته خدای ته زاري وکړي او توبه وباسي دا کار یه هم وکړ مارزک اکا خپله کورنۍ ټوله یو وړه د سیمي په یوه زیارت کې واړول او خدای ته یه زاري شروع کړې  هلته په کلي کې د مسجد ملا خوب ولید په خوب کې ورسره له یوه نا معلوم مدرکه خبري کیدې او ورته ویل کیدل چي: دا پیریان او بلاوي له دې کلا نه تر هغو نه ځي تر څو چي مارزک د کلی ټول خلک او ستا په شمول را غونډ نه کي او د کلا منځ کي ټول جرګه نشي او مارزک د جرګې په وړاندي باید خدای پاک ته زاري وکي
اوترڅو چې  خدای پاک ته توبه  نه وي ایستلې
نو دا پیریان او بلا ګاني به په ده باندي مسلتي وی

وسلام  د ملا خوب ریښتیا شو

عمر عمران / کویټ
 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x