کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / محرم الحرام میاشت او عاشورا / لمړۍ برخه

محرم الحرام میاشت او عاشورا / لمړۍ برخه

لیکوال: احمد الله عاطفي

دمحرم میاشت او هم ددی میاشتی لسمه نیټه(عاشورا) شالید ، تاریخي اهمیت، فضیلت دقرآنکریم او مبارکو احادیثو سر بیره دتاریخ په رڼا کې.

ایا عاشورا دسیدنا حضرت امام حسین رضی الله عنهُ او دده دسرخندونکو مجاهدینو دشهادتونو، شهامتونو او بیلا بیلو دردونکو پیښو لامله پیژندل شویده؟!

ایا دامیاشت او لسمه نیټه يې په تیروامتونو اوهم درسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکه زمانه او دراشده خلفاوو په دور کې تجلیل شویده ؟ که تجلیل شویده په کوم ډول؟؟

أعوذبِاللَّـهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ

إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ۚ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ ۚ فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ ۚ وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَافَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَافَّةً ۚ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ( التوبه ۳۶)

ژباړه: یقیناً چې دالله خواته او دالله په کتاب کې دمیاشتو شمیر دولس میاشتی دئ، له همغی ورځی چې آسمانونه او زمکه ئې پیداکړل، څلور ئې حرامې(درناوی وړ) میاشتې دي، دارغنده دین دئ، نو په دئ کې پر ځان (یو پر بل) ظلم مه کوئ، او په دغو ټولو کې له مشرکانو سره همغسی وجنګیږئ چې په ټولو کې له تاسو سره جنګیږي، او په دي پوه شئ چې الله له داسې متقیانو سره دئ.

همداراز متواتر مبارکه احادیث دسیدنا حضرت ابوبکر صدیق، عبدالله بن عمر ، عبدالله بن عباس،ابي هریرة ،قتاده ، او یو شمیر نوروصحابه یې کرامو رضی الله عنهم څخه بخاری شریف او نورو بزرګانو روایت کړئ، چې مونږ دیو مبارک حدیث په لیکلو بسیا کوو!

عن أبي بكرة: أن النبي صلى الله عليه وسلم خطب في حجة الوداع فقال: ألا إن الزمان قد استدار كهيئته يوم خلق الله السموات والأرض, السنة اثنا عشر شهرًا, منها أربعة حرم ثلاثة متواليات: ذو القعدة, ذو الحجة, والمحرم, ورجبُ مضر الذي بين جمادى وشعبان.

دمبارک حدیث لنډ ه موخه: یعني زمانه ګرځیده راګر ځیده،بیا په هغه ترتیب راغله په کوم وخت کې چې الله تعالی دزمکی اسمان دخلقت په وخت کې وضع کړی وه.

نور بیا


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ