کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / «د اور یوه نیمه لسیزه» تر عنوان لاندي څیړنیز کانفرانس جوړیږي

«د اور یوه نیمه لسیزه» تر عنوان لاندي څیړنیز کانفرانس جوړیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۶مه ۱۳۹۵ل):  نن د اکتور اومه پر افغانستان باندي د امریکا د یرغل پنځلس کاله پوره کېدو په مناسبت په کابل کې د «اور یوه نیمه لسیزه» تر عنوان لاندي څیړنیز کانفرانس جوړیږي.

دغه کانفرانس چې د پښتون خوځښت په نامه ټولني له لوري په کابل کې جوړیږي، تمه ده چې ګډونوال به د تیرو پنځلسو کلونو د جګړې ، د امریکا یرغل، د امریکا په حمایت جوړ شوي حکومتونه او نورو اړوندو موضوعګانو باندي خبري وکړي.

تمه کیږي چې په غونډه کې ملا عبدالسلام ضعیف، استاد قریب الرحمن سعید، استاد محمد زمان مزمل، استاد فیض ځلاند، اسماعیل یون او نور سیاسي، فرهنګي او ملي شخصیتونه ویناوي وکړي.

غونډه نن د جمعې په ورځ په صافي لنډ مارک هوټل کې جوړیږي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ