نظــر

خبره د هیواد د خرڅولو د معاملې نه وتلې ده، دلته بل لورې ته د وړیا سوغات ورکول مطرح ده – دکتور م عثمان تره کی

دوه ورځي وړاندي نن ټکی آسیا له محترم دکتور استاد محمد عثمان ترکي غوښتنه وکړه چي د نن ټکی آسیا سره له جرګې وروسته حالاتو په اړوند د نن ټکي اسیا له لارې افغانانو سره خپل نظر شریک کړي؛ ځکه چي نوموړی د افغانستان په سیاسي چارو کي پراخ او مستقل نظر لري، او د نوموړي نظر د افغانستان په چارو کي ځانګړی وزن هم لري،

نن ټکی آسیا وپتییله چي د محترم استاد سره مرکه وکړي، چي ده هم په ورین تندي ومنله، او د نن ټکی آسیا د مطبوعاتي هلو ځلو یی ستاینه وکړه، او دا پاڼه یې د افغانستان په سطحه د یو مسلکي ویب پاڼو نه وشمېرله، او په ډیري لیوالتیا سره یې هوکړه وکړه.

نوموړي څخه نن ټکی آسیا ډیره مننه کوي، او په میلمه کولو یې ویاړي.

مرکه کوونکی: احمد جرس

نن ټکی آسیا (۱)- په لویه مشورتي جرګه کې د هيواد له هر ګوټ نه او د هرې ژبې خلکو ګډون وکړ او پريکړه يې دا وکړه چې باید له امریکا سره دغه امنيتي تړون لاسلیک شي. د جرګې ګډونوال او فیصله يې څنګه ارزوئ؟

ځواب :

مشورتي جرګې ته د لویې جرګې اصطلاح اطلاق سم نه بریښي. د تاریخ په شهادت لویه جرګه خپلواکه او واکمنه ( سوورن ) جرګه ده چې د « خپلواک » افغانستان تر بیرغ لاندې « پریګړه کوي » او حکم صادروي . مشوره نه ورکوي. د بلواکي په حال او احوال کې لویه جرګه د خپل حقوقي اتوریته او خپلواکي نه بې برخې کیږي . یعنې وړوکې مشورتي جرګګۍ کچې ته لویږي. ښاغلي کرزي غوښتل چې د مشورتي جرګې د کانال نه په ګته اخیستنې سره په یوه لویه معامله ، خپل مسئولیت له ولس سره شریک کړي .

مشورتي جرګه د افغانستان په نا امنه ، جګړه ایزه فضاء کې اټکل ۴۰ هیوادونو تر بیرغ لاندې په بیړني حالت کې دایره شول . بهرنیانو د مشورتي جرګې په جوړښت کې د دوو لارو څخه اعمال نفوذ وکړي : استخباراتی کړیو له یوې خوا، او ميډیا له بلې خوا ( هغه میډیا چې د باندې نه خپرونې لري، د جرګې د بحثونو د استقامت د ټاکلو په برخه کې مهم رول ولوباوه. د یادونې وړ ده چې د بي بي سي راډیو د هغه ګردي میز د خپریدو نه ډډه وکړه چې د دري برخه والو په ګدون چې زه هم پکې شامل وم د جرګې په درشل کی تنظیم شوې وو) .

خو سره له دې چې تحت الحمایه حکومت د جرګې په ترکیب کې برلاسي درلودله، د جرګې پریکړه د بهرنیانو د ګمارل شوېو کسانو په خوښه صادره شوه .

بناءً جرګې تمثیلي بڼه نه درلوده. د ولس د رایو اټکل په سلو کې اتیا سلنه منعکس نه شوه. که د سولې په استقامت هلې ځلې ونه شي ، وسله وال مخالفین د ناراضیانو له منځه د جلب او جذب پراخ امکانات ترلاسه کوي او جګړې ته تر نامعلومې مودې پورې ادامه ورکوي.

البته د جګړې دوام د امریکا په اجنډا کې ده . د امریکا د دریځ په پام کې نيولو سره ، جرګې ښې لاسته راوړنې درلودلې.

نن ټکی آسیا (۲)- په داسې حال کې چې ولسي جرګه او مشرانو جرګه د ولس ټاکل شوي وکیلان لري، نو کرزي لويه جرګه ولې راوغوښته؟

ځواب :

نړیوال نظامي ائتلاف په افغانستان کې د یرغل د پیل راهیسې پدی لټه کې وو چې د دوو، سوله ایزې او جګړه ایزې لارې ، افغانستان د قدرت د وېش په نوې نظام کې چې د سړې جګړې په پای کې رامنځته شوی وو ، راګد کړي. د ټول نظام په ترکیب باندې لاسوهنه او د هغه نه جګړه ایزه دفاع په دغه مقصد تنظیم شوې وه، چې افغانستان د امریکا په سروالي د ناټو په نړیوال امنیتي جوړښت کې ور داخل شي .

پارلمان د نظام یوه برخه او د بهرنیانو د لاسوهنې محصول دي ( د غزني ټاکنو ته په اشارې سره ). ښاغلی کرزی غواړي چې د ولسمشري د مودې په پاې کې د مشورتي جرګې د لارې د بهرنیانو سره د معاملې ( افغانستان سره ستراتزیک او امنیتې تړون ) په اړوند په خپله خوښه د یو بل الترنتیف نه ګته پورته کړي . یعنې د یو خپلواک ( ! ) شخصیت رول ولوبوي.

د لویې جرګې ترکیب د اساسی قانون په د ننه کې ځاي په ځاي کول د ډیموکراسي د لسیزې راهیسې د یوه حقوقي او سیاسي « غلطۍ » په توګه مطرح ده . موضوع اوږد بحث ته اړتیا لري . خو په اوسنیو شرایطو کې په نسبي توګه د جرګې استازیتوب کچه د پارلمان د ممثلیت په پرتله زیات دي .

نن ټکی آسیا (۳)- ولې امریکا نه غواړي چې د جګړې جغرافیائی ساحه د کابل د حکومت په وینا د تروریزم اصلي مرکزونو یعنې د ډیورند کرښې هغې خوا ته وغزوي ؟

ځواب :

امریکا ډیورند کرښه په رسمیت پیژني . خو کله چ د بې پيلوټه الوتکو بې له توپیر نه لر او بر دواړه ولسونه تر بمباریو لاندې نیسې ، داسې یې تعبیرولی شو چې جګړه « عملآ » د افغانستان په جغرافیا کې جریان لري او امریکا د ډیورند د کرښې د دواړو خواوو قبایلي سیمه د افغانستان د دولت د ساحوي حدودو او د جګړې د میدان په حیث پیژني.

امریکا د افغانستان سره ( په دقیقه توګه د د طالبانو د اسلامي امارت سره ) جګړه اعلان کړي، نه د پاکستان سره .

په عمومي ډول امریکا د ګڼ شمیر هیوادونو سره امنیتي تړون لري . افغانستان د تروریزم په جګړه کې د امریکا سره متحد دي. خو امریکا د خپلو متحدینو په ګته په سیمه ایزو منازعاتو کي جانب دارانه دریز نه نیسي .

امریکا د پاکستان په مرسته غواړي چې د جګړې اور یوازې د افغانستان په حدودو کې بل وساتې . له همدې کبله د امنیتي موافقتنامې د لاسلیک نه مخکې ، د مخالفینو سره خبرې اترې وځنډول شوي.

امریکا غواړي د افغانستان سره د امنیتي موافقتنامې نه د جګړې د دوام د یو حقوقي لاسوند په توګه ګټه پورته کړي. له همدې کبله په جګړه کې د لوي لاس د درلودلو په مقصد ، په موافقتنامه کې تعدیل نه مني .

د اوسنۍ استخباراتي جګړې د څرنګوالې د پیژندنې په خاطر باید دولس کاله مخکې پیښو ته پام واړوو :

د طالبانو د امارت د ړنګیدو په درشل کې پاکستان د تروریزم سره د مقابلې په جګړه کې د امریکا د پرله پسې فشارونو سره مخ وو : پاکستان دې ته اړ شو چې په بلوچستان کې د « شمسي » اډې امتیاز او د کراچي نه افغانستان خواته د تدارکاتي لارې استفاده امریکا او متحدینو ته يي وسپاري. خو امریکا د پاکستان نه په ټینګار غوښتل چې د پښتونخواه په قبایلي سیمو کې په نظامي عملیاتو لاس پورې کړي. پاکستان چې زیاتره خپل پوځ يې د هند سره په پولو کې متمرکز کړی وو، نه يې غوښتل چې پښتونخواه سیمې ته د پوځ د یوې برخې د انتقال په نتیجه کې د هند په وړاندې خپل جنګي پوتانسیل کمزورې کړي. له بلې خوا يې ویره لرله چې د توطئې د تیوري په بنسټ جګړه پېل او پاکستان د هند او افغانستان ( ناټو ) تر منځ ساندوچ شي. بناً په قبایلي سیمو کې د ناټو او پاکستان تر منځ ، د واحدي جنګي جبهې د جوړیدو طرح ناکامه او پاکستان په پښتونخواه کې د ناټو د یو اړخیزو جنګي عملیاتو د ګواښ سره مخ شو . پاکستان د ګواښ په ځواب کې د ناټو نه غوښتنه وکړه چې تاسې تروریستانو ( ؟ ! ) پسې پاکستان خاورې ته د داخلیدو تکلیف مه کاږئ . پاکستان چمتو دی چې تروریستان ( ! ؟ ) ستاسو حضور ، افغانستان ته درولیږي.

د افغانستان د اشغال په درشل کې ، د « سي، آي، اې » ( د بوش د حکومت په وخت ) او « آي، اس، آي » ( د پرویز مشرف د حکومت په موده کې ) ترمنځ یوه استخباراتي موافقتنامه لاسلیک شوه. د موافقتنامې له مخې پاکستان ژمنه وکړه چې وسله وال مقاومت د تروریستانو ( ! ) تر نامه لاندې پدې شرط افغانستان ته ورولیږي چې ناټو د ډیورنډ د کرښي نه د باندې د تیري نه ډډه وکړي او د تروریزم د جګړې تر نامه ، د افغانستان خوا ته ( کنړ ) د پاکستان د نظامي عملیاتو ( د مثال په توګه د توغندیو د ډزو ) په وړاندې غبرګون نه ښئي .

د پټ استخباراتي تړون له مخې پاکستان د غیر افغاني وسله والو مخالفینو هغه کسان چې د امریکا په تور لیست کې شامل وو توقیف او امریکائي مقاماتو ته وسپارل ( ابوزبیده، رمزي بن الشیب، خالد شیخ محمد، نعیم نور محمد، احمد گیلانی او نور د هغې جملې څخه دي ) . د افغاني وسله وال مقاومت تکړه جنګیاليو سلګونو تنه په زندانونو کې واچول او ځینو یی مړه یا امریکا ته وسپارل. د ناټو د استخباراتو په اشاره د دوي د جنګي عملیاتو ساحه او نښې نښانې يې د ناټو قوماندانانو ته مخابره کړل . دوه مخیزه سیاست چې په ترڅ کې ېې د مقاومت لیکو ته بې شمیره ځاني تاوانونه ورسیدل . پاکستان امریکا ته د خدمت په پاداش کې په ملیاردونو ډالره مرستې تر لاسه کړي.

په وروستیو وختو کې واشنګټن پوسټ د هغې پټې معاملې پرده پورته کړه چې د « سي، آي، يي » او « آي، اس، آي » تر منځ د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو په اړوند پاکستان ، امریکا سره تړي .

په لنډ ډول ! د امریکا او افغانستان تر منځ امنیتي موافقتنامه د پاکستان په ملاتړ رواني استخباراتي جګړې ته حقوقي پوښښ ورپه برخه کوي او د روان ژنوسایډ او جنګي جنایتونو مرتکبینو ته مصئونیت وربښي.

نن ټکی آسیا (۴)- ستاسې په آند په دغه تړون کې د دواړو هيوادو انډول څومره برابر دی. یعنې که امریکا د افغانستان په اړه په تړون کې له معاهدې سرغړونه وکړي نو افغانستان به وکولای شي چې خپل حق خوندي کړي؟

ځواب :

د نړیوالو قوانینو له مخې یو تړون هغه وخت حقوقي اغیزمنتوب درلودلي شي چې د اړخونو تر منځ د واکمنې ( سوورنته ) په بنسټ باندې انډول موجود وي.

د افغانستان او امریکا تر منځ موافقتنامه په واقعیت کې د حاکم او محکوم او غالب او مغلوب تر منځ یوه معامله ده ، چې په کې حاکم او غالب خپل شرطونه په محکوم او مغلوب باندې تپي او د تړون د احکامو د مراعاتولو هیڅ الزام نشي منلی. امریکا راتلونکی حکومت کمزوری ساتي تر څو چې د امریکا د عسکرو د خپلسریو د مخنیوي د وړتیا خاوند نشي.

قرغزستان د « ماناس » د یوې پایګاه په بدل کې د امریکا نه په لس کال کې ، ۱ ملیارد او ۴۰۰ ملیون ډالره حق الاجاره تر لاسه کړه، او په کال کې يې ۱۵۰ ملیون ډالره غوښتې دي . خو په موافقتنامه کې امریکا افغاني لورې ته د ۹ اډو د امتیاز په بدل کې د یوې پیسې ژمنه هم نده کړي. خبره د هیواد د خرڅولو د معاملې نه وتلې ده. دلته بل لورې ته د وړیا سوغات ورکول مطرح ده.

افغانستان د یو زبر ځواک په وړاندې چې ناروا جګړه یې ورباندې تپلې ، د خپل حق د ترلاسه کولو په مقصد یوازې وسله وال مقاومت ته ( چې امریکا ورسره خبرې بندې کړې ) سترګې په لار پاته کیداي شي.

نن ټکی آسیا (۵)-  د ولسمشر کرزي د هغو خبرو په اړه څه نظر لرئ چې د جرګې په اخره ورځ يې ويل چې نور امریکایان زموږ د خلکو کورو ته نشي تلای او نه څوک وژلی شي؟

ځواب :

د نظامي اډو د امتیاز غوښتنه د راتلونکو ټاکنو سره نیغه اړیکې لري : که موافقتنامه لاسلیک شوه په انتخاباتو کی د امریکا د پراخه لاسوهنې احتمال شته تر څو چې د یو بل ګوداګي حکومت په جوړیدو کې له یوې خوا اډې د مخالفینو د بریدونو نه خوندي پاتې شي او له بلې خوا د افغاني امنیتي اورګانونو ( چې د امریکا نه معاش تر لاسه کوي ) په مرسته د کورونو تلاشي او چاپې دوام ومومي.

که د مقاومت سره سوله ونشي او امریکا د اډو امتیاز تر لاسه کړي د اډو د لارې د حکومت د جوړولو پروسه په متداومه توګه د امریکا لاس ته لویږي . افغانستان د ملي واکمني د حق نه بې برخې پاتې کیږي.

د جګړې او سولې تر منځ یو ملي لنډ مهالې انتقالي حکومت په جوړیدو سره افغانستان د خپلو ګتو نه د دفاع او د بهرنیانو سره د سترو معاملاتو وړتیا موندلي شي .

نن ټکی آسیا (۶)- د افغانستان لپاره مهمه ستونزه د ګاونډيو مداخلې دي آیا د دغه تړون په پایله کې به د ګاونډيانو د مداخلې مخه ونیسي؟

ځواب :

تر اوسه پورې د ناټو جنګي تکتیک د « تر څارنې لاندې متداومه جګړه » په بنیاد باندې ولاړ وو . که امریکا د ۲۰۱۴ کال نه وروسته د خپلو ملګرو سره پاتې شي ، احتمال لري چې د « کړکیچ ستراتژی » په یو ډول نه بل ډول دوام ومومي. پدغه مقصد د پخوا په شان د ګاونډیانو د لاسوهنې د دوام په موخه لمسونکي اقدامات تر لاس لاندې نیول کیږي.

که د امریکا عسکر یوازې پاتې شي د بهرنيو عسکرو په کمیدو سره د ګاونډیانو مداخله کمیږي. خو قطع کیږي نه.

نن ټکی آسیا (۷)- په داسې حال کې چې مشورتي جرګې دغه تړون تصویب کړ نو ولسمشر يې ولې ځنډوي تر څو يې راتلونکی حکومت امضاء کړي. ستاسې پر آند د کرزي راز پکې څه دی؟

ځواب :

امریکا د افغانستان په اړه د دولس کلن عادت له مخې د « دیکتاد » سیاست چلوي او د موافقتنامې په اړه هغه تعدیلات نه مني چې د جرګې له خوا ورته وړاندېز شوې دي .

دا چې کرزی د موافقتنامې لاسلیک د سولې او د ټاکنو له څرنګوالې سره تړي ، بیخي منطقي او اصولي ښکاري . خو دی د امریکا نه دوه نا مواجه غوښتنې لري چې د هغو په منلو سره احتمالا د موافقتنامې په اړوند پخپل دریځ کې بدلون راوړي :

ــ په ټاکنو کې د ښاغلي قیوم کرزي نه ملاتړ.

ــ په وسله وال مقاومت باندې فشار تر څو چې حکومت سره خبرواترو ته حاضر شي.

مقاومت په ستوزمن دریځ کې قرار لري : کرزی د موافقتنامې لاسلیک په ځنډولو کې پاکستان ته سیګنال ورلیږي چې په طالبانو باندې ( چې د موافقتنامې سره مخالف دي خو په نورو مواردو کې د حکومت سره اختلاف لري ) فشار راوړي چې د حکومت سره خبرو اترو ته حاضر شي ، که نه موافقتنامه لاسلیک کیږي. دا احتمال شته چې د کابل له خوا د موافقتنامې د رد په بدل کې، پاکستان په وروستي شیبه ، وسله وال مقاومت په افغان حکومت باندې خرڅ کړي.

امریکا په ویره کې ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې معامله د امریکا کلیدي رول تر سوال لاندې راولي.

وسله وال مخالفین باید لمړی د امریکا په وړاندې د سولې د یو اړخ په توګه خپل دریځ ټینګ کړي . د اشغال د پاي په مقصد د امریکا سره د مستقیمو خبرو په موضوع باندې ټینګار وکړي . د اډو د امتیاز د معضلې حل یو موقتي حکومت ته چې د اړخونو په توافق جوړیږي ، محول کړي .

کرزی غواړي چې د خپلې واکمنۍ په وروستيو میاشتو کې د یو ملي شخصیت ( ! ) په توګه ځان وسله والو مخالفینو ته تر هغه کچې رانږدې کړي چې دوي د « تیر په هیر » د فورمول له مخې ، حکومت سره خبرو اترو ته چمتو شي . په ماضي پرده واچوي او حال ته پام راواړوي.

سوله د افغانانو حق دي . امریکا مخکې له دینه چې د افغانانو سره د کوم امنیتي تړون په اړه د وړاندیز جرئت وکړي ، باید :

ــ په ټولو جبهاتو کې یو اړخیز اوربند اعلام کړي.

ــ په بیړه د وسله والو مخالفینو سره سبوتاژ(دريدلو) شوو خبرو اترو ته تحرک ورکړي.

ــ افغاني سیاسي زندانیان ( د ګوانتانامو په شمول ) خوشې کړي.

ــ د افغان جنګي جنایت کارانو او ملي خاینینو سره د سیاسي ائتلاف نه لاس په سر شي.

ــ د دشت لیلي د ۴۰۰۰ جنګي اسیرانو د وږنې نه د کورنیو او بهرنیو مسئولینو د تحقیق او محاکمې زمینه برابره کړي.

ــ د جنایت کارو بانډونو د ملاتړ نه لاس واخلي او د دوي د محاکمې په مقصد لارې چارې ولټوي.

ــ د دولس کلنې جګړې ملکي قربانیانو ته تاوان ورګړي.

ــ د افغانستان په غیر عادي حالت کې په ټاکنو باندې ټینګار ونکړي.

ــ د سولې او سیاسي ثبات په راوستلو کې د یو لنډ‌ مهاله حکومت ( د وسله والو مخالفینو په توافق ) د جوړیدو په مقصد د افغانانو سره مرسته وکړي.

یوازې یو ملي حکومت چې د خلکو ازاده اراده تمثیلوي د نورو هیوادونو سره د باوري تړون د انعقاد جوګه کیداي شي .

« پاي »

فرانسه ـ ۲۷ ‌نومبر ۲۰۱۳

دوکتور م ، عثمان تره کي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x