کور پاڼه / پښــــتو ادب / ادبي لیکني / افغانانو ته د امریکایانو ډالۍ(لنډه کیسه)

افغانانو ته د امریکایانو ډالۍ(لنډه کیسه)

شاکر مموزی

زویه!
دکلي هغه سپین ږیري نورګل اکا اوصالح خان اکا هم په سپینو ږیرو د غره لمنې ته تللي دي کورونو ته د سون خاشاک راوړي د دلاور اکا زاامن او د کلي نور ووړکي هم ټول تللي دي ته هم لاړ شه بوټي او خاشاک راوړه !
پلاردې چې له کروندې ستړی ستومانه
راشي انو ګرمه ډوډۍ به ورته مخکې کړم ته به یې هم ورسره وخورې ، رښتیا پۍ مې هم مایه کړې دي ته چې بیرته را رسېږې مستې به جوړې شوې وي مستې به هم وخورې!
ــ سمه ده مورې ته مې کاهي او څرمینه (له پوستکي جوړ پړی)راکړه چې دومره اڅوغ نن درته راوړم چې څو ورځې د بس وي..
هلک د غره د لمنې پر لور د ازوغ د راټولو په موخه رهي شو .
هلته ځوانان له ښه څنډ کار څخه وروسته ښه خولې او ستړي شول صالح خان اکا په نورګل اکا غږ وکړ یاره نوریه !! وس خو به هغه د چي ډک ترموسونه سخت ښه خوند وکړي .
خوښه دې نه ده چې هلکان هم ستړي شوي اوما په او تا کې هم هغه د ځواني زور نه دی پاتې چې دا چای خو ښه په خوند ورته وڅښو ، نور به ورسره ګورو !
نور ګل اکګا نسوار تو کړ او ورته کړه یې تاسو درځئ د هغې یخې چینې خواته
هم به لاسونه ووینځو اوهم به دمه جوړه کړو د چینې په غاړه به په کراره شبین چای هم وڅښو !!
د نور ګل اکا په خبره ټوله ښه کړه د چینې پر غاړه یې له چای څښلو سره ښه بانډار جوړ کړ ، د کلي هلکانو چې کوز خواته وکتل نسیم یې ولیده چې پړی تر ملا او کاهي پر اوږه راورسېده .
د کلي ځوانانو ټوکې پورې کولې وای ده نر تور ته ګورئ اوس راغی ؟!!
بل به ورته ویل کار مه پرې لرئ شپې اخیستی دی ..
بل به ورته کړه لالټین (څراغ)خو دې هم له ځان سره نه دی راوړی څنګه په لارې راغلې ؟؟
هلک به ورته ویل ولې مې تنګوئ تاسو راته ګورئ که له تاسو مې زیات بوټی ونه وهل بیا به نو هلته ستاسو د ملنډو یم اوس غلي شئ ..
صالح خان اکا مخ ور واړاو او ورته ویې ویل وا هلکانو هسې اپلتې مه وایاست ، د پلار همدغه یو او خام ځوان زوی دی پلار یې نازوي هیڅ کار نه پرې کوي ، بې وزله پخپله په سپینه ږیره په کرونده کې بوخت وي خو په زوی یې کار نه کوي ، خدای خبرنن یې مور څنګه زړه غټ کړی دی چې غره ته یې را لېږلی دی ، ژر ژر مو چای وڅښئ او له هلک سره کومک وکړئ ، ناوخته دی چې کلي ته ورسېږو.
له یوه خوله بانډار او چای څښلو وروسته ځوانان له نسیم سره کومکیان شول او په لږ وخت کې یې د بوټو بار ورته پوره کړ ، نورګل اکا ــ چې ډېر ټوکي او مجلسي سړی وــ د لارې په ځنډه ولاړدغوریڅه ګل راوشکاوه او صالح خان اکا ته یې ونیو،ورته کړه یې :
بار د ښه دروند بار دی دا ګل په غوږ کې وټومبه یو خو به دې ځواني در یاده شي او بل چې کله کلي ته ورسېدو نو د کلي د نجونو نظر به دې هم په دې ګل مات شي ته به ځینې وژغورل شې ..
د نور ګل اکا په دې خبره ځوانانو په یوه وار په کړس کړس وخندل له دې سره هر یوه خپل بار ته په بسم الله ویلو سره مټې ور کړې اودغره له لمنې د کلي په لور کتار را روان شول ، مزل یې را لنډ کړی و هلته د نسیم پلار له نسیمه مخته کورته ورسېده د کور په انګړ کې یې خپلې مېرمنې ته غږ وکړ سخت ستړی یم ډوډۍ راواخله خو چې چای دې هېر نه شي چې بیا چای هم څښم ..
مېرمنې یې ورته وویل سړیه ! لږ صبر شه نسیم ګل بوټو ته تللی دی اوس به نږدې وي رابه شي او یو ځای به ډوډۍ وخورۍ .
خاوند یې ورته وویل ته څه خبره یې چې لرې که نږدې دی ، هغه چې کله را ورسېده بیا به یې وخوري ماته ډوډۍ راواخله !!
د مېرمنې یې زړه صبر نشو او خاوند ته یې وویل زه د بام سر ته ور هسکېږم که نه برېښېده نو سمه ده تاته به ډوډۍ راواخلم اونسیم ګل به یې وروسته وخوري!!
مېرمن یې چې کله بام ته وختله څه ګوري چې له بره لوري د جنګي الوتکو د اسې غورېږشو چې نږدې د انسان د غوږونو کانۍ پرې کوي شېبه وروسته دا غورېږ په یوه تورتم بدل شو یو لاس او بل لاس نه معلومېده ، د کلي ټول ماشومان او لویان د بامونوسرونو ته هسک شول هرې خواته یې کتل چې دا غمګینه پېښه په چا وشوه !؟
د نسیم مور وار له مخه دا دعا پیل کړه : خدایا زوی ته مې خیر کړې ، زوی ته مې خیر کړې هسې نه دې ظالمانو مې په زوی بمونه غورځولي وي!!
یوه شېبه وروسته د بمونو د تور تم او لوګیو له رڼا کېدو وروسته ټولو ته جوته شوه چې د صلیبي اشرباڼو ددې بمبارد په لمبو کئ د دوی هغه دولس تنه ځوانان او دوه سپین ږيري د نسیم په ګډون وسوځل کومو چې خپلو کورونو ته د ډوډۍ د پخولو لپاره خاشاک راوړل خو خبر نه و چې پخپله به دوۍ د صلیبیانو د بې رحمه بمبار د لمبو خاشاک کیږي !!
د نسیم پلار همغسې ستومان او وږی پاتې شو نسیم ته د مور ساتلې مستې په کټو کې پاتې شوې مور یې د بام په سر د خپل زوي د ټوټې ټوټې کېدو ننداره له لرې وکړه چې دمورد نیمګړي ژوند ټولې هيلې یې هم ورسره شهیدانې شوې !!
#داکـــــــــټوبر۷نېټه

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ