کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / طالبانو کندز ته د تلونکي پوځي کاروان موټر سوځولي – ویډیو

طالبانو کندز ته د تلونکي پوځي کاروان موټر سوځولي – ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۶مه ۱۳۹۵ل): تېره شپه ناوخته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرخپل ټویټر پاڼه خبر ورکړ چې طالبانو د بغلان څخه د کندز ولایت ته د تلونکي اکمالاتي کاروان مخه نېولې او جګړه یې باندي پیل کړې.

چې له امله یې یو شمېر موټر سوځېدلي او یو شمېر نور یې طالبانو غنیمت کړي دي.

نوموړي ویلي وه چې پيښه د مرکزي بغلان په سیمه کې کندز ته پر غځېدلي لاري را منځته شوه.

نن د نوموړي پر ټویټر په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې طالبان د یو شمېر لوی موټرونو سره ولاړ دي، ځیني یې سوځولي او پر ځینو لا اورونه بل دي.

د یادوني وړ ده چې نن پنځمه ورځ ده چې طالبان د کندز په ښار کې دننه جنګیږي او تر اوسه دولتي ځواکونه نه دي توانیدلي چې د کندز ښار د طالبانو څخه تصفیه کړي.




د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

یوه تبصره

  1. طوفان طوطاخیل

    ماشاء الله الحمدلله