کور پاڼه / خبرونه / نړۍ / امریکا: هېټي کې طوفانونو ۳۰۰ کسان وژلي

امریکا: هېټي کې طوفانونو ۳۰۰ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د شمالي امریکا په هېټي هېواد کې تېزو طوفانونو لږ تر لږه ۳۰۰ کسان وژلي دي.

چارواکي وايي چې دا په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو بدترین او تېز طوفان و چې له کبله یې خورا زیاته تباهي رامنځته شوې او امکان لري چې ځاني تلفات نور هم زیات شي.

دغه طوفان ته د میتهیو نوم ورکړل شوی دی.

اوس طوفان په هيټي کې د تلفاتو اړولو وروسته د امریکا فلوریډا ایالت لوري ته روان دي.

ولسمشر باراک اوباما د فلوریډا ایالت په ۲۴ ځایونو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ