نظــر

اسلام سوله او ساینس هوساینه رامنځته کوی

بسم الله الرحمن الرحیم

ساینس ( هوساینه ) او اسلام ( سوله ) رامنځته کوی یو د بل سره لازم او ملزوم موازی خوځښت لری . مثلا افغانستان کی چه سوله نشته هوساینه هم نشته یا په بل عبارت افغانستان کی چه اسلامی نظام نشته هوساینه او ارامی هم نشته ساینس او اسلام سره  تضاد قطبونه نه دی ولی بیلی دندی لری ، په قران عظیم الشان کی تکرار فرمایی ( چه تاسی زما په مخلوقاتو کی کتنه او څیړنه وکړی )

یعنی د هغوی فریکی او کیمیاوی جوړښت د تجربو او څیړنو لاندی ونیسی چه څرنګ جوړ ، څرنګ کار ، تاسو ته څه ګټی لری او په څه بدلیږی؟ په دی مخلوقاتو کی به تاسی خالق ضرور پیدا کړی. د قران له دی فرمودی ډیر تعبیرونه کیدی شی چه زه یی د دوه وو په لاندی ډول څرګندونه کوم :

 اولنی تعبیر: د الله ج د وحدانیت اوعظمت  پیژندنی د پاره د الله ج خلقت ته وګوری مثلا انسان له څومره ماشینونو، پرزو او موادو جوړ او څه ډول ژوند پرمخه بیایی او د ده د ژوند د پاره مناسب چاپیریال ( اوبه ، خاوره ، اکسیجن ، ساړه ، تودوخه ، بادونه ، د جاذبی قوه ، لمر ، سپوږمی، ستوری ، حیوانات ، نباتات ، معدنیات ، غرونه ، دشتونه او بحرونه او داسی نور ) څرنګه عیار شوی که یوه ذره کم وزیات شی کلی ژوند ختم دی یو یی هم تصادفی نه دی جوړونکی لری یعنی د ده عقل کولای شی ده ته د ده څیړنی یا ساینس د ده خالق په ګوته کړی.

    دوهم تعبیر: دا چه فرمایی ، تاسی زما مخلوقاتو ( طبیعت ) کی کتنی او څیړنی وکړی په دی څیړنو کی د ژوند د اسانتیاوو او ښه کولو د پاره وسایل او مواد تر لاسه کړی دغه ساینس دی ، مثلا ونی د ساده مطالعی لاندی نیسو ،  یوه ونه  د انسان د اړتیاوو د پوره کولو د پاره څومره ډير ګټور شیان لری له سیوری ، میوی ،  د بادونو مخ نیوی ، د سیلابونو مقابل کی د زمکی مقاومت ،  سوخت ،  کورونو جوړولو ، د هر ډول دواګانو او داسی نورو د پاره تری کار اخستل کیږی. دا چه انسان بیا د ونو د کمیت او کیفیت د ښه والی د پاره د لا ډیرو زراعتی  تجاربو څخه کار اخلی هغه یی بل بحث او ساینس دی.

 الله ج انسان ته د خلافت مقام ورکړی یعنی انسان په زمکه ( د الله مالکیت ) کی د الله ج د اصولو لاندی خداګونه مدیریت لری دا لوی مدیریت ( چه په لرلو یی ملایکو ورته د تعظیم سجده وکړه ) د اسلام او ساینس یا سولی او هوساینی په عملی کولو تر سره کیږی . هوساینه له ساینس ، د انسانانو ګډو تجربو او ونډو څخه تر لاسه کیږی.

    دا چه اسلام د سولی اړخ نیولی دا په دی معنی نه چه د ساینس سره په تضاد کی دی ساینس له هماغه ځایه چه اسلامی پوهه پکی شتوی لری ، منشا اخلی چه هغه د انسان ماغزه دی ، اسلام د ایمان اوله مرحله ده اسلام تسلیمول او ایمان تامینولو ته وایی . د تامینولو ځای او قومانده زړه کی دی .

    د انسانی معاملاتو او تعاملاتو د تر سره کولو دپاره د حریصو انسانانو په واسطه کړکیچونه رامنځته او بلاخره بی عدالتی ، فریب کاری ، استثمار ، غلامی ،فسادونه  او جنګونه یی وزیږول چه سولی او هوساینی ته لوی ګواښ وو سوله د هوساینی ، امینیت ، عدالت ، ساینس او هر ډول تکنالوجی مور ده د راتګ د پاره یی اسلامی حکومت  او اسلامی قانون ته اړه ده یعنی د اسلام یو نوم که سوله بل نوم یی سیاست دی د الهی حکومت یا نظام په مقابل کی بل هر نظام او حکومت فتنی او وحشت دی.

    دا چه اسلام ۱۴۰۰ کلونه مخکی کوم حقایق او کومی پیش بینی کړی او نن د انسانی څیړنو ( ساینس ) په واسطه یی رښتینولی کیږی دا نه یواځی بده نه بلکه ښه والی او اړه ورته لرو دا منو چه مونږ اسلام د ساینس په تایید او تر دید نه ثابتووبلکه ساینس له اسلامه منشا نیولی ، همدا منشا نیول د اسلام د لا ډير رشتینوالی تصدیق کوی دا غیر اسلامی نه بلکه اسلامی خبره ده  اما د  بی دینه خلکو بلنی د پاره که یی ساینس هم تصدیق کړی نور علی نور خبره ده . ساینس د لویدیز نه د اسلام محصول دی  حتی لویدیز د جنګونو او استثمار ولو په خاطر د ساینس مقابل کی موانع ایجاد کړی که د لویدیز استثمارول او استعمارول نه وو نن به انسان له اوسنی تکنالوجی څو ځلی مخکی وی او  ټولو خلکوبه په  پوره اورشتینی هوساینه او سوله کی ژوند درلودلی.

    په قران کی د مشرقینو او مغربینو نوم څو ځلی یاد شوی زمکه خو دهغه وخت خلکو ته چه ساینس پکی پرمختګ نه وو کړی  هواره او ساکنه او لمر متحرک وو  نو یواځی د یوه شرق او د یوه غرب یادونه به یی کولی ، مشرقین او مغربین جمع ده  دا څه معنی لری په دی کی د زمکی د حرکت ، کرویت او ګردوالی معنی پرته ده په دی کی د لمر په یوځای مستقر یا هستی حیثیت لری د سپوږمی او زمکی په دوه اړخیز خوځښت موسومونه، شپه اوورځ رامنځته کیږی او داسی نور اونور چه ساینس پری څو پیړی وروسته قانع شو .

    لندا داچه ، د اسلام خبره د ساینس سره شریکول نه یواځی تاوان نه لری بلکه ډيره ګټه لری ساینس د اسلام جزلاینفک دی . ساینس او دین په یو مغز کی ځای شوی ، ولی د ایمان برخه بیا زړه پوری اړه لری.

مننه

الحاج استاذ بیانزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x