کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / کندوز: د ولایت او امنیه قومندانۍ پر مقام جګړه روانه ده

کندوز: د ولایت او امنیه قومندانۍ پر مقام جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د کندوز ولایتي شورا وايي چې طالبانو نن یو ځل بیا د کندوز ښار د پولیسو په اولې، درېیمې او څلورمې حوزې بریدونه کړي دي.

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمدیوسف ایوبي ویلي چې اوسمهال د بخمل کوڅه کې چې د ولایت مقام او امنیه قومندانۍ په ۲۰۰ مترۍ کې پرته ده، جګړه روانه روانه ده.

د ولایت مقام او امنیه قومندانۍ د ښار په څلورمه حوزه کې پراته دي.

ایوبي له قوله د جګړو له کبله د ښار ۵۰ سلنه اوسیدونکو کورونه پرېښي دي او ورځ تر بلې د ښار وضعیت بدتره کیږي.

په عین حال کې د کندوز یو مدني فعال عنایت الله خلیق پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د ولایت مقام او امنیه قومندانۍ سره جګړه روانه ده.

هغه د کندوز وضعیت اندېښمنوونکی ښودلی او ویلي يې دي چې کندوز ته د کورنیو چارو وزیر سفر هم په وضعیت کوم مثبت تاثیر نه دی غورځولی.

بل لوري ته د کندوز د والي ویاند سیدمحمددانش بیا د کندوز ښار وضعیت ښه ښودلی دی.

هغه د ولایت مقام او امنیه قومندانۍ سره جګړه رد کړې او ادعا یې کړې چې د کندز په خوجه مشهد نو آباد کې یې ۲۰ طالبان وژلي او ۱۸ نور يې ټپیان کي دي.

نوموړي وویل چې طالبانو شاتګ کړی او د دولتي ځواکونو عملیات په بریالیتوب سره مخ پر وړاندې روان دي.

خو د کندوز د پولیسو اولې حوزې آمر صفي الله بیا ویلي چې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ د ښار په لومړۍ حوزه کې سخته جګړه روانه ده او د کندوز د نورو سیمو په اړه معلومات نه لري.

د سیمې اوسیدونکو امريكا غږ ته ویلي چې کله دولتي ځواکونه مخکې لاړ شي طالبان د هغوی شاته راتاویږي او پریښې سیمې بیرته تصرف کوي، په دغه حالت کې افغان ځواکونه د محاصرې د ماتولو هڅه کوي او سیمه بیرته طالبانو ته پریږدي.

دا اوسیدونکي وایي، په تیرو پنځه ورځو کې افغان ځواکونه کله مخکې ځي او کله بیرته خپلو پخوانیو سیمو ته راګرځي.

په عین حال کې طالبان وايي چې په بغلان کې یې دولتي ځواکونو په هغه اکمالاتي کاروان چې کندوز ته روان و، برید کړی او  د جګړې په جریان کې يې ۶۳ ټانګونه، رینجر او په ډول ډول موادو، مهماتو او نظامي توکو بار اکمالاتي موټر په ټولیزه توګه ویجاړ کړي دي.

کندوز ښار تېر کال هم طالبانو نېولی و چې د دوه اونیو وروسته یې بېرته پرېښود. یوه اونۍ وړاندې طالبانو دغه ښار یو ځل بیا ونېو او تر دې دمه یې ډيرې برخې تر کنترول لاندې دي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ