نړۍ

قطر د فلسطین غزې ته ۴۰ میلیونه لیتره تیل استوي

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني غزې ته د یوې لویې بحري بیړۍ د استولو امر کړی، په کومه کې چې به ۴۰ میلیونه لیتره تیل د بریښنا د تولید په موخه استول کیږي.

ټاکل شوې چې دغه بیړۍ به په نږدې ورځو کې غزې ته ورسیږي.

د غزې تړانګه چې له ۷ کالو راهیسې د اسرائیلو تر محاصرې لاندې ده، له څه باندې یوې میاشت راپدیخوا د بریښنا د نشتون له امله له سختو ستونزو سره مخ ده.

 نړیوال ددغې ستونزې د دوام په صورت کې په غزه کې د سختو اقتصادي آفتونو د رامینځته کیدلو خبرداری ورکوي، خو د مخنیوي لپاره یې تراوسه کوم عملي ګام نه لیدل کیږي.

په تیره یوه میاشت کې د بریښنا د نشتون له امله د غزې سوداګریزو چارو سخته ضربه خوړلې، فابریکې په ټپه ولاړې دي، او په خلکو کې بې روزګاري زیاته شوې.

د فلسطیني تولیدانو د اتحادیې رئیس وايي چې خلکو ته له ۲۰۰ ملیون ډالرو څخه زیات تاوان اوښتی. 

د غزې بریښناکوټ هره اونۍ ۲ میلون لیتره تیلو ته اړتیا لري څو په طبیعي شکل فعالیت وکړي. 

اټکل کیږي چې د قطر استول شوي تیل به د غزې بریښناکوټ ددې جوګه وګرځوي چې لږ تر لږه د څلورو میاشتو لپاره ټولې غزې ته بریښنا ورکړي.

په غزه کې د حماس د حکومت د بهرنیو چارو وزیر (محمد عوض) د قطر له دغې مرستې خوښي ښوولې، او له مصري چارواکو یې غوښتنه کړې چې د تیلو د لیږد زمینه برابره کړي، ځکه چې دغه بیړۍ به د مصر اړوند په یو بندر کې تم کیږي، او له هغه ځایه به بیا د ځمکې له لارې غزې ته لیږدول کیږي.

قطر په سیمه کې یوازینی عربي هیواد دی چې د فلسطین د مظلوم ولس مرسته او حمایت کوي او د اسرائیلو ښکاره مخالفت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x