کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / امنيت شورا : په هلمند کې بېړنی حالت اعلان کړی

امنيت شورا : په هلمند کې بېړنی حالت اعلان کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د هلمند په مرکز لشکرګاه کې وروسته له هغه امنيت شورا بېړنی حالت اعلان کړی چې د دولت مخالفو وسله والو په څلورمه امنيتي حوزه کې پرلپسې سختي جګړې وکړې.

چارواکي وايي لشکرګاه ته څېرمه په څلورمه امنيتي حوزه کې د سيمو له نيولو وروسته اوس مهال طالبان لشکرګاه ښار ته توغندۍ را غورځوي.

د ولايتي شورا رئيس د مرکز لشکرګاه په دويمه او دريمه امنيتي حوزه کې د جګړو دوام تایيدوي او زياتوي چې افغان ځواکونه کوښښ کوي تر څو مرکز د طالب وسله والو له کلابندۍ وساتي.

د هلمند د جګړې اپراتيفي مشر عبدالجبار قهرمان وايي : نور به وسله وال طالبان د امنيتي ځواکونو په وړاندي پښې ټينګي نه کړې او تر لاسه شوي سيمي يې له لاسه په وتو دي.

قهرمان زياتوي چې په روانو دريو اونيو کې به ټول امنيتي ځواکونو سره غونډ کړي او له دې وروسته به په هيڅ صورت امنيتي ځواکونه د پوستو ايله کولو ته مجبور نه شي .

نن ټکي اسيا ته ځينو سرچينو چې نه يې غوښتل نومونه يې په ډاګه شي وويل : نن له ناوې ولسوالۍ نه شاوخوا ۸۰ تنه د ملي اردو ، ملي پوليسو او اربکيانو مړه جسدونه مرکز لشکرګاه ته وړل شوي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ