د ایران بوشهر ښار یوې درنې زلزلې ولړزاو
ویل کیږي زلزله د بوشهر د برازجان په سیمه کې رامنځته شوې ده . د لومړنیو معلوماتو له مخې په زلزله کې ۷ تنه مړه او ۴۵ تنه نور ټپیان شوي دي .د تهران پوهنتون د جیوفزیک انیستیتیوت ویلي دي چې زلزله پنځه کیلومتره د مځکې لاندې رامنځته شوې ده .د ویلو ده چې په سیمه کې زلزلې یو زیات شمیر خام کورونه ویجاړ کړي دي. په سیمه کې د پلټنې چارې دوام لري چې تر اوسه پورې د ۷ تنو مړي موندل شوي دي . د سیمې اکثره خلک د کورونو نه لارو او سړکونو ته وتلي دي .
په سیمه کې د زلزلې نور ټکانونه هم رامنځته شوي دي .