کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / د تاریخ تر ټولو ستر طاغوتي ائتلاف د سپيڅلې عقیدې پر وړاندې ګون‌‌‌‌‌‌ډه ووهله…!

د تاریخ تر ټولو ستر طاغوتي ائتلاف د سپيڅلې عقیدې پر وړاندې ګون‌‌‌‌‌‌ډه ووهله…!

حضرت محمد خُرم

اووم د اکتوبر 2001 کال کې د نړۍ ستر طاغوت (امریکا) په دې وتوانیدله چې له ځان سره ټول عیسویان، ستر شیطان(انګلیس)، د ناټو ابر قدرت، او منافق تش په نوم مسلمان دولتونه د ځان سره ملګري او همسنګره کړي، تر څو د زړې قارې (آسیا) په زړه کې د حق چیغه او د یو مسلمان ملت هیلې تر خاورو لاندې او خپل منحوس مذهب (دیموکراسۍ) پرې ور وتپي.

خو نړۍ شاهده ده چې صلیبیان، انګریزان او د دوئ همسنګران په یوه نه ګټونکیې جګړه کې د افغان او مسلمان ملت پر خلاف د یو اوږد او نه ماتیدونکي سپيڅلې مقاومت سره مخ شول، او ټولې منحوسې هیلې یې د اوبو پرمخ کرښو غوندې په هماغه لحظه د حق سپيڅلو طوفانونو ړنګې کړې.

طاغوتیان په دې پوه شول؛ چې د دې خلکو زړونو او رګو کې لا اوس هم د احمدشاه او میرویس خان وینه هماغسې پر جوش او هوش جریان لري.

د طاغوت پلیته، ناروا او سُسته مفکوره؛ کله هم د تکبیر د ملکوتي نارې ځوږ د افغان خاورې په فضاء نشي تت کولای.

وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ ۚ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا (81) الاسرا


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ