کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / لمونځ باید په آرامه سره وکړو

لمونځ باید په آرامه سره وکړو

لیکوال!حکمت الله حاکمی

که غریب وی که شـــتمن یعنی مالدار بایددا لمــــــــــونځ خو په ښه آرامه طریقه سره وکړې زیات کسان می لیدلې دې والله که یی لمونځ صحت لری نوم نوم دلمانځه دئ خوالبته حقیقت لمونځ ندئ بلکی ځان ترینه خلاصول دې ډیره دافسوس خبره ده چی مخکنی اُمتو کی لمونځونه پنځوس وه خو بیادجناب محمد مصطفیٰ.صل الله علیه وآله وسلم په واسطه او مرسته او وینا الله عزوجل پنځه کړه خوبیاهم پنځه لمونځونه زمونږ اوستاسوپرزمه دې بیاهم غدرورسره کوو یعنی یایه نکوو اوسرنه پری ګرځوو اویایی په داسی شکل کوو چی هیڅ ډول صحت نلری یعنی نه رکوع سمه کوو نه سجده الله عزوجل په قرآن کی فرمائی

وَقُوْمُوْلِلهِ قانِتــــــین

ژباړه..
ودریږئ الله ته عاجزکونکې یعنی په عجزالله ته ودریږئ

که مونږ اوتاسولمونځ په داسی تیزانداز کی کوو چی نه مو سجده معلومه وی اونه روکوع نو په داسی تیزوالی سره به څنګه عجز په لمانځه کی راځی عجزخو په ارام والی کی راځی نه په تیزوالی کی په داسی تیزاندازلمونځ کول دثواب په نیت اویاددی لپاره چی ذمه می له غاړی واوړی داسی مثال لری لکه یومزدورچی یوکال دچامزدوری وکړی اوکال پوره سی په اخِرکی خپل بادارته ووایی چی کال می پوره سو مزدوری می یعنی روپئ می راکړه اوبادارورته وو ایی چی ځه لاړسه نه یی درکوم چندان مزدوری دی نده کړې اودئ ستړئ اوستومانه دسوړ آه سره بی برخی لاړسی نوکه مونږهرفرض په داسی انداز اداکوو چی صحت ونلری نوالله به څنګه اجر راکړې العیاذ بالله الله ته هیڅ نقص هیڅ کله نه رسیږې البته مونږ خپله دثواب څخه ځان محروموو

مونږډیر ګنهګاره یو الله دی مونږ اوتاسو ټولوته عفوه وکړی

آمين


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

2 تبصرې

  1. يوسف وردګ

    منه
    ستاسو له معلوماتو څخه

  2. غوربندی

    العیاذ
    عفوه