کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / داکتوبر اومه دافغانانو توره ورځ‎

داکتوبر اومه دافغانانو توره ورځ‎

عاکف مهاجر

سهار له مسجد نه کورته راروان وم دلارې یو اړخ ته دوه مولوي صاحبان ولاړ و زه کشر طالب وم ستړې مشې مې ورسره وکړه تر روغبړ وروسته یې کرار راته و ویل امریکا بیګاه شپه حمله کړې ده کورته لاړم رادیو مې راواخیستله کوشش مې وکړو چې دشریعت غږ راډیو ونیسم پیدامې نکړه غرمه مهال چا راته و ویل رادیو سټیشن یې ویشتلی ده داورځې په ټول هیواد کې د ناخوالو او غمیزو دپیلامې ولې ، له همدې وروسته دافغانانو دوژلو او دربدریو لړی شروع شوه د ټول هیواد اسمان طیارو په سر اخیستۍ و هره خوا بمبار و وژنې وې زندانونو ته کشکول وو.

بل خوا دهیواد په شمال کې یو دجګړې له ډګره تښتیدلی دامریکایانو په مټ له ترکیې راغوښتل شوی وو او د دیرش زره تسلیم شویو طالبانو سره یې دنړی تر ټولو شرمناکه غداري وکړه او دقلعه جنګي ظلمونه یې تر سره کړل چې دچا خوله یې دویلو او غوږونه داوریدلو توان نلري.

ټوله نړی دیو ناروا زورواکي سره ولاړه وه ظالم او مظلوم نه وو معلوم آن دریړیو والا هم تر کیوبا ورسیدل دکانداران دطالب په نوم تورن شول یو بل دفرعون ورور د اناربکم الاعلی قائل ویل طالبان مو ختم کړلو افغانستان کې مو دیموکراسي حاکمه کړله او یو حو طالبان که وی له غارونو به یې راوباسو، خو دحق طرفدار طالب هغه دکور زوړ ټوپک په زریدار ټانګونو پسې راواخیستلو او په الهي کومک یې تکیه وکړه دنړی دزبر ځواک مقابلې ته یې ملا وتړله او په ښکاره او پټه یې بریدونه شروع کړل تر دط چې په حکومتونو پسې یې ولسونه راپورته شول چې زمونږ عسکر دیوې ناکامې جګړې قرباني کیږي باید عسکر مو راوباسو او نور دا قرباني ورنکړو دطالب دزور له لاسه یې عسکر په رواني ناروغیو اخته شول ان تر دې چې دکابل تر دروازو یط جګړه راورسوله تیر اختر یې دخپل مشر اختریز پیغامونه دکابل په زړه کې هم و ویشل او ګندز یې دوه ځله ونیولو فراه ارزګان بغلان هلمند یې محاصره کړل او داده چې اوس یې دهیواد هزاره میشتي وګړي هم په حمایت راپورته شول او دحکومت تر وخت یې اوس په هیواد کې زیات محبوبیت هم پیداکړو او ملاتړي یې هم ګیر شول


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ