نړۍ

په مصر کې د پخواني ولسمشر محمد مرسي پلویان او مخالفین په ګډه د پوځي نظام پر خلاف مظاهرې کوي

په زرګونو مصریان د مظاهرو د نوي قانون پر وړاندې د غبرګون ښودولو په موخه لارو او سړکونو ته راوتي دي. د ویلو ده چې د پلازمینې قاهرې سربیره په اسکندریه او یو زیات شمیر نورو ښارونو کې د مظاهرو د نوي قانون پر خلاف مظاهرې روانې دي.دا ځل په مظاهرو کې د پخواني ولسمشر محمد مرسي پلویان او مخالفینو په ګډه توګه ګډون کړی دی.

د یادولو وړ ده چې په مصر کې کودتاچي نظام د مظاهرو نوی قانون چې د خلکو ازادي پکې تر پښو لاندې شوې او د کورنیو چارو وزارت ته پکې د پام وړ صلاحیتونه ورکړل شوي دي تصویب کړ. د مظاهرو د نوي قانون له مخې سرغړونکي په حبس او نقدي مجازاتو محکومیږي.بله پلو د مصر د اسکندریه په ښار کې د مظاهرو په ترڅ کې د نیول شوو ۲۱ تنو ځوانو انجونو نه ۱۴ تنه يي د محکمې لخوا په ۱۱ میاشتو حس محکومې شوې.۷ تنه نورې انجونې چې عمر يي د ۱۸ کلونو نه ټیټ دی د اصلاح مرکزونو ته استول کیږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x