کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / موري تاته مي سلام دی/ تپاندزُهاد

موري تاته مي سلام دی/ تپاندزُهاد

مور د میني سرچينه ده
مور د حسن مدرسه ده

موري ځار دي له نامه شم
مور جنت ده مور ډیوه ده
رب در کړی لوړ عظمت دی
لوړ تر عرشه دي عزت دی

د قدم تر پاکو خاورو دي
رب ایښی پاک جنت دی

موري ډیر یي مهربانه
تر هرچایي راته ګرانه

زما ټول عمر دي ستاشي
درته ګران وم تر هر چانه

موري زمادي کړه پالنه
ښه په مینه دي روزنه

راته روڼي به دي شپي کړې
زماپه دردبه وي غمجنه

موري ما چي به ژړا کړه
تا به ژر راته خندا کړه

زه حیران ستا محبت ته
چي دي څومره مینه راکړه

موري تاته مي سلام دی
ستاعظمت ته احترام دی

ته د مځکي فرشته یي
زما زړه درته غلام دی

اي زما ګراني مورجاني
محترمي قدر داني

رب دي وساته له غمه
لکه ژوند یي راته ګراني

بي له تانه خوار و زار یم
موري تاته امید وار یم

راته لپه کړه لاسونه
ستا دُعا ته انتظار یم

موري غواړمه بخښنه
عفه غواړم له څښتنه

خپل حق دي کړه راعفه
کړم له تاڅخه مننه

موري تا باندي اباد یم
ستاتر سیوري لاندي ښادیم

رب دي مه اخله له مانه
ستابچی( تپاندزُهاد) یم

2016/10/7


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ