کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / ولایتي شورا: د فراه په جګړه کې نېږدې ۲۰ دولتي عسکر وژل شوي

ولایتي شورا: د فراه په جګړه کې نېږدې ۲۰ دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د فراه ولایتي شورا رییس وايي چې په دغه ولایت کې طالبانو د ملي اردو یوه قرارګاه نېولې او نېږدې ۲۰ عسکر یې وژلي دي.

د فراه ولایتي شورا رییس فریدبختور د معلوماتو پر اساس طالبانو تېره شپه د فراه مرکز اړوند په نوبهار سیمه کې د ملي اردو یو مرکز ونېولو او تر شل زیات عسکر يې و وژل.

هغه زیاته کړې چې طالبانو قرارګاه او د دولتي ځواکونو دوه د تېلو ټانکونو ته هم اور ورکړ.

ځايي اوسېدونکو پژواک خبري اژانس ته ویلي چې طالبانو په نوبهار کې د ملي اردو پر یوې پوستې برید وکړ او ۱۷ دولتي عسکر يې و وژل.

بل لوري ته د فراه امنیه قومندان مل پاسوال توریالي بیا د ولایتي شورا او ځايي اوسېدونکو څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي چې په دغه جګړه کې یواځې ۲ د ملي اردو عسکر وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند یوسف احمدي هم رسنیو ته په لیږل شوي پیغام کې په نوبهار سیمه کې د یوه پوځي مرکز نېول تایید کړي او ویلي يې دي چې دوی د مقابل لوري شل تنه سرتیري وژلي او دوه زغروال موټر یې هم ورته ویجاړ کړي دي.

طالبانو د خپل اړخ د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

نوبهار د فراه ښار شمال لویدیځ لورې ته پرته ده او د پشترود ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ