د نن سرلیکنه

د حضرت صاحب دې په مخه ښه وي

نن ټکی آسیا – سرمقاله: تیره ورځ یوشمیر کورنیو رسنیو خبر ورکړ چې د  مشورتي لویې جرګې مشر  حضرت صبغت الله  مجددي  د کرزي له خوا د امنیتي تړون د نه لاسلیکولو له امله  له کابل څخه  د تر کیې په لوري هجرت  !!! وکړ.

ښاغلي مجددي د تیرې مشورتي لویې جرګې په وروستۍ ورځ له کرزي سره تر لفظې شخړې وروسته  پټکه وکړه چې که  هغه (کرزي) له امریکایانو سره امنیتي تړون لاسلکول وځنډوي نو دی (مجددي) به  له هیواده هجرت!!! وکړي .

ښاغلی مجددي چې اوس د ۸۷ کلنۍ په عمر شیخ فاني توب ته ورنیږدي شوی  ډیری وخت  یې پریکړې او تصمیمونه  همداسې طفلانه  وي  چې  اوس یې له همدې امله  د خلګو په منځ کې په یوه  ساده او هر حاله  شخص  شهرت پیداکړی.

حضرت صیب  د خپلې سادګې له مخې  په ټولو خلګو  ځان واجب الاحترام ګڼي او له  هرهغه چا تر ټولو ډیر خوشاله وي  چې  د ده  لاسونه ورښکل کړي .

نوموړی چې کله  په کال  ۱۳۷۱ هش کې   د تنظیمونو  ددوه میاشتني  اسلامي حکومت  د مشر په توګه کابل ته  راغی   د کابل په  پل چرخي سیمه کې ورته  د پخواني کمونیستي نظام  پوځي افسران  د  استقبال په نیت ولاړ ول ، او د هغوئ له جملې نه  جنرال اصف (دلاور)  د شړیدلي کمونیستي نظام    لوي  درستیز  د حضرت  صبغت الله مجددي لاسونه  د احترام په نیت ور ښکل کړل ، چې له  امله یې حضرت صیب ډیر خوښ او سمدستي یې  د کمونیستي رژیم ټولو  هغو پوځي جنرالانوته چې لاسونه یې د یونیم  ملیون  شهیدانو  په وینو سره ول عمومي عفو اعلان کړه .

 د طالبانو د حاکمیت په مهال هم  ښاغلي مجددي  له بي بي سي راډیو سره په  مرکه کې  طالبان  ستایلو  او د ستایلو لامل یې  دا  ښود چې هغوئ (طالبان)  د ده لاسونه ورښکلوي ، او مخالفین یې ټول د شراب و کباب   مینه وال  دي  چې  د حضرت  د درناوي هیڅ خیال نه ساتي . دتیرې مشورتي جرګې په ورستۍ غونډه کې  هم ښاغلی  مجددي د جرګې ګډونوالوته  وویل چې  کرزي  زما د زوي پرځای دی او هروخت  مي  د درناوي په نمت  لاسونه راښکلوي  ، خوخبره مي نه مني؛  ځکه  خو دی هم  له ډیرو ستونزو سره مخ وي .

حضرت صیب  له خپلې ټولې مبارزي  ،تصنعي دیانت  او جعلي روحانیت سره سره  د امریکایانو  په مینه کې دومره  مجذوب  اومدهوش دی چې  د اسلامي مصطلحاتو مفاهیم تري هیر شوي ، نوموړی وايي که کرزی له امریکایانو سره   د امنیتي تړون  لاسلیکول وځنډوي نو  دی مجبور دي چې هجرت وکړي ، هجرت کول اصلا یوه شرعي  فریضه ده  او هغه وخت پر مسلمانانو فرض کیږي  چې د کافرانو د تسلط  له امله  په خپل هیواد کې  اسلامي احکام  نشي عملي کولای .

خو حضرت صیب  په افغانستان کې د ۱۵۰۰۰۰  کفري ځواکونو د اشغال  په مهال  چې باید دیوه مسلمان  په حیث یې تري هجرت کړی وای   د هغوئ دبریالیتوب  لپاره  تصنعي استخارې کوي او  له هیواد څخه د هغوئ (کافرانو)  دوتلو په صورت کې بیا د خپګان  او احتجاج  په  ډول   تري هجرت !!! کوي  .

دا ډول اشخاص   چې  نوم ، جامه او بڼه یې  دمسلمان  خو   د ورځني فعالیت  ثمره یې دکفر په ګټه وي  چې څومره له هیواده لیري وي همالته ښه وي  ، پښتانه وايي سپی هم په صحرا  . . . يې هم په صحرا .

افغانستان  دمسلمانانو هیواد  او د مسلمانانو په قربانیو او سرښندنو به  د اجنبي کافرانو له اشغال او  یر غل نه ساتل کیږي  ، د  صبغت الله مجددي او نورو  هغو ضمیر پلورونکو شخصیتونو شتون او نه شتون  ته  چې  اسلام ، جهاد او روحانیت  یې د مادياتو دترلاسه کولو وسیله  ګرځولی وي هیڅ  اړتیا نه لري .

په پام کې ده چې حضرت صبغت الله مجددي به له ترکیې وروسته  ډنمارک هیواد ته هجرت !!! کوي  چې ټول  آزادي غوښتونکي  افغانان  د نوموړي  د دغه سفر له  امله  ورسره  په مخه ښه وايي او بیادي خدای  له افغانستان او افغانانو سره  په ژوندون  سترګې نه لګوي . آمین

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x