شعـــــرونه

پخپل ديګلي کي پاخه دروغ

داڅه وينم دا څه اورم  دا څه وايي
دا اوس بد وايي ملګروکه ښه وايي

وايي څوک مي په پردو وطن نه پلوري
له هغوى څخه هجرت کړم  هغه وايي

تېرژوندون يې اکثريت په دين کي تېرسو
اوس چي مړيني ته قريب شونورڅه وايي

دخداى پاردى دا اوس څه ليونتوب ونيو
دښمن دوست بولي هرچاته دغه  وايي

له نفرت نه يې خواږه ويل هېرشوي
بس درګرد خپله وينا کي ترخه وايي

دآشنازړه کي ځاى کم شو نورڅه ندي
چي دزړه پټي خبرې په خوله وايي

لاترڅوبه لغړن خبرونه اورو
لاترڅوبه موداژبې حق نه وايي

دلاس پوڅو رسنيوکارمعلوم دى
خپل دروغ پخپل ديګلي کي پاخه وايي

دالهام شعر مي څه ناڅه خوښيږي
وغازيانوته غزل کي درانه وايي
2013/11/29

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x