کور پاڼه / د نن سرمقاله / په کندوز ښار کې د جګړې په پنځمه ورځ د طالبانو مقاومت څه په ډاګه کوي؟!

په کندوز ښار کې د جګړې په پنځمه ورځ د طالبانو مقاومت څه په ډاګه کوي؟!

نن ټکی اسياـ سرليکنه

له تیرو ۵ ورځو راهسي د کندوز ښار د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د خونړیو جګړو ډګر دی .

په دې جګړه کې تر اوسه پوري د ښکیلو لورو پر تلفاتو سر بیره ولسي خلګو ته هم د سر اومال درانه تاوانونه اوښتي دي. د کندوز د جګړې په لومړۍ ورځ د ملګرو ملتونو استازي ویلي و چې په ښارکې د جګړې دوام کندوزیان له یو بشري ناورین سره مخامخ کوي، ریښتیاهم چې اوس هلته بشري ناورین رامنځته شوی، ولسي خلګ چې ډیری يي ښځې او ماشومان دی د دواړو خوواو ترمنځ په جګړه کې ګیر پاتې دي.

په ښار کې د خوراکي توکو د کمښت له وجې هغوي له سختو ستونزو سره مخ دي ، د جګړې له امله د بریښنا او اوبو رسولو سیستم کاملا فلج شوی ، روغتونونه او صحي مراکز د دارو درملو له نشتون سره مخ دي او …

د خبري رسنیو د خبر له مخې دا دوهم ځل دی چې طالبان د ښار مرکز د ترافیکو چوک ته رسیږي او د ښار ډیرې سیمې یې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

د کندوز دولتي چارواکي اود دفاع او داخله وزارت لوړ پوړي مسؤلین د کندوز ښار د دغه بوږنوونکي وضعیت په اړه له رسنیو سره د مخامخ کیدو جرآت هم بایللی.

دا دوهم ځل دی چې په تیر یوه کال کې کندوز ښار له داسې ناورین سره مخ کیږي.

هیڅوک د کندوز د دغه بد وضعیت په اړه د مسؤلیت احساس نه کوي ، دا یواځې کندوز نه ؛ بلکې د هلمند لښکرګاه ، د بغلان پلخمري ، د فراه او فاریاب ولایتونه هم له عین مشکل سره مخ دي .

هلته په تشکیلاتي لحاظ په لس ګونو زره دولتي سر تیري، کومنډويي ځواکونه او د هغوی بهرني مشاورین شتون لري ، خو له ښارونو څخه د څوتنو غیر مجهزو طالبانو په مقابل کې د دفاع توان نه لري.

په کابل مرکز او ټول هیواد کې د دغسي بحراني وضعیت تر رامنځته کیدو وړاندې نور باید ګډ حکومت د واقعیت په منلوسره نه نړیواله ټولنه او نه هم خپل ولس اغفال کړي ، هغوی باید دا خبره ومني چې دوي ولسي مشروعیت او حمایت له لاسه ورکړی، که داسې نه وي ولي نن په کندوز ښار کې لسګونه زره دولتي پوځیان چې بهرنی هوايي او ځمکنی ملاتړ هم ورسره دی د مجهزو محاربوي وسائلو له موجودیت سره سره د ښار له کوڅو څخه د څوتنو نسبتا خالي لاسو طالبانو له ایستلو څخه ناتوانه دي؟


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ