کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / د یرغل د بګۍ افغاني ټټوګان وپیژنئ
Arg masjid

د یرغل د بګۍ افغاني ټټوګان وپیژنئ

قاري حبیب

نن په افغانستان د امریکا د یرغل پنځلس کاله پوره شول.د افغانستان د تاریخ د دې تورې ورځې په رارسیدو په رسنیو کې بیلابیلو تبصرې او لیکنې لیدل کیږي.زما په نظر په دې مناسبت یوه مهمه موضوع چې تاریخي  اهمیت لري داده چې ددې ستر جنایت( په افغانستان د امریکا یرغل) افغاني اشرباڼي او هغوی چې امریکایان یې په خپلو اوږو سپاره راوړل، له هغوی سره یې د هیواد په اشغال کې مرسته وکړه او په افغانستان د امریکایي صلیبي یرغل په لړ کې هر یوه د شاشجاع او ببرک کارمل رول اداء کړ. باید چې هر یو یې وپیژنو، په یاد یې ولرو او راتلونکي نسل او تاریخ ته یې په ګوته کړو. ترڅو رانه ورک نه وي او نه یې بیا د اولس او تاریخ له محاکمې ځان ژغورلی وي.

مشهوره ده وایي افغانستان بې دوسیې ملک دی. یعني کوم محفوظ ارشیف او ریکارډ نلري هرچا چې هر څه وکړل څه وخت وروسته په خپلو ټولو جنایاتو پښیمانه وي او ځان سپینه پرښته بولي. همدا لامل دی چې نن سبا حامدکرزی هم ځان د امریکا دښمن بولي او ځینې خلک یې په دې اوتوبوتو غولیدلي هم دي.په دې لنډه لیکنه کې د امریکایي یرغل د بګۍ سرکرده ټټوګان درپیژنم. هغوی چې په مټو یې امریکایي کفار زموږ په شهیدپال هیواد مسلط شول او زموږ مجاهد اولس ته یو بل اوږد استعمار او د ازادۍ سخته جګړه ور له غاړې شوه.

رښتیا خبره دا ده چې که له امریکایي کفارو سره د افغاني منافقینو همکاري نه وای هیڅکله یې دا جرأت او توان نه درلود چې د مسلمان په وطن داسې زړور یرغل وکړي. هغه شاعر رښتیا ویلي:

دښمن په زوره ننوت په کور د مسلمان ———– خو دغه کار یې هم وکړ په زور د مسلمان

د۲۰۰۱ میلادي کال د سبتمپر په ۲۶ مه دچهارشنبې ورځ، غرمه دوولس بجې وې ، چې دسي آی اې لومړۍ روسي ساخته چورلکه چې دهمدې ادارې یو ۵۹ کلن لوړرتبه افسر ( ګاري شرون )  په کې سپور و، دمغرور هندوکش  دانجمن له غاښي واوښته  او دپنجشیر په خوا یې پرواز  ته ادامه ورکړه ، ګاري شروین دخپلو پښو ترمنځه  یو فلزي بکس ایښی و چې دری میلیونه ډالر په کې پراته وو، نوموړی روان وو ترڅو په دې پیسو په پنجشیر کې جنګیالي رانیسي، چې دامریکایي یرغل لپاره دمقدمة الجیش رول ادا کړي .

انجینر عارف سروري

انجینر عارف سروري

انجنیرعارف

انجنیر عارف د شورای نظار د استخباراتو مسؤل و. ګاري شرون لومړنۍ لیدنه له ده سره وکړه.انجنیر عارف ته یې پنځه لکه ډالر ورکړل او په مقابل کې هغه د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.له امریکایي استخباراتو سره د انجنیر عارف لومړنۍ همکاري دا وه چې د خپلو استخباراتي کسانو په ملتیا یې د یوه امریکایي ځانګړي ټیم چې د سټان په نوم د جي پي ایس ماهر یې مشري کوله،د کابل په شمال کې یې د طالبانو ټول جنګي خطوط،مورچې او سنګرونه د جي پي ایس په توسط په نښه کړل ترڅو امریکایي الوتکې ورباندې دقیق بمبار وکړي.

انجنیر عارف د شورای نظار ټوله استخباراتي شبکه د سي آی اې خدمت ته وقف کړه.دوی په یوه میاشت کې ( د سبتمبر له ۲۷ د اکتوبر تر ۲۶ مې پورې) د سي آی اې لپاره تر ۴۰۰ زیات څارګر راپورونه تیار کړل چې د سي آی اې د ټیم لخوا امریکا ته لیږل کیدل.

fahim tiredمحمد قسیم فهیم

قسیم فهیم هم هغه کس و چې په امریکایي یرغل کې یې خپله ونډه په اخلاص ترسره کړه. ګاري شرون له نوموړي سره د سبتمبر په ۲۷ د پنجشیر په بازارک کې ولیدل.فهیم ته یې یو میلیون نغد ډالر ورکړل او هغه په مقابل کې د هر راز همکارۍ ټټر وواهه.فهیم موافقه وکړه چې د شمالی د جنګي خط مسؤل بسم الله خان ته به قومنده ورکړي چې د سي آی اې له ټیم سره هر راز همکاري وکړي. فهیم دیرش تنه جنګیالی د سي آی اې په واک کې ورکړل ترڅو یي د جاسوسانو په حیث وروزي. فهیم په ډیره تلوسه له امریکایانو پوښتل چې : ( جګړه کله پیلیږي ؟ تاسې به کله رارسیږئ ؟ امریکا به اصلي یرغل کله شروع کوي ؟)

ustad sayyafاستاد سیاف

ګاري شرون په خپل کتاب کې لیکلي چې دوه ورځ بعد د سبتمبر په ۲۹ مه یې د پنجشیر په ګلبهار کې له سیاف سره ملاقات وکړ. سیاف ظاهرا داسې مفخم ښکارېدو لکه د ایران مشر آیت الله خمیني چې وي. مګر په عمل کې د امریکا دښمن نه بلکې دوست و.ګاري شرون سیاف ته یو لک ډالر ورکړل او سیاف په مقابل کې وعده وکړه چې د القاعدې د یوه مشر ایمن الظواهري په له منځه وړلو کې به له امریکا سره مرسته کوي.

وروسته چې د امریکایانو لخوا د افغانستان په مختلفو برخو کې د طالبانو خلاف د جګړې پیلولو تقسیمات وشول. سیاف ته د سي آی اې لخوا د افغانستان ختیځ ولایتونه او کابل ته د نږدې سیمو مسؤلیت سپارل شوی و خو د طالبانو په لاس د قومندان عبدالحق اعدام سیاف دومره وویراوو چې د سي آی اې له هرڅومره په شا ټپولو سره یې هم جرأت ونکړ چې د افغانستان ختیځ ته لاړ شي او د امریکا د ځمکني جنګیالي رول اداء کړي.

dr abdullahډاکټر عبدالله

ډاکټر عبدالله د مسعود ترجمان او د مسعود په ټولو استخباراتي لوبو کې دخیل سړی و. ګاري شرون وایي مسعود چې له وژل کیدو څو میاشتې وړاندې په پاریس کې د فرانسې داستخباراتو میلمه و ډاکټر عبدالله یي د ترجمان رول اداء کاوو.له قسیم فهیم سره د ملاقات په مهال ډاکټر عبدالله د فهیم د ژباړن رول اداء کاوو.خو څرنګه چې د ډالرو په ویش کې نوموړي ته برخه نه  وه رسیدلې د اکتوبر په ۱۷ ډاکټر عبدالله له ګاري شرون سره د پنجشیر په استانه کې د ملاقات غوښتنه وکړه. د ملاقات په مهال ډاکټر عبدالله وویل چې د پنجشیر خلک ډیر غریبان دي باید مرسته ورسره وشي، ګاري شرون ډاکټر عبدالله ته دوه نیم لکه ډالر ورکړل. عبدالله ګاري شرون ته وفهموله چې قسیم فهیم یوازې پوځي مشر دی او سیاسي واک له دی سره دی. او دی حاضر دی چې له امریکایانو سره په سیاسي برخه کې هر ډول همکاري ترسره کړي.

Amrullah_Salih_And_Dr_Abdullah_Abdullahامرالله صالح

امرالله صالح له ډير پخوا له امریکایي استخباراتو سره اړیکي درلودې.نوموړی د سي آی اې لخوا روزل شوی او د مسعود تر څنګ یې د یوه فعال امریکایي جاسوس په حیث دنده اجراء کوله.

نوموړي  په خپله اوږده لیکنه ( پس از مسعود) کې له دې رازه پرده پورته کوي چې نوموړي د امریکایي یرغل په لومړیو شیبوکې عملا دسي آی اې لپاره دیوه جاسوس او اطلاعات راټولوونکي ډلې دمشر په صفت کار کوو ، ځکه په یوه ټیلفوني مکالمه کې د سي ای اې امریکایي استازی ( فل ) صالح ته وایي چې نور ددې ضرورت نشته چې دپخوا غوندې استخباراتي معلومات لومړی تحلیل او کره کړی او بیا یې موږ ( امریکایانو ) ته مخابره کړئ ، څرنګه چې وضعیت اضطراري دی ، نوښایي چې هرډول استخباراتي معلومات راټول کړئ او پرته له لاس وهنې  یې عجالتا سي آې اې ته مخابره کړئ  صالح وایي فل  راته وویل  (دولت امریکا از شما می‌خواهد هر نوع اطلاعی که در اختیار دارید- یا به‌دست می‌آورید- با ما شریک سازید. من تکرار می‌کنم هر نوع اطلاعی که دارید با ما شریک سازید. خواهش ما این است که از تحلیل اطلاعات ابا ورزید. هرچه را که می‌شنوید و به‌دست می‌آورید، به‌صورت خام و دست‌نخورده، با ما شریک سازید. دیگر در آن حالت عادی قرار نداریم که اطلاعات پروسس‌شده را ترجیح دهیم. حتا تبصره‌هایی که توسط مردم عادی در افغانستان می‌شود یا در دفاتر طالبان یا در صفوف جنگی آن‌ها صورت می‌گيرد، برای ما اهمیت دارد ( پس از مسعود )

صالح وروسته د ګاري شرون د ټیم ملګری شواو د کابل له سقوط وروسته له امریکایي استخباراتي ټیم سره یو ځای کابل ته داخل شو.امرالله صالح لیکلي چې کابل ته په داخلیدو مو لومړی شپه له امریکایانو سره په اریانا هوټل کې تیره کړه.چې دې هوټل امریکایانو ته خوند ورکړ او بیا دا ځای سي آی اې د خپل مرکز په حیث انتخاب کړ.

Gen-Bismillah-Mohammadiبسم الله خان

بسم الله خان چې په بسم الله محمدي سره هم شهرت لري د امریکایانو یو اخیستل شوی او کرایي اجیر و چې د کابل د شمال په خطوطو کې یي د امریکایي الوتکو تر سیوري لاندې د ځمکنیو عملیاتو مشرتوب په غاړه درلود.

د امرالله صالح د لیکنو له مخې د امریکایي پوځیانو یوه ټولي د ډګروال هاس تر مشرۍ لاندې د بسم الله خان سره اوږه په اوږه د کابل په شمال کې د ځمکنیو عملیاتو د مخته وړلو مسؤلیت درلود.له دوی سره د امریکایانو ځانګړي استخباراتي کسان هم و چې الوتکو ته یې د طالبانو د مورچو کوردینات ورکول.دوی چې د څو اونیو بمبار په توسط ونه توانیدل د طالبانو جنګي خط مات کړي.بیا د ټلوالې عمومي مشر برهان الدین رباني له امریکایانو غوښتنه وکړه چې په افغانستان لوی لوی بمونه وغورځوي تر څو د طالبانو مقاومت مات شي.

بسم الله خان د کابل له نیولو وروسته په توره بوړه کې هم له امریکایانو سره په اوږه په اوږه د مجاهدینو په خلاف وجنګېد او یو بل ملګری یې قومندان ګل حیدر له خپلو ملیشو سره د پکتیا په شاهیکوټ کې د یرغلګرو امریکایانو لپاره د ځمکنیو ملیشو رول اداء کاوو.

hamid_karzai_حامد کرزی

حامدکرزی چې په دې ورځو کې ځان د امریکا د مخالف په بڼه کې ظاهروي. باید هیر نکړو چې د امریکایي یرغل د لومړنیو پیش خدمتانو څخه دی چې حتی د سبتمبر له پیښې ډیر وخت مخکې یې لا له امریکایانو سره تار درلود او په اسلام اباد کې د امریکا له سفارته یې معاش اخیست.

په اسلام اباد کې د سي آی اې د دفتر مشر رابرټ ګرینر په خپل کتاب کې لیکلي چې د سبتمبر له پيښې وړاندې د ۲۰۰۱ م  کال په اګست کې د حامدکرزي کسانو په کندهار کې د طالبانو په خلاف هغه شب نامې خپرې کړې وې چې د سي آی اې لخوا ورته برابرې شوې وې.

د سبتمبر له پيښې وروسته حامدکرزی له لومړنیو کسانو و چې د امریکايي یرغل لپاره دخدمت او حتی په دې لار کې د خطر منلو ته یې اماده ګي وښوده. هغه د سي آی اې له کسانو سره له کتنو او پروګرام جوړولو وروسته د افغانستان داخل روزګان ته لاړ او هلته یې د طالبانو په خلاف د بغاوت بیرغ پورته کړ.

له حامدکرزي سره امریکایانو د هوا له لارې د وسلو،خوراکي  موادو او پیسو مرستې کولې وروسته یې د فاکس تروت په نوم یو ځانګړی استخباراتي ټیم چې د ګریک په نوم امریکایي یي مشري کوله روزګان ته ولیږه ترڅو د کرزي ساتنه وکړي. کرزی د طالبانو له سقوط وروسته بالاخره په امریکایي ټانګ کې سپور د کندهار ښار ته داخل شو.

ګل اغا شیرزیګل اغا شیرزی

رابرټ ګرینر په خپل کتاب کې لیکلي چې په افغانستان له حملې څو ورځې وروسته زه د سي آی اې له دوو نورو کسانو مارک او ګریک آر سره کوټې ته لاړم او د ګل اغا شیرزي او د هغه له وراره انجنیر یوسف پښتون سره مو ولیدل. دوی له موږ نه غوښتنه وکړه چې وسلې او امکانات ورته برابر کړو تر څو له امریکایي هوایي بریدونه سره هم مهال په طالبانو ځمکني عملیات شروع کړو. له دې وروسته ګل اغا شیرزي او ملګرو یې چې انجنیر یوسف، اکرم خاکریزوال او خالد پښتون هم په کې وو رسما یې د سي آی اې په ملاتړ د جګړې لپاره اماده ګي پیل کړه.

ګل اغاشیرزي او انجنیر پښتون د اکتوبر په ۲۹ په اسلام اباد کې د امریکایانو له عمومي قومندان جنرال ټومي فرانکس سره هم مخامخ ملاقات وکړ. وروسته د دوی لپاره له پاکستان څخه وسلې واخیستل شوې اود بولدک له لارې افغانستان ته واوښتل. له دوی سره د ایکو په نوم د سي ای اې ځانګړی ټیم هم ملګری شو چې د کندهار د نیولو تر وخته ورسره و او د طالبانو سره د جګړو په مهال یې امریکایي الوتکو ته کوردینات ورکول.

dostumعبدالرشید دوستم

امریکایانو د جنوب په شان په شمال کې هم یو شمیر قومندانان د ځمکنیو ځواکونو په حیث استخدام کړي وو. رشید دوستم د امریکایانو په لارښوونه د دره صوف په لوړو ساحو کې خپل کسان راټول کړل چې د الفا په نوم د سي آی اې ځانګړی ټیم هم ورسره ملګری و. دوی د دره صوف په ساحه کې دطالبانو په جنګي کرښو بریدونه کول.هغه مهال چې امریکا له ازبکستان څخه د خان اباد قرشي هوایي اډه کرایه کړې وه  دوستم ته له همدې اډې څخه امریکایانو وسلې،خوراکي مواد، پیسې او حتی د آسونو لپاره واښه اورشقه هم په ځانګړو پراشوټي بستو کې رسول. ګرینر په خپل کتاب کې د هغه خندونکې تصادف کیسه هم کړې چې د دوستم د آسونو رشقه یو ځل ګل اغا شیرزي ته د خوراکي موادو په نوم پراشوټ شوې وه.

دوستم وروسته په مزار کې هم د طالبانو خصوصا د بهرنیو مهاجرینو او مجاهدینو په قتل عام کې له امریکایانو سره ډیره مرسته وکړه.د سي آی اې مامورین مایک سپین او ډیوډ ټایسن هغه کسان و چې د قلعه جنګي د قتل عام په طراحي کې د جنرال دوستم په شمول ورته د مسؤلیت ګوته نیول کیږي.

atta noorعطاء محمد نور

د دوستم تر څنګ د بلخ په مربوطاتو کې د امریکایانو بل ګوډاګی عطامحمد نور و .ګاري شرون په خپل کتاب کې له امریکایانو سره د عطامحمد نور د تلوسې په اړه لیکلي: د اکتوبر تر اولسمې د سي آی اې هغه ټیم چې باید له قومندان عطاء محمد نور سره ملحق شوی وای لا افغانستان ته نه وو راغلی ، په دې باندې عطامحمد نور سخت خفه و، او نږدې و چې دخپلې غوسې دښکاره کولو لپاره له دوستم سره جنګ وکړي ، موږ دعطامحمد نور دخوشاله کولو لپاره دنوموړي لپاره  ۲۵۰ زره  ډالره بېل کړل او د اکتوبر په ۱۷ مو دپنجشیر په استانه کې قسیم فهیم ته ورکړل ترڅو یې عطامحمد نور ته واستوي .وروسته د (برېوو) په نوم استخباراتي امریکایي ټیم له عطاء محمد نور سره یوځای شو.عطامحمد نور او دوستم د بلخ په دره صوف کې په طالبانو بیا بیا بریدونه وکړل خو کوم پرمختګ یې ترلاسه نه کړ. طالبانو د دره صوف په جبهه کې تر ټولو سخت مقاومت کاوو. په دې جبهه کې د طالبانو جنګي لیکې له هغه وروسته ماتې شوې چې امریکایانو ورباندې سږي چاودونکي زهري بمونه واورول او هغوی یې له یوې مخې قتل عام کړل.د دره صوف د جنګی خط ماتیدل د طالبانو د شاتګ پیل و چې ورپسې له تخار او په تعقیب یې د کابل له دفاعي کرښو هم طالبان په شا شول.

Visiting Afghanistan's second vice presiکریم خلیلي

کریم خلیلي ته په بامیانو کې د ځمکني ځواک او د طالبانو په خلاف د جګړې مسؤلیت سپارل شوی و. له نوموړي سره د دلتا په نوم د سي آی اې ځانګړی ټیم فعال و چې امریکایي الوتکې یې رهبري کولې. خو کریم خلیلي چې له طالبانو یې سخته ویره درلوده تر پایه یې دا زړه ونه کړای شو چې د طالبانو په خلاف کوم مؤثر عملیات ترسره کړي. نوموړی له هغه وروسته په بامیانو ښار حاکم شو چې طالبانو دغه ښار پریښود او له سیمې ووتل.

په شیعه ګانو کې د امریکا نور د پام وړ غلامانو له جملې محمد محقق د یادولو وړ ده ، چې دسرپل په بلخاب کې یې دطالبانو په خلاف دبرید مرکزیت جوړ کړی و اوپه  مختلفو جبهو کې دامریکایانو په ګټه وجنګېد، د پروان په شیعه میشتو سیمو کې مصطفي کاظمي او سید حسین انوري هم له امریکایانو ډیرې نقدي مرستې او پراشوټي اکمالات ترلاسه کړل. دسید حسین انوري په اړه ویل کیږي، چې نوموړي  دلوګر او ګردیز په شیعه ګانو کې له خپل نفوذ په استفاده  دامریکایي ډالرو په  توسط ګڼ جاسوسان کرایه کړي و، ترڅو سي آی اې ته په جنوب ختیځ کې دطالبانو جاسوسي وکړي، دهمدې فعالیت له امله  په همدې حوزه کې ډیر طالبان او عرب  مجاهدین هم دامریکایانو لخوا شهیدان او یا ونیول شول .

ismail_khanاسمعیل خان

دافغانستان په لویديځ کې د امریکایانو د یادولو وړ ګوډاګی تورن اسمعیل خان و د امریکایانو لخوا د لیکل شویو کتابونو دمعلوماتو له  مخې نوموړي په دې شپو ورځو کې دافغانستان په غرب کې دایران دپولې په سل کیلومترۍ کې پټ و چې وروسته ورسره دسي آی اې د ( چارلي ) په شفري نوم استخباراتي ډله ملګرې شوه، ترڅو دطالبانو په ضد جګړې ته یې وهڅوي.

په اسمعیل خان سربیره  دغور په جنوب او پرچمن ولسوالۍ کې  د ډاکټر ابراهیم غوري کسانو دامریکایي الوتکو په سیورې کې په طالبانو عملیات کول او  شمال ته  دکوهستاناتو په ساحه کې قومندان احمدخان مرغابي په فاریاب کې دطالبانو په خلاف په فعالیت بوخت و، چې امریکایانو ورته د دلالانو له لارې ډالر او دپراشوټ په واسطه  وسلې، خوراکي توکي او د آسونو اوبه او واښه رسول .

abdul haq qomandanقومندان عبدالحق

د ( جنګ اشباح ) کتاب لیکي چې عبدالحق چې له ډیر پخوا یي  دبرتانوي استخباراتو MI-6  سره کار کاوو ، د ۱۹۸۱ کال په می کې  د سي آی اې له یوه افسر  هاورډ هارټ سره شناخته شو او له هغه مهال یې دامریکا لپاره کار پیل کړ ، عبدالحق  چې دسبتمبر له حملې وړاندې یې په دوبۍ کې تجارت کاوو، کله چې امریکا په افغانستان دبرید لپاره تابیا نیوله یو ځل بیا امریکایانو استخدام کړ، ترڅو دافغانستان په ختیځ کې دامریکا لپاره کار وکړي ، امریکا عبدالحق ته پیسې ورکړې ، خو یوازې ددې لپاره چې له طالبانو وروسته  په ختیځ کې دامریکا په ګټه دقدرت خلا ډکه کړي ، ځکه امریکایان پوهیدل چې نوموړی دومره توان نلري چې دطالبانو په ضد بغاوت وکړي او هغوی رانسکور کړي .

خو عبدالحق دامریکایانو مشوره بابیزه وبلله  او د اخلاص ښکاره کولو لپاره  په خپل سر له خپلې نولس کسیزې ډلې سره افغانستان ته روان شو، نوموړی دلوګر په ازره کې طالبانو ونیو او دامریکایانو دهمکارۍ په جرم یې اعدام کړ  امریکایانو دنوموړي دخلاصون هڅه وکړه او یوه بي پیلوټه الوتکه یې هم سیمې ته ولیږله ، خو ګټه یې ونه  کړه.

یو شمیرنور شاشجاعان

یاد شوي کسان زیاتره هغه خلک و چې د امریکایي یرغل په پرمخ وړلو کې یې تر نورو ډیر مسؤلیت منلی و او له امریکایانو سره یي مخامخ روابط درلودل تر دې چې د ورسره امریکایي مشاورینو په حکم او فرمان یې حرکت کاوو. له دوی ماسیوا نور هم ډیر داسې د منځنۍ یا ټیټې سطحې قومندانان وو چې د امریکایي الوتکو په سیوري کې د خپل دین او اولس په ضد وجنګېدل او دخپل مور وطن په ضد یې د متجاوز غلیم ملګرتیا وکړه.

د بیلګې په توګه  د شمالی ټلوالې په اړخ کې دفرخار جبهه او دتخار دنیولو مسؤلیت  قومندان داود داود ته سپارل شوی و، دنوموړي ملاتړ ته د مولاناسیدخیلي او قومندان ګدا پنجشیري په مشرۍ څو زره اضافه ځواکونه هم له پنجشیر څخه لیږل شوي وو چې خواجه غار په مربوطاتو کې یي د امریکایي بمبار سره هم مهال په طالبانو بریدونه کول. دکوکچې په بله غاړه په شمالي تخار کې  مطلب بېګ ، پیرم قل ، کبیرمرزبان ، پیرمحمد تالقاني، بشیر چاه آبي  او ځیني نور جګړه مار قومندانان امریکایانو  په دې ګومارلي و تر څو له امریکایي بمبار سره هم مهال د طالبانو په دفاعي مورچو هجوم وروړي.

د پکتیا په ساحه کې پاچا خان ځدراڼ  د طالبانو له وتلو وروسته د خوست ولایت ونیو او بیا یې زوی عبدالولي ځدراڼ د شاهیکوټ په جنګ کې له امریکایانو سره په یوه مورچل کې د مجاهدینو په ضد وجنګېد.په ننګرهار کې حضرت علي او زمان غمشریک د امریکایانو په ټونګ د طالبانو په ضد بغاوت وکړ او وروسته د امریکایانو رسمي ملګري شول.د نیمروز په ساحه کې مشهور قاچاقبر جمعه خان بلوچ او عبدالکریم براهوي له امریکایي استخباراتو سره په رابطه کې و. ګرینر په خپل کتاب کې لیکلي چې دوی امریکایانو ته ویلي و چې په ریګستان کې له هغه هوایي ډګر څخه د حملو لپاره استفاده وکړي چې عربو ښکاریانو جوړ کړی و.

یاد شوي کسان او ځيني نور د تاریخ هم هغه تورمخې څیرې دي چې په اخروي مختورۍ علاوه یې په دنیا کې هم خپل اولس او تاریخ ته مخ تور دی ځکه دوی د اولس غداران او د خپل وطن او عقیدې پلورونکي دي.

په دې لیکنه کې د لاندې کتابونو له معلوماتو استفاده شوې.

ورود اول – ګاري شرون

بوش په جنګ کې –  باب ووډ

د فضیلت سزا  –  سارا چیس

جنګ اشباح –  سټیو کول

کرزی –  نیک بي مایلز

۸۸ ورځې تر کندهاره –  رابرټ ګرینر

پس از مسعود  –  امر الله صالح


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

2 تبصرې

  1. عبدالقدیر مهمند

    بسم الله الرحمن الرحیم
    هموطنان عزیز، زرخریدگان سیاه یعنی (شغالان ناکس) شکم پُنداده گان بد رگان سگ های خوک صفت حرامزاده های آخرزمان معلومدار نمایانست و هم آزادی خواهان مقاومت ملی مجاهدین/طالبان (شیران سرکش) مانند آفتاب همه شان نمایان شده است در پیش ملت ما؟
    من از شروع جهاد سال ۱۹۷۸ من تا اکنون داخل جزئیات و مشاهد حوادث وطن عزیز خود بوده و می باشم این که چه کسی در کجا چه عمل را انجام داد دقیقآٌ اطلاع معلومات دارم که کی قهرمان ملی است و کی خائین ملی، کی فاحشه سیاسی، کی رقصنده صلیبی، کی رقصنده هيرا مندي پنجابی، کی ترجمان، کی دلال، دله، دیوث ملی و کی «مجاهد فی سبیل الله شاگرد رسول الله» می باشد
    درین جهاردهه همه ما افغانها را الله سبحانه و تعالی غلبیل نمود دانه های پوچل سبک کوچک رقصنده های سیاسی جهاد فروشان پائین افتادند اما الحمدلله دانه های بزرگ که ایمان قوی دارند هنوز هم در بالای غلبیل مقاومت میکنند مانند آزادی خواهان مقاومت ملی مجاهدین/طالبان سربکف که (شیران سرکش) و باشندگان اصلی افغانستان هستند.
    دانه های کوچک اراذل(شغالان ناکس)که از غلبیل پاٍین افتاده اند مانند خلقی های رذیل پرچمی های پست و از همه پست ترین بد ترین شان همین اخوانی نماهای شیطان پرست یعنی (جهاد فروشان هفتگانه پشاور جمعیت حزب و هشتگانه رافضی ایران) که حالا اکثریت این ارذل در زیر رکاب و موزه اشغالگران صلیبی سگ دوی میکنند و در دستر خوان فرعونیان شکم پندانده اند و حالا در اداره دست نشانده حکومت مادر خطا ها حالا بردگی بندگی غلامی میکنند!
    من از دیگان های (شغالان ناکس) شورای نظار،غلام بچه های مهاجرین کولابی و پنجابی های پاکستانی که حرامزاده های انگلیس، هیرا مندی روسپی لاهوری که در آنطرف سرحد، بالای مهاجرین افغانهای ما ظلم میکنند، و مغوُلی های بقایائ چنگیز شیعه های رافضی یعنی از دین دور شده گان ما گله نداریم، درد دل و گله ما از یکعده پشتونهای خود فروخته شده برهنه صورت های که (مقعد) شان دست خورده دلال، دله، دیوث ووووو استند ما گله از این خبیث ها داریم که چرا بخاطر چند دالر ناموس فروشی دین فروشی وطن فروشی وغلام غلامان شده اند ؟؟؟.

    پای در زنجیر پیش دوستان =+= به که با بیگانگان در بوستان
    نیاید نیکوکاری از بد رگان = += محال است دوزندگی از سگان

    حالا وقت آنست که اکثریت نادان، از خواب گران بیدار شوند با آزادی خواهان مقاومت ملی مجاهدین/طالبان سربکف (شیران سرکش) که شاگردان حقیقی محمد صلی الله علیه وسلم هستند متحد شوند و این اقلیت خائین فاسقین مفسدین فی الارض را سرها یا دست پای های شان را ببرند بعد از محکمه علنی ملت.

    زن بد در سرای مرد نکو =+= هم درین عالمست دوزخ او

    بچه های بدون جوهر (مقعد) دست خوردگان افغان
    هستند حالا در زیر رکاب موزه صلیبی اشغالگران
    میکنند سگ دوی در زیر پاشنه عسکران خارجیان
    این اراذل چرا شده اند فاحشه های سیاسی آخرزمان

  2. عبدالواحد اڅګزۍ

    خداتعلی ج په قرآن کریم کی فرمایی دادنیا ښایست دپیسودیروالۍ داولادو ډیروالۍ او یودبل سره پخر کول دی مثال یی داسی دۍ لکه یو بزګر چه پخپل زرغونه کښت خوشحاله وی بل آخر هغه کښت حاصل ته ورسیږی ژړسی بل آخر پروړل سی لاکن آخرت سخت عذاب اویادالله رضایت دۍ چه دهغو دپاره جنت دۍ نودمنافقینو ډالرخلاسیږی او عمر دمنافقینو هم ورسره خلاصیږی ربانی څه سو مسعور څه سوفهیم څه سو دالله بدبختان دی دشیطان پرقدم روان دی پرهر چادادنیا تیریږی کفن جیب نه لری چه څه ورسره یوسی کرزی نیم قندهاررانیولۍ دۍ دغریبانو حقوق یی غصب کړی دی فکرکوی چه دالالږدی داتنها دشیطان خطایستل دی داتریوفقیرهم بدبخته دی ددوی په ذهنو کی الله حق باطل اوباطل حق جوړکړی دی الله ج دی مو ددوی له حاله وساتی