نړۍ

په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو د کشتۍ د ډوبیدو له امله ۴ تنه مړه شوي دي

turkia shepد ترکيه د بالکیسیر ولایت په سواحلو کې د ناقانونو کډوالو د کشتۍ د ډبیدو له امله د یو ماشوم په ګډون ۴ تنو ژوند له لاسه ورکړ او ۸ تنه نور ټپیان شول.

ویل کیږي د انساني قاچاقبرانو ۱۳ تنه ناقانونه کډوال یونان ته د تیرولو په موخه په یوې زړې کشتۍ کې کینولي وو چې کشتۍ د حرکت نه یوه لنډه موده وروسته ډوبه شوه.
د پیښې سیمې ته ترکيې د سمندري ځواکونو د ژغورنې ډله ورورسیده او ۹ تنه يي وژغورل. د ویلو ده چې پدې غمجنه پېښه کې د یو ماشوم په ګډون ۴ تنو مړي وموندل شول.
د یادولو وړ ده چې د ترکیې او نړۍ په سمندرونو کې وخت نا وخته دا ډول پیښې رامنځته کیږي او د افغانانو په شمول ډیری ناقانونه کډوال چې اروپا ته د تلو په هیله راوتلي؛ د سمندري کبانو خوراک کیږي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x