کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / په لښکرګاه کې دننه طالبانو نور پرمختګ کړی
lashkarga1

په لښکرګاه کې دننه طالبانو نور پرمختګ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۵ل): له برايي شپې راهیسي د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې شدیده جګړه روانه ده او د وروستیو راپورنو پر اساس د ښار په دریمه حوزه کې څلور پوستې طالبانو نیولي دي.

په هلمند کې له څو ورځو راهیسي تلیفوني شبکې کار نه کوي، چې له امله یې د جګړې دقیق معلومات پر وخت نه کیږي.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچیني وویل چې طالبانو د بولان سیمه نیولې او د بشران په نامه سیمه کې هم پرمختګ کړی او جګړه لا روانه ده.

د هلمند ولایت د څلورمي حوزې څخه یوې امنیتي سرچیني د پژواک خبري اژانس ته هم ورته خبر ورکړی او ویلي چې طالبان تر دوی تیر شول، په دریمه حوزه کې ۴ پوستې نیولي دي.

طالبانو په دې وروستیو کې د ناوې ولسوالي د دولتي ځواکونو څخه په بشپړه توګه ونیوله او ویل کیږي چې تر سل زیات امنیتي عسکر وژل شوي دي.

د سرچیني په قول جګړه په لښکرګاه ښار کې د هلمند د سیند پر غاړه په شدت سره روانه ده.

د هلمند سیند پر بله غاړه د لښکرګاه ښار مرکزي سیمه پرته ده.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ