کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / پنځه ويشتمه آنلاين في البديهه مشاعره

پنځه ويشتمه آنلاين في البديهه مشاعره

ترتيب : مستور مجاهد

د تېرې جمعې د شپې آنلاين في البديهه مشاعره چې د ښاغلي ( عرفان الله عرفاني ) صاحب د فيس بوک پر دېوال تره سره شوه په لاندې ترتيب يې کتلی شئ!

د معمول سره سم دا دی مشاعره د ښاغلي ( دروېش دوراني ) صاحب د شعر په مطلع پيلوو خپل بيتونه مو
په همدې قافيه او رديف راپيل کړئ!

هغوی د ځمکې پر مخ باندې هديره نه لري
له دې جهانه د وتلو دروازه نه لري
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د محبت کيسې شرنګېږي د جرس په شانې
د نفرتونو کيسې ښه ده انګازه نه لري
عبيد وطن مل

د ګوډاګيانو شپې او ورځې يې نارامې کړلې
د طالبانو بريد دوام لري وقفه نه لري
احمد ګل ريان

دا بعضې بعضې شاعران ورونه بيتونه وايي
سېلاب خو نه پېژني شعر يې قافيه نه لري
مدثر همراز

طالبه بيا دې را ژوندی کړ تېر تاريخ د بدر
دا بې ضمېره په تاريخ کې هيڅ حيصه نه لري
تپاند زهاد

ذليل دښمن مو دومره سېک او دومره وشرمېده
اوس يې وختي پوزه پرې کړې وه تېشه نه لري
ياسين حمزه

په هغه چم کې به همېش داسې خزان مېلمه وي
چې يې وګړي د جهاد مسته جذبه نه لري
عصمت الله بشام

چاچې زمونږ د شهيدانو وينې خرڅې کړلې
خدای شرمنده کړو امارت کې څه حصه نه لري
قاري ارشاد الله عقابي

هغوی به تل له تندريز ګوزاره لرې تښتي
له مرګه پرته انګرېزان نوره چاره نه لري
بهار نصرت

د جانان کډه مو راغلې ده زموږ کلي ته
تازه راغلي دي تر اوسه خو خېمه نه لري
عرفاني

چې صوفيانه رباب يې ها خوږه نغمه نه لري
بيا خانقا يې د رقصونو فلسفه نه لري
قيس خپلواک

د خدای نصرت ورسره مل دی يو ټوپک ورسره
او دوه شاجوره يې په جېب کې خو چانټه نه لري
حاکمي اشنا

روس او انګرېز چنګېز موږ درې واړه په زود شړلي
کافران کله هم د سلحې اراده نه لري
حماد افغان

طالب ملنګ دی کله غره په منډه کې وي
پوه شه غليمه دوی معينه حجره نه لري
مصباح سجاوندي

نړۍ شوه ټوله سلامي زموږ افغاني همت ته
غربيان شول مات اوس د وتلو څه پلمه نه لري
عبدالحق عمري

طالب ښکاره کړه هله ګوره چې مايوسه نه شې
غليمګی تښتي سوله کړي بله چاره نه لري
مسافر طالب

موږ طالب جان چې شي شهيد ډېر احترام يې کوو
د دوی عسکر مردار پراته وي جنازه نه لري
تسل منيب

درسره وخاندي په مينه ستا د جېب په مطلب
دا ښکلي هم يوه پښتو يوه وعده نه لري
ميرزاخان زهيريار

د دې وطن ځوانان دې ټول مجاهدين خبر شه
په نور کارو مصروفېدل څه فايده نه لري
ابو منهاج

صوفيانو راشئ اوس يې و ګوره بل کار نه لري
په جهادي وسلو سمبال دي يارانه نه لري
سعيدالله حيران

راځه جانانه شهادت ته ځان ور ورسوو
د بسترې مرګی والله چندان مزه نه لري
احمد جان

په شهادت باندې مين دي طالبان زلمي مو
غليمه پوه شه طالبان له مرګ خطره نه لري
حامد متوکل

جانانه راشه خو پوښتنه مې هر چانه کوه
کلی مو وران شو کلی اوس هغه کوڅه نه لري
عزت الله احمدي

د زړه پانوس مې ستا د هجر اور لمبه لمبه کړ
شوګير شوګير يم زړه مې ستا د مخ ډيوه نه لري
عرفاني

ډالر خواره ظالمان څو چته بنګلو کې اوسي
مګر مظلوم د اوسېدو يوه خېمه نه لري
منصور افغان

مسلم چې مړ شي په عزت يې مسلمان خښوي
هندو چې مړ شي سوځوي يې هديره نه لري
اتل خان نورزی

د مجاهد قافله راغله د جانان کلي ته
تازه بريدونه يې شروع دي اندېښنه نه لري
خان عثماني

د اجيرانو اوښې ګوره په رمباړو سر دي
شاوو خوا تښتي دی بې واکه خو اوس شپه نه لري
جاويد ګل رشاد

نن خو يې بيا پر غليمانو حلال خوب حرام کړو
د طالب جان دا لوړ همت خو اندازه نه لري
صاحب الدين

درته سلام کړم فدايي درته حيرانه نړۍ
رښتنی عشق دې په رښتيا چې اندازه نه لري
منصور ياسين

هسې په نوم واکداري کړي هر يو يې ښه پېژنو
له دغه ښاره د وتلو اجازه نه لري
زاهد

چې يې په مياشو مياشتو کړی انتظار دی ورته
شهادت غواړي د دنيا څه اراده نه لري
حامد مستشهد

ياره سپېڅلی جهاد غواړي ښه سپېڅلی عزم
تقوا اخلاص غواړي نور خير دی که وسله نه لري
مختار فاروقي

غليم اول ځل وه خورا په دب دبه راغلی
وس د ځوی مړي ځوی قسم دی هېڅ کيسه نه لري
موسی کليم ذاکري

مورې د سترګونه دې ځار شم اوښکې مه څڅوه
زړه مې نری دی دومره ډېره حوصله نه لري
حامد ماليار

چې د دښمن تر څنګ ولاړ وي او دفاع يې کوي
پرسر يې وله عرفاني کومه فايده نه لري
زرخان احمدزی

نن يرغلګر زمونږ هېواد په سرو سترګو ګرځي
ځوانان مو ډېر دي هی افسوس چې هېڅ جذبه نه لري
جاويد فدايي

سوپر طاقت يې دی په صفر بدل کړی اشنا
داسې يو څوک دی چې د سر او مال خطره نه لري
هلال

د کوم غازي چې وي توکل په پاک الله باندې
بيا هغه ټانګ ،توپ ، طياره باندې اسره نه لري
محمد يونس

زمکه يې سره د مسلمان په پاکه وينه کړله
دغه ملي اوردو اربک خو بيخي زړه نه لري
قيس درمان

امريکا تښتي زموږ له دغه طوفاني وطنه
امريکا ختمه شوه که خدای کړي نور جذبه نه لري
زړګی افغان

د سپين ايمان په زور دې ماته کړه غربي امريکا
نو هېوادونه ارياناته اراده نه لري
صفت الله صفت

زما د زړه اينه يې ماته کړه رغېږي کله
رقيب جهان کې هيڅ د عدل اراده نه لري
حمزه افغان حيسني

چې خفه نشی شاعرانو او ګيله و نکړئ
د عرفاني له شعر نه بل شعر مزه نه لري
زرقاوي مهاجر

متوکل مشاعرې ته ډېر نا وخته راغلو
نوڅه په ليکي ياد کې بله قافيه نه لري
حامد متوکل

دښمن چې کله را حصار شي زموږ ډزو لاندې
د هغه ځاي نه د وتلو اراده نه لري
سپرلی حذيفه

چاته آرزو چاته آواز چاته نازونه وکړي
ګوره چې مينه ده جانانه اندېښنه نه لري
شاکر اجتهادي

رقيب ته او وايه ښکلا مې د جانان برخه ده
په خړو دښتو کې مې پروت وي بستره نه لري
ميار خان

له دې وطنه به مختوري شرمنده وي روان
زموږ وطن کې اشغالګر کومه حيصه نه لري
شاهد لوګروال

دا ځينو ځينو ته بلکل د سړي مغز خراب شي
بس انقلاب دی سړی بلکل حوصله نه لري
سياسي کوچی

چې په ژوندون کې په ناوړو لارو درومي مدام
همدغه خلک په عقبی بله ډيوه نه لري
جان

زما ملګري نو خود لږ دي نو زه څه وليکم
دوی د اعلان ريکويسټ و ماته اراده نه لري
بلال آذان

يو چا ويله انډيوال مې بهر راووځي
د کرزي ځوی ښکاري خو کور کې يوه بزه نه لري
حارص هلمندی

زړه مې حجره زړه مې دېره ده دطالب لپاره
غير له طالب نه ورکې بل څوک اجازه نه لري
معصوم شهيدزاده

که خوله کړي څېرې او غاښونه يې په لاپو ووځي
شين سر دې مات شي خو د جنګ هېڅ قواره نه لري
ضمير

نن سبا هر سړی و بل ته اذيت رسوي
داسې به کم وي چې هېڅوک ترېنه ګيله نه لري
فاتح زلمی

هغوی دې راشي د قلفونو ماتېدل دې پيل کړي
چې قلف يې مات شي نو بيا بيرته قلفېده نه لري
هدايت ځلاند

جانانه دومره راته ګران يې او په زړه کې مې يې
ښايست دې زيات دی په والله هېڅ اندازه نه لري
عبدالستار پرهاري

ساقي زه خپله ځان کې ښه نه يم که څه وجهه ده؟
د ميو جام خو هيڅ خوند نه لري نشه نه لري
شاکر همدرد

دلته راغلي يرغلګر موږ ډبولي دي سم
د تښتې لارې لټوي بله بهانه نه لري
حمدالله صابر

ما ورته ډېر منت زارۍ وکړې خونه يې مني
زړګی مې ستا د هېرېدلو اراده نه لري
علامحمد درخان خېل

په دين مين دی تورو غرونو کې او سېږي همېش
سر لاندې تېږي ږدي بالښت او بستره نه لري
خطرناک

هغوی ناکام شولو د ځمکې پر سر وشرمېدل
ضرور به تښتي بله لار بله حربه نه لري
هدايت بدر

هغوی راتګ باندې پښېمان دي بهانه لټوي
اوس هم لا دو دي د وتلو اراده نه لري
لياقت الله حيدري

تل په سرو سترګو ورته ګورم د شهيد قبرته
وه د سنګر ورستی شهيد به اثره نه لري
استشهادي عمر

څوک چې د کفر تابعدار وي د کافر غلام وي
خدای دې تبا کړي چې اسلام ته څوک فايده نه لري
زاهدي سهاک

موږقرارنه یو ناست مغروروته نېزې تېرو
ګزار مو داسې ګړندی ځي اندازه نه لري
عبدالباقي مهاجر


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ