نظــر

پاکستان د جنګ په درشل کې

د امریکایانو درې مجبوریتونه وه، افغانستان، ایران او د پاکستان اتوم او دا درې واړه د پاکستان بهرنۍ پالیسي هم وه. موږ پوهیږو چې افغانستان د امریکا په ستوني کې نښتی هډوکی دی او امریکا له موږ پرته  دا هډوکی نه تیرولی او نه هم ویستلی شي. دوی  زموږ د مرستو پرته، نه د۱۹۸۰ز کلونو جګړې کولای شوې، نه په ۲۰۰۱ز کې افغانستان ته راتلای شول او نه هم زموږ له مرستې پرته دوی د افغانستانه وتلای شي. افغانستان کې د ناټو زیات شمېر پوځي قواوې  چې بېلا بېلو هېوادونو پورې اړه لري، پرتې دي، خو  زیات شمېر پوځیان يې  امریکایان دي. ناټو پوځیان روزمره خوراک څښاک، دواګانې، وسلې او بارودو او د طالبانو څخه حفاظت ته اړتیا لري.

په نړۍ کې پاکستان یواځینی هېواد و چې امریکا ته يې دا ټول سهولتونه برابرولای شول. موږ که د ناټو کانتینرونو ته د چمن او تورخم د لارې څخه د تېریدو اجازت ورنه کړو  نو امریکا له سختو ستونزو سره مخ کیږي. افغانستان ته تر رسېدو ۳ لارې دي، لومړۍ لاره د ایران ده، د بحري بيړیو په توسط  امریکايي کانیتنرې د ایران بندرګاه چاه بهار ته رسیږي او له دې ځایه هرات ولایت ته ننوځي، خو امریکا دا لاره ځکه نشي استعمالولی چې د ۱۹۷۹ز کال راهیسې د دواړو هېوادونو تر منځ سړه جګړه راونه ده، ایرانیان آن د امریکا له نومه نفرت کوي، نوم اوریدل يې خوند نه ورکوي، امریکا په ۱۹۷۹ز کال کې په ایران بندیزونه ولګول او ایران زیاتره وخت په اسرائیلو د مزایلو د باران کولو اعلانونه کول، دا لاره بنده وه. دوهمه لاره د لټویا بندرګاه وه،  تر دې بندرګاه پورې لاره شاوخوا ۳۵۰۰ کیلومتره ده، بیا له دې ځایه قازاقستان او ازبکستان ته راتلل او له ازبکستانه بیا افغانستان ته. دا لاره له یوې خوا ډیره لرې او له بلې خوا ۴ چنده زیات مصرف هم  پرې راتللو.  پاکستان درېیمه لاره وه، د ناټو ځواکونو کانتینرې په بحري بېړیو کې تر کراچۍ پورې راوړل کېدلې او کراچۍ بیا نیم سامان د چمن د لارې نه کندهار او نیم د تورخم له لارې جلال آباد او کابل ته. دا لاره اسانه او ارزانه وه. پاکستان د امریکا له مجبوریتونو خبر و.  په دې پوهېدو چې امریکا زموږ له مرستې پرته نه افغانستان ته ننوتلای شي او نه هم ترې وتلای شي.  موږ د ۲۰مې پېړۍ په اتیایمو کلونو کې هم د امریکا د مجبوریتونو  څخه خپلې ګټې پورته کولې او نن يې هم پورته کوو.
 

د امریکا دوهمه مجبوري ایران وه، په ۱۹۷۹ز کال کې امریکا په ایران د برید کولو پلان جوړ کړ، په ایران د برید کولو دوې لارې وې: پاکستان او ترکیه. ترکيې په دې جګړې کې له ګډون څخه صاف انکار وکړ، د ترکیې له انکاره وروسته امریکا سره یو اختیار پاتې شو او هغه پاکستان و. پاکستان د امریکا له دغو مجبوریتونو هم پوره باخبر و، پاکستان له امریکا سره اړیکې کلکې او د ایران سره يې سستې کړې. ایران د پاکستان له دغې پالیسۍ څخه خبر و، چې پاکستان ددوی په خلاف د امریکا سره په برید کې مرسته کوي، موږ ددغه مرستو په سلسله کې په بلوچستان پوځي مرکزونو جوړول هم پیل کړل، د  امريکا په مرستو مو سرکونو  جوړ کړل او د پاکستان او ایران سرحد سره مو داسې ځایونه په نښه کړل چې له هغه ځایه په ډیره اسانۍ سره امریکايي پوځيان تر تهرانه رسیدلای شول.   ایران زموږ د امریکايي پالونکې پالیسۍ له امله خفه شو او دوی زموږ ازلي دښمن هند سره د انډیوالۍ لینونه وغزول او ایران د خپلې خاورې له لارې په بلوچستان کې بې امنیتۍ ته لاره هواره کړه. هند او ایران له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې یو بل سره خورا نېږدې شوي، پاکستان کې په شیعه ګانو بریدونو له امله د ایران او پاکستان اړیکې خورا ترېنګلې شوې، لیکن موږ د ایران او امریکا  تر منځ ممکنه جګړې څخه د امریکا د مجبوریتونو څخه فایده اخیستله.

 د پاکستان اتوم د امریکا درېیمه مجبوري وه، امریکا په دې ویره کې وه چې پاکستان به د امریکا هر دښمن اتومي قوت جوړ کړي، دوی به عراق، شمالي کوریا او لیبیا  ته هم د اتومي وسلو جوړولو راز وروښايي چې د امریکا لپاره خورا زیات له خطره ډک دی. موږ د امریکا له مجبوریته هم پوره خبر و، قصدا به مو کله  د ایران اتومي مرستې پيل کړې، کله به مو عراق او لیبیا او کله هم د شمالي کوریا ملا ټپوله، هغوی مو ستایل، امریکا به له دې وډاره شوله او زموږ سره په مرستو کولو به مجبوره شوه خو اوس داسې نه کیږي، ولې؟ په دغه ولې کې زموږ اینده پټه ده!

امريکا له تېرو لسو کلونو څخه پای درپای (تدریجا) له دغو مجبوریو څخه آزادیږي، او د خلاصون لاره مومي،  په ۲۰۰۱ز کې زموږ په مرسته افغانستان ته راغلل خو اوس شاید د افغانستان څخه وتلو لپاره زموږ مرستو ته اړتیا پېښه نه شي. امریکا په ۲۰۰۲ز کال کې څلور  پاخه سرکونه جوړ کړل، دا سرکونه د ایران تر سرحده رسیږي، دا سرکونه چې کله جوړېدل نو د نړۍ سره موږ هم د غلط فهمۍ  ښکار وو چې  امریکا له ایران سره د یو اوږد جنګ په انتظام کې  بوخته ده، امریکا غواړي ایران د پاکستان او افغانستان  د دواړه خواوو څخه ونیسي لیکن! د نومبر په ۲۴ مه -۲۰۱۳  چې کله د امریکا او ایران تر منځ تړون وشو نو زموږ ماغزه ایله سر ته راغلل چې امریکا جنګ نه؛ بلکې د ایران له لارې  له افغانستان څخه د وتلو تیاریانې کولې، د ایران سرکونو او ریل ګاډي سستم له موږ څخه په زرځله ښه دي، امریکا به اوس خپل کانتېنرې له افغانستانه ایران ته راوړي او د ایراني بندرګاه چاه بهار څخه به يې بېرته امریکا ته ویسي، نو امریکا  د افغانستانه د وتلو لپاره موږ  ته بیخي اړتیا نلري او نه هم د امریکا او ایران تر منځ اوس جګړه کیږي. امریکا ددغې مجبوریت څخه لاس په سر او خلاصه شوه.

 زموږ اتومي پروګرام د امريکا درېيمه مجبوري وه مګر امريکا په ډيره هوښیارۍ سره له دغې مجبورۍ څخه هم ځان خلاص کړ، دوی د دکان د بندولو پر ځای ورو ورو مشتریان او خریداران ختم کړل، صدام حسین او کرنل قذافي زموږ د اتومي پروګرام تر ټولو ستر خریداران و، امریکا دا دواړه خریداران ووژل، ایران زموږ درېيم مشتري (خریدار) و، د ایران او امریکا ددې نوي تړون څخه وروسته زموږ درېیم مشتري (خریدار) هم ختم شو. شمالي کوریا مو څلورم مشتري (خریدار) و، د امریکا او شمالي کوریا سفارتي اړیکې هم په ډیرې تیزۍ سره جوړیږي، نېږدې ده چې د ایران په څېر د شمالي کوریا او ایران تر منځ تړون وشي، نور په نړۍ کې زموږ ټول خریداران ختم شوي. امریکا د خریدارانو تر ختمولو مخکې د ډاکتر عبدالقدیر خان په څېر ساینسدانانو او د حکومت  تر منځ اختلافات پيدا کړل او ددغو اختلافاتو له امله پاکستان  ټول هغه خلک چې نړۍ ته يې د اتوم خوبونه ورکولی شول، څنګ ته کړل، زموږ حکومت ددغو خوبونو د ورکولو په اساس امریکا بلیک میل  کولې شوه، امریکا له دغې درېیمې مجبورۍ څخه هم آزاده شوه. پاتې شو  موږ یواځې، مایوس او پریشانه خلک!

اوس دغه حالات مخې ته کېږده او د پاکستان داخلي او بهرني صورتحال جایزه (شننه) واخله، زموږ ټول اقتصاد په امريکايي مرستو پورې تړلی دی، که امریکا زموږ (کولیشن سپورټ فنډ) رانه کړي، د نړیوال وجهي صندوق (آي ایم ایف) قسطونه بند کړي، زموږ د صادراتو کچه کمه کړي نو موږ به د اقتصادي خودکشۍ ته ورسیږو. امریکا په ۲۰۰۴ کې د ډرون بریدو په ذریعه پاکستان باندې جنګ مسلطولو، موږ په دغې جګړې د چپ پاتې کېدو څخه پرته بل هيڅ نه شو کولای، موږ که په کومه ورځ ډرون الوتکې راغورځوو، امریکا په هماغه ورځ سفارتي اړيکې شکوي او موږ د اقتصادي ستونزو سره مخ کیږي، که موږ په ډرون بريدونو چپ پاتې کېږو نو د طالبانو زور زیاتیږي او یو ورځ به هېواد ټول ونیسي. د نړۍ استخباراتي ادارې له تېرو پنځو کلونو  راهیسې زموږ پوځي ادارې هدف کړي (جي ایچ کیو: جنرل هیډ کوراټر) ، مهران بیس، کامره بیس باندې بریدونه، د مئ په ۲مه د ایبټ آباد عملیات او پوځي ځوانانو تښتونه او وژنو په واسطه زموږ د ولس په دماغو کې دا خبره کینوي چې څومره چې موږ سوچ کوو هومره زموږ پوځ  هم قوي نه دی، دوی دا فکر او تاثر هند او افغانستان ته  هم ورکړی او دا دواړه هېواده زموږ د پوځ نفسیاتي ويرې څخه خورا په ډار کې وه. نن هند ښه په زغرده په کنټرول کرښه ډزې کوي او برعکس تور هم پر موږ لګوي، موږ يې ځواب هم نشو کولای. د پاکستان دننه په یوه خاص او متواتر  کار او عمل په ذریعه مذهبي نفرت خوریږي، ددې په پایله کې نن نه شیعه په امن کې دی او نه هم سني. مسجدونه او امام بارګاه څخه  د قربانۍ ځایونه جوړ شوي، د یو سلسله وار عمل په ترڅ کې د آيالتونو دننه په ژبني بنیاد وژنې او تښتونې روانې دي، پاکستان کې جمهوریت راغی خو له تېرو ۶ کلونو راهیسې يې دا په ثبوت وروسوله چې زموږ مشران نا اهله او بې ایمانه دي. دوی هېواد له ستونزو نشي ویستلی، ټولې نړۍ ته يې هم دا پیغام ورکړ چې پاکستان یو غیر محفوظ هېواد دی، داخلي او خارجي شتمن له خپلو شتمنیو سره  ورک شول، دا يې هم په ثبوت ورسوله چې د حکومت سره د برېښنا، ګاز او تروریزم هيڅ حل نشته او ددې ټوله له پاسه يې په هېواد طالبان مسلط کړل او امریکا په دغو حالاتو کې په ۲۰۱۴ز کال کې له سیمې څخه وځي.

د امریکا له وتلو ورسته زموږ پوځ باید د هند سرحدونو سره سره د ایران او افغانستان په سرحدونو هم کښیني او د هېواددننه طالبانو، سمتي او ژبني، شیعه او سني فساد او د حکومت نا اهلي ټول څلور محاذه به خلاص شي  او په دې څلورو محاذونو کې په سختې ویرونکې جګړې پیل شي، دا جګړې په یقینا ويرونکې وي، لیکن ددې څخه زیات ویرونکی حقیقت دادی چې موږ ددې جګړې لپاره هيڅ ډول تیاری نه دی نیولی موږ اوس هم د جاهلو او کمعقلو په جنت کې د پودینې باغ حاصل اخلو او له دې باغونو څخه حاصل لپاره پلانونه جوړوو. کاش نن  دغه ویده ټولنه او بې احساسه مشران  څوک پاڅوي، څوک ددوی په غوږونو کې پوکې ورکړي او ورته ووايي چې د سیوکې په خوب ویدو پاڅئ! د شهادت وخت راغی.

د جاوید چوهدري لیکنه په ایکسپریس ورځپاڼې کې۲۸-نومبر- ۲۰۱۳ نېټه خپره شوې.

جاوید چوهدري

محمد شینواری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x