کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / ناټو: د ننګرهار په چاودنه کې دوه عسکر ټپیان شوي

ناټو: د ننګرهار په چاودنه کې دوه عسکر ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۵ل):  په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ په نامه ماموریت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن د ننګرهار په ولایت کې د چاودني له امله ددوی دوه تنه سرتیري ټپيان شول.

د ناټو په خبرپاڼه کې د پيښي دقیق ځای ، وخت او نه هم د سرتیرو د هویت په اړه څه ویل شوي دي.

ددې تر مخه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې نن غرمه ۱۱ بجې شاوخوا د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ اړوند د هډۍ اخوندزاده د حضرت عثمان فامیلیو سیمه کې د امریکایانو پر پوځي کاروان چاودنه وشوه چې له امله یې یو ټانګ په بشپړه توګه تخریب شو.

نوموړي ویلي چې په دغه چاودنه کې ۴ تنه امریکایان قتل او ۲ تنه نور مرګوني ټپیان شول چې بیا وروسته له سیمي څخه په چورلکو کې انتقال شول.

تر چاودني وروسته امریکایانو دغه سیمه محاصره کړې وه او تر ډېره په هوا کې الوتکي ګرځېدلې.

له سیمي څخه د نن ټکی اسیا همکار وايي چې تر چاودني وروسته سیمي ته سپيشل فورس راغلي او د هډې مدرسې ته څېرمه یې لاره بنده کړې ده.
نوموړي وویل چې د چاودني د نوعیت او په سیمه کې د نظامي تحرک څخه داسي ښکاري چې امریکایانو ته درانه تلفات اوښتي دي.

باید وویل شې چې څو ورځي وړاندي هم طالبانو د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د څلورو امریکایانو د وژل کېدو خبر ورکړی وو، خو امریکایانو وروسته د خپل یوه سرتیري وژنه تایید کړې وه.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ