لنډه كيسه : زه هم مكتب ته ځم

afghan_school_calssجانان  د يوې لكړي په مرسته د خپله كوره راووت ، او دېواله ته يې ډډه ووهله او دخپل كلي  و ښوونځي ته يې  په ما ت زړه  كتل، سترګي يې د اوښكو ډكي سوې او مړې مړې يې پر مخ راوبهېدلې او د څو مياشتو مخكي خاطرې يې  ور پيدا سوې چې ده په منډه خپل پلار ته ور وځغستل او وويل.

(( زموږ د كلي مكتب بيا شروع كيږي ))

(( هو زويه ،وړونه به دې بيا د خيره سره ،خپل مكتب ته ولاړ سي ))

(( پلاره! زه هم مكتب ته ځم ))

((  جانانه  زويه، ته خو، كوچني يې پر كال به دې شامل كړم ))

(( نه نه پلار ه ،زه  هم د جمال او جاويد سره مكتب ته ځم ))

جانان د خپلي كورنۍ سره، د كندهار ولايت  په دامان ولسوالي  كې، د حاجي عبدالله په يوه كوچني كلي كې  اوسېږي ، پدې كلي كې يو لومړنۍ   ښوونځى، له كلنو  بندېدو  وروسته،  بيا ورغول سو  او پر كليوالو زېري وسو چې، د هغوي د كوچينيانو لپاره ،بيا ښوونځى به يوه مياشت وروسته پيل سي  .

د كلي خلګ هم  چې، د تعليم په اهميت پوهېدلي وه،  له دې كاره ډېره خوشحاله ول.

د كلي كوچينيان خو مه كوه ،چې د خوشحالي څخه په كالو كې نه ځايېدل  او د انتظار شپې او ورځي يې شمېرلې .

جمال او جاويد چې د زده كړي سره ډېره مينه درلوده، د خپل ښوونځي لپاره يې، د درېشي ، بستې ،كتابچې، قلمونه او داسي نور برابرول ، د هغوي كشر ورور جانان  چې، د پنځو كالو و دوي ته په كتو سره  د ښوونځي سره يې شوق پيدا سوي و .

جانان به په كوڅه كې هم د هلكانو څخه د مكتب كيسې اورېدلې،  چې يوه به بل ته ويل  .

(( په مكتب كې معلم صاحب سبك را زده كوي))

(( كله چې مكتب خلاص كړو ،بيا به زموږ څخه  ډاكټران او انجينيران  جوړ سي))

(( مكتب ډېر ښه ځاي دې))

جانان چې به دا خبري اورېدلې، دمكتب سره يې لا شوق ډېر ېده  او يوه تلوسه يې په زړه كې پيدا سوې وه، چې كله به مكتب ته ولاړ سي.

پلار  يې مكتب ته  د جانان د شاملېدو پرېكړه وكړه .

د دې خبري په اورېدو سره جانان دخوشحالي څخه نارې كړلې،  او په خندا خپلي مور  ته ورغي.

(( مور، مور پلار مي ما په مكتب كې شاملوي ))

جانان  ته هم  يوه زړه بسته ،كتابچه او يو پنسل  وركړل سو، دى ډېر خوشحاله و، د شپې  به يې خپله بسته له ځانه سره،بيده وله او كله كله به يې  بسته په غاړه كې واچوله، د كور مخي ته بۀ ووت او له ليري به يې د ښوونځي، وداني ته كتل  او له ځانه سره به مسكى سو ،د خپل راتلونكى  په فكرونو كې به ډوب و،چې ډاكټر يا انجينير به سي  .

ده به هره ورځ  اوهره شېبه شمېرله .

يوه شپه چې جانان  د خپلي كورنۍ سره، د شپې ډوډي خوړله ، پلار يې وويل.

(( سبا دخيره سره مكتب شروع كيږي ))

جانان  په چټكي سره،له ځايه پورته سو او دخپلي بستي پر خوا يې منډه كړه، بستي يې راوخيستله او له ځانه سره يې په غېږ كې ونيوله،  سهار تر ټولو وختي له خوبه راكښېنستلي و او پر خپلو وړونو يې ږغ وكړ .

((پورته سي  چې مكتب ته ځو))

د سهار اوه بجې  سوې ،ده  د خپلو وړونو سره، چاي او ډوډي په تلوار  وخوړل، په ورخطايي سره يې خپلي چپلكي چې يوه يې شكېدلې هم وه  په پښو كړلې او د وړونو سره د مكتب پر خوا راون سو .

جانان  چې بسته په خپله غاړه كې اچولې وه او مسكايي پر شونډو خپره وه ،يو وار واربه يې خپلو وړونو ته وكتل   او په خندا به سو ، په ډېر هوس، اميدونو  او خوشحاليو سره د مكتب په لوري روان و،  دخپل مشر ورورجمال څخه يې پوښتنه وكړه .

(( كه زه مكتب ووايم  بيا زما څخه ډاكټر  جوړيږي  ؟ ))

((هو حتما به ډاكټر يا انجينير سي  ))

جانان  د وړونو مخ مخ ته روان و كله كله به يې نورو هلكانو ته هم وكتل  ، بستي به يې سره واړول او راواړوله،  هغوي به يې پدې پوه كړل ،چې دى  هم مكتب ته ځي ،ځكه دى تر ټولو كوچيني و .

د ښوونځي  دروازه راورسېده، كرار كرار د ښوونځي  و انګړ ته ورننوت  او ودرېد  شاوخوا يې وكتل  ،داسي ښكارېده، چې د دنيا تر ټولو يوښكلي  ځاي ته راغلي وي ، د ډېري خوشحالي څخه يې د ښوونځي په انګړ كې  د يوې ټولګي پرخوا يې وځغستل ، خو له دې نه ناخبره و چې  په خپل شاوخوا كې داسي كسان هم لري ، چې له ده څخه ډېر په وېره كې دي او  د ده د خوشحالي، زده كړي او آرام  ژوند دښمنان  دي  او له دې وېره لري، چې  د  دې ښوونځي څخه به بيا يو احمدخان او ميرويس خان  پيدا سي  او د افغانانو بايللې مقام او عزت  به بيرته تر لاسه كړي.

كله چې ده د ښوونځي په انګړ كې څوګامه واخيستل،  وړونو يې  يو زورور  او وېرونكى ږغ واورېد، په هوا كې يې د خپل معصوم ورور بستي ،كتابچه  چې په هر پاڼه كې يې ( ا) ( ب ) او ( ت ) ليكل سوي و ،پاڼي پاڼي وليدل ، پر مځكه  يې د خپل ورور  نازولي وجود پداسي حال كې وليد، چې په وينو سور و، كالي يې څري څري او يوه پښه يې دمكتب او زده كړي  ارمانونو ځيني وړې وه .

ټولو هلكانو  له ويري  د خپلو كورونو پرخوا  وځغستل  يو ځل بيا هغه ښوونځي چې د يوه بڼ او شاګردان يې د ګلونو په څېر ښكارېدل ، د يوه سوځنده دښتي په شان خالي پاتې  سو.

جانان خپلي اوښكي پاكي كړې او خپلي لكړي يې راواخيستلې په مات زړه، ناهيلي  بيرته كور ته ننوت.

haroon.faizy@gmail.com

ليكوال : محمدهارون فيضي

۲۰۱۱-۷-۱۵



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.