دیني، سیرت او تاریخ

ایمان دکوم کیفیت نوم دئ؟

ایمان دخوف او وېرې په مینځ کښي دکیفیت نوم دئ

وېره یعنی خوف ۰ ګویا ایمان دوېرې او امید په مینځ کښي دئ دالله جل جلاله درحمت امید به هم وي او دالله  تبارک وتعالی دعذاب وېره به هم وي۰ دغه دواړه چي  یوځای شي  یعنی وېره او امید چي سره یوځای شي نو ایمان کامل ځني جوړیږي  کچیري دچاپه زړه کښي دالله پاک درحمت امید بلکل نه وي او سړئ دالله جل جلاله له رحمت ځخه ناامیده شي یعنی مایوس شي نوپه بعضی صورتونوکښي دغه مایوسي کفرده۰

نوپه همداسي صورت کښي ایمان له سړي سره  نه پاتي کیږي اوکه دچاپه زړه کښي دالله ج دعذاب هیڅ وېره نه وي  نو بیاهم ایمان له سړي سره نه پاتي کیږي  لنډه داچي که دچاپه زړه کښي امید دومره غالب شي چي دالله پاک وېره له زړه ځخه وایستل شي نو داهم کفرده۰ ایمان کامل هغه وخت په زړه کښي پاتي کیږي چي په هغه زړه کښي دالله جل جلاله  ځخه وېره او درحمت امید دواړه موجودوي   //

 

دحضرت عمرفاروق رضی الله تعالی عنه امید او وېره
۰۰۰

حضرت عمررضی الله تعالی عنه فرمایی چي که دقیامت په ورځ اعلان وشي چي جنت ته به صرف او صرف یوسړئ ځي او بل به هیڅوک نه ځي نو زما دالله جل جلاله درحمت  ځخه دا امید دئ چي داسړئ به زه یم چي جنت ته به ځم۰ او که دقیامت په ورځ دا اعلان وشي چي جهنم به به یوسړئ ځي نوربه ټول جنت ته ځي نو زما دا خوف او وېره ده چي داسړئ به زه یم چي  جهنم ته به ځم ۰  ګویا دحضرت عمر رضی الله تعالی عنه امید هم دډیري لوړې درجې وو او وېره یې هم دلوړې درجې وه ۰ نو چي دا دواړه شیان یعنی امید او وېره دلوړې درجې سره جمع شي نو دلوړې او اعلی درجې ایمان ځني جوړیږي
۰۰۰۰۰۰۰
تالیف ۰ شیخ القرآن والحدیث
مفتی اعظم مولانا محمدرفیع عثمانی
رحمت الله علیه

ژباړه

محمدعلی عمری

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x