کور پاڼه / دیني، سیرت او تاریخ / رانجه (سرمه) په اسلام او ساینس کي (۵ برخه)

رانجه (سرمه) په اسلام او ساینس کي (۵ برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

رانجه او نوي ساینسي څېړني

موږ ولي رانجه استعمالوو؟ داځکه چي ګټي یې دادي:

۱: د سترګو د ښکلا لپاره.

۲: د لمر د شعاوو په مقابل کي د سترګو د مقاومت لپاره.

۳: د دید د زیاتېدو لپاره.

۴: د سترګو د میکروبو او جراثیمو د وژلو لپاره.

۵: د باڼوګانو د غټېدلو لپاره.

۶: د سترګو د حفاظت لپاره.

۷: د ایکس د شعاوو په مقابل کي د مقاومت لپاره.

۸: رانجه سترګې له ړندوالې څخه ژغوري.

۹: د سترګو د لیمه د ګونجو لپاره، چي بیا سترګي ګونجي نه کوي.

۱۰: د سترګو د استراحت لپاره.

۱۱: سترګې له کرځ او دوړو څخه ساتي.

۱۲: سترګي له اوښکو څخه ژغوري.

۱۳: که چیري سترګې له باد، ګرد او ګرمۍ سره حساسیت و لري رانجه یې درمل دي.

۱۴: رانجه تل نظر او دید ثابت ساتي، که څه هم عمر زیات شي.

۱۵: د رانجو په استعمال سره سترګي پرده نه کوي.

۱۶: رانجه د سترګو داخلي واړه زخمونه درملوي او له منځه یې وړي.

۱۷: د سترګو دفاعي نظام قوي کوي.

نور بیا…


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ