افغانستان

کابل: د ولسي شورا غړی حميد الله توخی په يو سرتېري برید کې ټپي شوی

h.tokhaiیو سر تېري بریدګر د ولسي جرګې د وکیل په کور کې پر هغه برید کړی او هغه ټپي کړی. حميد الله توخی چې په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازی دی نن مازديګر ۴:۳۰ هغه مهال د سرتيري برید ښکار شو چې برید کوونکی د ښاغلي توخي د لیدو په پلمه تر هغه ځان ورساو. د کابل ولایت د پولیسو مشر جنرال ظاهر خبریالانو ته وويل چې حميدالله توخی په زخمي حالت کې روغتون ته وړل شوی او د هغه د صحت په اړه يې څه ونه ويل. د ياد برید مسؤولیت لا چا په غاړه نه دی اخیستی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x