کور پاڼه / پښــــتو ادب / شعـــــرونه / غزل/ عبدالله ريحان

غزل/ عبدالله ريحان

عبدالله ريحان

زړه مې په تاپسې رنځـــــور دی ته راځې او کنه
له واک وتلـی مې شعـــــــور دی ته راځې او کنه

څوک چې راځي مونږه شیندو ورته په لاره زړونه
زمونـــــــږ د کلي دا ستـــور دی ته راځې او کنه

اوس مو د امن جنازه ده پـــــــــه اوږو اخيستې
سولې وطن په وينو سور دى تــــه راځې او کنه

توره تیاره ده اوس سپوږمۍ په بلۍ نه راخیږي
تورتم وژلـــــــی د لمر نــــور دی ته راځې او کنه

سترګې لرمه بيا هم پرته له تا هيڅ نـــــــه وينم
دغه دستا عشق قصــــور دى تـــه راځې او کنه

که یې هرڅـــو وه مینه پټه د زړګــــي پردو کې
خو ستا په نوم ریحان مشهور دی ته راځې او کنه

عبدالله (ریحان)


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ