نظم/ نجيبه ګهيځ

نجیبه ګهیځ احمدزۍ

اې !
سترګې دي د ښکلولو وړ دې
پوهیږي ولې ؟
ځکه !
د دومره دردونو
کړاونو
او
بدبختیو باوجود
بیا هم ستا سترګو کې
امیدونه وینم
مسکا وینم
رڼا وینم
ځلا وینم
د سبا ورځې رنګین خوبونه
ښکلې فکرونه
او
اوچت خیالونه وینم
پوهیږې ؟!
نن هم د تل په څیر غړیږې
ستا معصومو
بیګناه سترګو کې
د سولي
او
د روښانه مستقبل احساس
نو ځکه !
د ښکلولو وړ دې
ستا له احساسه ډکي سترګې
چې ځلیږې پکښې هر وخت
د راتلونکې ښه امیدونه


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ