کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / د نیویارک ټایمز خبریال: د کندز په اړه حکومت له تیره کاله درواغ وايي

د نیویارک ټایمز خبریال: د کندز په اړه حکومت له تیره کاله درواغ وايي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د نیویارک ټایمز خبریال مجیب مشال په خپل ټویټر پاڼه کې وايي چې له تېر کاله راهیسي د افغانستان حکومت د کندز په اړه ولس ته درواغ وايي.

نوموړی وایی تېر کال چې کله د کندز ولایت سقوط وکړ، د افغانستان حکومت له هغه راهیسي په خپلو خبرپاڼو کې وايي چې د کندز شاوخوا ولسوالیو کې تصفیوي عملیات پيل کړي، خو اوس چې یو ځل بیا د کندز ولایت د طالبانو پر لاس سقوط کوي، داسي ښکاري چې حکومت له سره ټول درواغ ویل.

د یادوني وړ ده چې طالبان له تیرو شپږو ورځو راهیسي د کندز په ښار کې دننه پر مهمو دولتي ودانیو بریدونه پيل کړي، تېره ورځ د ولایت مقام او امنیه قومندان پر ودانیو جګړه روانه وه، همداسي ویل کیږي چې د کندز په بالاحصار کې دولتي ځواکونه کلابنده پاته دي.

باید وویل شي چې تېر کال د کندز د سقوط وروسته ددغه ولایت د والي په شمول د ملي امنیت رئیس او یو شمېر نور جګپوړي امنیتي مشران له خپلو دندو وشړل شول او پر ځای یې نور وټاکل شوه.

د کندز سقوط وروسته دغه ولایت ته ولسمشر اشرف غني سفر هم وکړ او په کندز کې د یوې نوې نظامې فرقې بنیاد کښېښود او همداسي وعده وکړه چې دغه فرقه به په نویو وسلو مهجزه کیږی.

خو یو کال وروسته په همدې ورځو کې طالبان یو ځل بیا توانیدلي چې د کندز په شمول د بغلان، فراه، هلمند، روزګان ولایت مرکزونه په یوه وخت کې تر تهدید لاندي راولي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ