نظــر

دا نظامي اډی دڅه لپاره دی؟

امریکا د نړۍ په شاو خوا ۱۵۸ هېوادونوکې تراته سوه ډیرې نظامي اډې لري

هغوی له همدې کبله په افغانستان کې کمزوری حکومت جوړ او ترشا یې ودرېدل چې آن دځان ساتنې ترحده دوی ته اړ وي.

د جرمني، فرانسې، جاپان، کوېټ او سعودی په څېر ځواکمن او شتمن هېوادونه هم د امریکا دمتحده ایالاتو دنظامي اډو کوربانه دي، له شک پرته له دې اډو څخه د امریکا موخه دخپلې امپراطورۍ د تنابونوغزول،

په نړئ کې دخپلو اقتصادي ښکېلاکي موخو او ګټو ساتل، په نرۍ کې د خپلې واکمنۍ تثبیتول، دخپلو مخالفینوڅارل، د هغو له منځه وړل  او نورې ګنې استخبارتي موخې تعقیبول دي.

. امریکا په ګڼو اروپایي، افریقایي او دلوېدځې آسیا په هېوادونو کې نظامي اډې لري،

خو په مرکزي، جنوبي او ختیځه آسیاکې لا له دې اډو بې برخی وه او دا هغه سیمې دي چې دامریکا اصلي سیاسي، اقتصادي، مذهبي، نظامي حریفان او رقیبان پکې اوسېږي اوله لاس نه خوړلو قیمتي طبعي او زېرمو او کانونو دکې دي.

داسیمه د روس ،هند او چین په څیر د اتومي او اقتصادي ځواک، دایران او پاکستان، په څېر داتومي او مذهبي راډیکالۍ،

د افغانستان په څېر دجاهدي او اسلامي ویښتابه او د منځنۍ آسیا دهېوادونو په څېر دلاس نخوړلو طبعي زېرمو کوربنه سیمه ده.

داهم حقیقت دی چې سې ای اې، ، دبلاک واټر او نورو استخبارتي کریو له لارې هم دلته نا امني خپروي،

ښوونځي سوځوي علما او قومي مخور وژني او بیا یې د دې لپاره پر طالبانو اړوي چې دلته خپل شتون ضروري او قانوني توجیه کړي،

له بده مرغه افغان ولس هم تر ډېره حده  د دې بریدونو دعاملینو توپیر کولی نشي.

غربي رسنۍ (ده نیویارک تیمس، یو اس ای نیوز، ویک بیست، دایلی تیلی ګراف، وال سټریټ جورنال، سی ان ان، بی بی سی، ای بی سی نیوز، او غلامی رسنۍ طلوع نیوز، ازادی رادیو، تانده، پژواک،) او نور

د کفارو په اشاره زهرجن او د حقیقت نه تش، دروغو نه ډک مومنانو خلاف تبلیغات (فکري جګړه) کوی.

مسلمانان دی ځیرک اوسی.

یادونه می د فکري جګړه وکړه باید په لنډ ډول تعریف کړم:

فکري جګړه هغه ده چې کفار ئې د مسلمانانو د تسغیرولو او دهغوئ د شريعت، عقیدې، فکر، عرفونو او عنعناتو، سلکوک، اخلاقو، او د ژوند اسلامي بڼي د له منځه وړلو لپاره د ناپوځي وسائلو له لارې د دې لپاره پر مخ بیایي چې مسلمانان له خپل ځنګړي تشخص او پیژنګلوۍ څخه محروم، او په هر څه کې ئې د غرب په تقلید اخته کړي،.

همدغه ډول د تاریخ په اوږد کې د باطل پلویانو تل د انبیاو په خلاف په خپلو مبارزو کې د جنګي وسائلو تر ځنګ له فکري وسائلو څخه کار اخیستی،

کله ئې په انبیاو پسې پوچ او بیځایه تبلیغات کړي، کله ئې هغوئ ته لیوني، کم عقل، کوډګر ویلي، او کله ئې په بیلا بیلو غولونکو خبرو او وسائلو خلک د انبیاو په خلاف دجنګ په صف کې درولي دي.

او کله ئې هم د مومنانو پر خپل دین او پیغمبر د شکمن کولو هڅې کړي دي.

د فکري جګړې اهداف

اول په مسلمانو کې د غرب په مقابل کې دمقاومت روحیه له منځه وړل.

دوهم مسلمانان د اسلام په دین، تمدن، او انساني ارزښتونو شکمن کول.

دریم غرب ټولنو ته ریښتني او مکمل اسلام د رسیدو مخنیوی.

عسکري جګړه ښکاره، خو فکري جګړه پته روانه وي.

په عسکري جګړه کې مقابل لوري هم عسکري وي، خو په فکري جګړه کې مقابل لوري بې دفاع ولسي خلک وی.

عسکري جګړه زمکه اشغالوي، خو فکر جګړه عقل، فکر، او فرهنګ، اشغالوي.

عسکري جګړه جنګي وسائل او ودانۍ له منځه وړي، خو فکري جګړه ایمان، عقیده، عزم او اراده له منځه وړي.

د عسکري جګړي د وراني بیاودانول لږ وخت غواړي، خو د فکري جګړي د وراني بیا ودانول پیړۍ غواړي.

فکري جګړه د علامه اقبال له نظره:

د مسلمانانو او د غرب تر منځ د فکري جګړي په هکله د اقبال فکر نظر ځکه د اعتبار وړ دی چې نوموړی د دغې جګړې له میدان څخه راغلی دی. هغه د دغې جګړې ټول مراحل او پړاونه لیدلي، د دغې جګړې اوړ ئې لیدلی.

او هم ئې د دغې جګړې د مقابل لوري له جنګیالیو سره شپې او ورځې تیرې کړی دي.

هغه د دغې جګړې د پلان جوړوونکو په نیتونو او ارادو هلته په غرب کې خبرشوي، او بیائې په خپلو اشعارو او نظریاتو کې خپل امت ته د دغې جګړې د خطرونو خبرداری ورکړي دی.

اقبال په خپل وتن کې له غربي مستشرقینو زده کړه کړې.

دهغوئ نظریات ئې معلوم کړي، وروسته بیا غرب ته تللی، په اروپا کې ئې د غرب له فکري رهبرانو او فیلسوفانو سره وخت تیر کړی، او دهغوئ نظریات ئې د اسلام په رڼا کې څیړلي دي.

هغه له غرب څخه ډیر څه زده کړي، خو د غرب په دام کې ندی ښکیل شوي.

هغه د ده په وینا لکه ابراهیم علیه السلام دوخت د نمرود له اوره سلامت راوتلی لکه چې وایې:

طلسم عصر حاضر را شکستم   ربودم دانه و دامش ګسستم

خدا  داند   که  مانند  ابرهیمم      به نار او چه بې پروانشستم

اقبال  یوازې له دغې فکري جګړې روغ روتلی، خو نور خلک ئې ډیر ولیدل چې څنګه د دغې جګړې قرباني شول . هغه وایي:

ما همه افسونی تهذیب غرب        کشته افرنګیان بې حرب وضرب.

امریکا په افغانستان کې د عسکري جګړې د پرمخ بیولو لپاره یواځې څلور پنځه موسسې په کار اچولي چې دامریکا له پوځ، ناټو، ایساف، افغاني امیتی قواو، او جاسوسي ادارو څخه عبارت دي،

خو د فکري جګړې لپاره بیا امریکا او ملګرو ئې تقریبا” څلور زره ناپوځي موسسې په کار اچولي چې د افغانانو د ژوند په دیني، سیاسي، اجتماعي، کلتوري، رواني (روحي)، تعلیمي، اقتصادي، او نورو بیلا بیلو اړخونو په مسلسل ډول کار کوي،

فکري جګړه می زکه یادونه وکړه زکه چې د دوی اساسي او بنیادی هدف د مسلمانانو(بړین واشکول) دې

او د دوی پاتې کیدلو هدف هم دادی چې مسلمانان خپل غربي کلتور تاثیر لاندی راولې او څوک یی چې مخالفت وکړې یا جیل او یا دهشتګر په نامه یې په شهادت رسوی.

مسلمان ولس ته دغه اډی په مرګ هم قبول ندی

او هر مسلمان دا اسلامی دنده ده چی دی اډو باره کی اسلامی عکس العمل ځرګند کړی.

دغو اډو په جاپان اوکینوا کی سه کارونه وکړل  ۲۱۰۰۰ نه ډېرجاپانی ښځو سری په زور جنسي تیری وکړل

۱۰۰۰نه دېر جاپانیان ووژل امریکایي اډو په نړۍ کی سل زرو نه دېر جرمونه کړی کم یوی محکمه شو

دوی په کابل کی ګوست هوز په نامه ښکاره توګه د زناه اډی پرنیستلی کله چی عبدالجبار ثابت لوی څارنوال وو،

نو څوڅو ځله یې دکابل په نوي ښار، وزیر اکبر خان مېنې، فتح الله کلا او تایمنیو کې دفحاشئ له اډو لسګونه چینایۍ حرفوي فاحشې ووېستې چې بیا په دوهمه ورځ بېرته افغانستان ته ران-نوتلې (دپژواک خبري اژانس ارشیف)
د نورو چینایي توکیو په څېر د دې چینايي فاحشو نرخ هم ډېر ارزانه آن ترپنځوس شپېتو ډالرو وو.

د دغو  بی پیلوټو التوکو سومره  بی ګناه خلک شهيدان کړل هته کرزی هم ۲۷ نوفمبر ازادی رادیو مرکه کی وویل: چې (درې میاشتی مخکې امریکا په  بی ګناه کور باندی بمبار وکړل ټول غړی شهیدان شو پرته ده یوی ۴کلنی
نجلئ چی هغه هم ټپی شوی وله په داسی حالت کی روختون کی وه چی سترګی نوی پوزه یی نوه غوږونای نول). دغه غوندی نور جنایاتو مرتکب هم دی خو (از کی می پرسی).
زه د جمعت اصلاح افغانستان او نورو افغانانو په ځیر مخالفت د امریکایی اډو سره اعلانوم دا زما اسلامی وجبه ده.

په اخرکی: مسلمانان دی باید یو واحد بدن وسی هیڅکله دیم دښمنانو پروپاگاندو ته دی خپل صفوکی ځای ورنکړی کرزی ته دومره ویل غوارم چې (کر د ګلو کړه چې سیمه دی ګولزار شی اغزۍ مه کره پښو کی بدی خار شی) (د سوری نخل نه نیسی رطب) رحمان بابا.

لیکوال ابراهیم ال-افغانی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x