کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / د بهرنيو ځواکونو قومندان او دفاع وزير هلمند ته تللي

د بهرنيو ځواکونو قومندان او دفاع وزير هلمند ته تللي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د ملي دفاع وزير او د بهرنيو ځواکونو قومندان (جان نکلسن ) جنوبي ولايت هلمند ته تللي.

جان نکلسن او دفاع وزير نن د شنبې په ورځ مرکز لشکرګاه ته د کورنيو چارو وزارت له امنيتي معين او نورو مسؤلينو سره يو ځای د امنيتي وضعيت د کنټرول په موخه سفر کړی.

کورنيو او بهرنيو لوړ پوړو چارواکو د په سيمه کې د روانو ناامنيو د مخنيوي په موخه له ځايي چارواکو سره غونډي کړي.

د بهرنيو ځواکونو قومندان په ننۍ ترسره شوې غونډه کې ويلي چې هلمند ولايت به هيڅکله له سقوط سره مخ نه شي.

نوموړی دا څرګندوني داسي مهال کوي چې تېره شپه طالبانو د مرکز لشکرګاه په بشران او بولان سيمو کې د امنيتي ځواکونو څلور پوستې سقوط کړې.

همدا راز د ملي دفاع وزير وايي ډېر ژر به په هلمند ولايت کې د دولت د مخالفو وسله والو پر ضد تعرضي عمليات پيل شي.

د يادوني ده چې په هلمند ولايت کې امنيت شورا وروسته له هغه بېړنی حالت اعلان کړ کله چې طالبانو د مرکز لشکرګاه څلورمي امنيتي حوزې اړوند ځيني سيمي لاندي کړې.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ