کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / درېيم نړيوال بحران

درېيم نړيوال بحران

نوراحمد قران مل

نړۍ دقرنونو په تېرېدو سره دبېلابېلو فرهنګونو داوښتنونو شاهده پاته سوې ، همدا لاملونه دي چي د زماني فرهنګونوپه پلي کېدو سره ،که له يوه اړخه دژوندانه دتکامل لپاره مثبت تغيرات په وجود را وړي ور سره تر څنګ په موډنيزه کېدو سره دبشر دتباهي لپاره بېلابېل موارد او توکي تهيه او را منځته کړي دي .

دا خبري ددې ګواه ده چي په موډرن نړيوال سياست کي دپخواپه پرتله دتکنولوژۍ رونق او نوښت په ډېره توندي پر مخ روان دى چي ، له پخوا يې ددې پر مختګ توپير په لاندي ډول ښوول کېږي :

مخکي په دې اساس چي دنړۍ پر مخ استعماري طاقتونه دخپلي مځکنۍ بشپړتيا لپاره لاس په کار سي خو اوس دبشري نفوس د ډيرښت او هغوى ځانته د ډوډۍ پيدا کولو په موخه پراختيا په تکل دي.

مخکي ددې لپاره چي استعماري طاقتونه پر نړۍ دخېټي اچولو لپاره مستضعف قوتونه اېل او تر خپل چتر لاندي لاندي راولي ، خو نن ددې لپاره چي خپل هيوادونه دممکنه مالي ، ارتزاقي او اقتصادي افلاس او مسکنت وژغوري .

مخکي ددې لپاره چي فکري و اويډيولژيک ملګري ځانته ولري او دخپلو اجنداو سره سم کاري بهير پر مخ بوزي ، نن ددې لپاره چي خپل سرتېر پر نورو تاوان او مصارف ددريمي نړې دهيوادونو د جغرافيو دبحرانونو په رامنځته
کېدو کي ولټوي.

دې ډول کړني چي نن په نړۍ کي احساسېږي ديوه بل نړيوال جنګ پېلامې له ځانه سره لري ،چي علتونو ته يې لاندي راځو :

په دوهمه نړيواله جګړه کي اړخونه معلوم وه چي يوه اړخ ته دشخړي په سر کي روسيه او امريکه او په بل متعارض اړخ کي جاپان او جرمني مله وه . کله چي متعارض قوت مات سو ، مدافع ((امريکا اوروس)) متعارض قوت مات کړ.

پايله پر دې سوه چي : ددرېمي نړۍ دځينو هيوادونو تر څنګ تر هټلري نفوذ لاندي هيوادونه (( هنګري ، پولينډ ، بلغاريا ، جورجيا، چکسلوالکيا او …. )) روسيې په ځان پوري وتړل او دنړۍ په نورو ستراتېژيکو نقطو
کي يې خپل نفوذ ته لاره پرانيستله . دوى غوښتل چي دامريکا سره په مساوي او موازې ډول دنړۍ په قاره کي نقطې ولري ، امريکا ته دا جوته وه چي که مه وازي ډول مغلوبي سيمي له روسيې سره ونه وېشي ، نو په سټالين ګراډ کي دروسانو مقاومت دهټلريانو په مقابل هغوى ته دا وښووله چي روسانو له امريکا سره هم جګړې ته زړه ښه کوي ځکه يې دراتلونکي او دوامداره سړې جګړې په موخه له روسانو سره سمدستي سازش وکړ ، المان ، کوريا ، ويټنام او بيا يې يمن ورسره ووېشل .

روسانو په بنيادي ډول دکمونيزم دمفکورې دپلي کېدو او زياتو مصارفو په توجه په سيمو دخپلو متحدو تجزيه سوو هيوادونو په مځکنيو بشپړتياؤ کي دکمونيستي اوسوسياليستي مفکوري پلي کېدو نور هم لاس پر کار دکودتاه ګانو يا خلع ګانو په توسط يې کمونيستي حکومتونو ته لاره هواره کړه.

ددې ترڅنګ په ځينو اسلامي هيوادونوکي دکمونيستي جذب سوو کسانو په پلوي يې ډګرمن معمر قذافي په ليبيا کي واک تر لاسه ګړ ،صدام حسين پر حسن ابوبکر کوتاه وکړه او په عراق کي يې دچکسلواکيې دديکتاتور چايسيسکو غوندي کمونيست پلوه عراقۍ رژيم را منځته کړ ، امريکايانو خپل متحدين په ښکار داسي ازاد پرېښوول چي دهرهيواد مصارف له خپله جېبه خو په پټه يې دامريکا دپټي پاليسۍ دپر مخبېولو پرته ګام مخته نه سواى اخيستلاى ، هغه هيوادونه چي ددوى تر منځ ويشلي او يا په سرحدي سيمو کي په روسيې پوري موښتي وه ، ټوله داسي هيوادونه ول چي په شرقي او منځنۍ اسيا ،شرقي او منځنۍ اروپا په وچو کي يې قرار دلود چي که هر وخت دروسانو او امرکايانو تر منځ کوم ټکر را منځته کېده نو ، تاوان يې هم همدا هيوادونو ته کېده ، ځيني استثنايي هيوادونه دليبيا او کيوبا غوندي ول ، چي که ددوى پر سر ددوى پر حريم دامريکا او روسيې تر منځ ټکر راغلى واى افريقا او امريکا يې تهديدوله ، امريکايانو په افريقا کي هماغه جګړه ځکه نه غوښته په دې دواړو بر اعظمونو کي خپل متحدين هيوادونه له لاسه ور کړي او دامريکا په لويه وچه دکيوبا په سرشوخۍ يو بحران را منځته نه سي .

روسانو هم دا يو فرصت باله ، پر ليبيا ، مصر او …. يې دخپلو اسلحو دپلورو بازار تود و او کيوبايې دامريکا په وړاندي دسرخوږي يوه ښه کيلي دځان لپاره په لاس کي درلودل .

همدا لامل و،چي تر دوهم نړيوال جنګ وروسته منځنۍ اسيا افغانستان او بيا وروسته عراق دسړې جګړې تود ډګر وګرځيد. ددې ترڅنګ ددې سړې جګړې يو بل ستراتيژيک موقعيت لرونى هيواد لبنان چي داسيا، افريقا ، او اروپا درې واړه براعظمونه په ګواښل کېدل هم په بحراني حالت کي قرار درلود.

افغانستان موږ داسي تعبيروو چي افغانستان ددې سړې جګړې دوامداره او څار و ، بلکه افغانان هم اړ ول چي دخپلي مځکنۍ بشپړتيا، فکري او عقيدتي نوامسو دساتني د اړتيا او مسئوليتونو ساتنه وکړي چي همدا سي وسول ١.١ مېليونه تنه په کښي قرباني چي که په اوسط ډول دهر افغان ٥ لېټره وينه فرض کړي نو ٥.٥ميليون لېټره دافغانانو وينه په داخلي سطحه دنوامسو دساتني او په خارجي سطحه دنړۍ دانډول په له منځه وړلو کي دتوييدو سبب سوې وي .

په سيمه کي دراتلونکي لپاره په تدريجي ډول دايران پر پښو درېدل او ور سره تر څنګ په منځني ختيځ کي د عراق مخ پر ودي تسليحاتي پروګرام هغوى دځان په تاوان . ځکه باله چي دمصر دجمال ناصر ملي ګرايي ورته د ياد وړ وه ،د ناټو دتړون نورو هيوادونو دامريکا په مشرۍ په غير مستقيم ډول په يوه اوبله بهانه ايران او عراق دې جګړې ته داسلحو پلورلو او په عوض دخليج له غېږي دخپلو اهدافو دتر لاسه کولو ښه فرصت باله ، کله چي ايران په دې جګړي کي له پرله پسي تاوانو سره مخ سو او جګړه نسبتاً دعراق په گټه پاى ته ورسېدله دا خبره زړه ته تېروه چي صدام هم ددوامداره جګړې توان له ځانه سره نه لري ، ولي د عراق مشر صدام حسين له ايران سره ديادي جګړې تر بريالتوب وروسته دا ډاډ درلود چي خپل ارضي تماميت ته نوره پراختيا ور کولاى سي ځکه يې نو په١٩٩٠ کي په جنوب شرق پلو پورت واړه هيواد کويټ بريد وکړ او هغه يې دعراق يو ولايت وباله .

دې کړني په يوه اړخ کي ناټو ته نور دکمونيزم دټغر دټولېدو ښه چانس په لاس ور کړ او دخپلو متحدو عربي هيوادونو په پايڅو کي کيکه ور ايله کړه چي سبا ستا او بل سبا دهغه بل وارى دى،چي دصدام له لوري به دکويټ په سرنوشت اخته کېږي .

اردن ، سعودي عربستان ، عربي متحده امارات او قطر هيوادونو مشرانو دخپلو خاورو دساتني په موخه دامريکا په مشرۍ دناټوسر تېروته په عربي صحراو کي دصدام حسين دتجاوزدمخنيوي لپاره پر عراق دبريد اجازه ورکړه.

ترکيې په دې اساس چي شخړه دخبرو له لاري حل سي خپله بې طرفي اعلان کړه ،ولي صداق حسين په تر کيه کي دامريکا او ترکيې دجوړسوي ((انجرليک هوايي ډګر ))په موجوديت اندېښنه ودر لوده ، همداسي دتر کيې له لوري دممکنه ګواښ په کېدو يې دترکيې پر پوله خپل سرتېري ځاى پر ځاى کړل ، تر کيې ددې
کار په کېدو سره خپل هيواد ته دګواښ يوه خبره پيدا کړه ،ناټو ته يې اجازه ورکړه چي ددوى خاوره دي دصدام په مقابل وکارول سي .

دناټو دسرتېرو دپلي کېدو سره سم دپاکستان اسلامي جمهوريت سره په شمول دناټو او سعودي عرب په پلوي سرتېري واستول ، دمنځني ختيځ ، منځنۍ اسيا او ځينو نورو هيوادونوکي ازادي غوښتونکي سازمانونه هم بې پرې پاته نه سول چا دعراق او چا دناټو په پلوى شعارونه وچت کړل افغان مجاهدينو چي دشوروي له جګړې فارغ وه سوي خو په هيواد کي د ډاکتر نجيب الله درژيم په وړاندي مقاومت موجود وو چي په دې جګړه دښکېلتيا لپاره يې دامريکا او ناټو په مشرۍ په اتحاد کي دګډون په موخه مجاهدين واستول خو حکمتيار او
مولوي خالص ترې نټه وکړه .

دسړې جګړې لمړى پړاو چي دافغان شوروي جګړې په نوم ياد وو د شوروي اتحاد دمتلاشي کېدو لامل سو غربي نړۍ ته يې دا فرصت په لاس ور،کړ چي په نړۍ کي يو په بل پسي پخواني شوروي متحد ين له واکه ليري کړل سي ددې پروسې دپيل لپاره يې په لمړي ځل دصدام حسين ټکولو ته لاس ور واچاوه .

امريکا او دهغې متحدينو فکر کاوه ،چي نوموړى نه سي کولاى ددوى په وړاندي مقاومت وکړي تر دوو مياشتو زياتي جګړې وروسته يې صدام دې اړ کړ چي خپل سرتيري له کويټه پر شا کړي په بل اړخ کي په ورځني ډول د ناټو دهر تيري لپاره ١٠٠امريکايي ډالره يوازي خوراکي مصرف او دعربو له جېبه ددې مصرف
وتل پر دواړو دبوج تر څنګ دناټو په تائيد دناټو له اړخه د١٢٥ پروندو جنګي جيټ طيارو((ميراج ، تونيډو ، ايف ١٦)) او عراق رژيم په حواله دناټو د٢٥٠ الوتکو را نسکورېدلو ناټو او دهغې عربي متحدين له مصارفو سره
مخ کړل.

دنوموړي جګړې درېدل پر دې ختمه سوه چي په منځني اسيا کي دراتلونکي لپاره دځاى مشتېدو لپاره جګړه دموقت وخت لپاره ودرېږي . ددې درېدنګ لپاره پوره لس کاله دملل متحد له خوا دکيمياوي اسلحې دپلټني په موخه ناټو دعراق ټول تاسيسات وچڼل او په بل اړخ کي ناټو دامريکا په مشرۍ خپل تسليحاتي پروګرام ډېر پياوړي کړ ، کمپيوتري او د دبې پيلوټه طيارو سيستم فعال سو او په دوهم ځل په امريکا دنړيوالو تجارتي برجونو دنړېدو له امله په افغانستان او عراق کي جکړه پيل سوه .

په افغانستان کي خپل منځي جګړې دعراق نظامي پروسې خوارځواکي ، دشرقي اروپا دځينو هيوادونو تجزيې ، په بوزنيا هرزګونيا او سرايوو کي سالاديچ او عزت بېګويج ، داذربايجان او ارمنستان تر منځ خپل منځي شخړي ددې لامل سول چي دبالکان هيوادونه او منځنۍ اسيا د کړاندو حالاتو لرونکې وې . په بل اړخ په ښکار دروسيې خاموشي ددې سبب وو چي نور يې هغه نړيوال برم تر سوال لاندي سي .

دافغانستان په قضيه کي دنه پرېکېدونکي جګړې په لړۍ يو دم تغيرپه جګړه دښکېلو جانبينو دپرمختګ ټکي کېدل دامريکا پر سوداګريزو برجونو بريد په افغانستان کي دعربانو موجوديت داټول هغه څه وه چي د امريکا متحده ايالتونو او ناټو داوضاع دڅارني او په سيمه کي دملل متحد دپروګرامونو په نوم ځان ته داحق ورکړ چي په سيمه کي مداخله وکړي او دنړۍ سياست دځان په نفعه وګرځوي . يو په بل پسي دعراق ، ليبيا ، مراکش ، يمن چي له مراکش پرته نور درې واړه په پخوانيو شوروي متحدينو کي راتلل دنظامونو سقوط په مصر کي د اخوان المسلمين واک ته رسېدل او بيرته را پرزېدل چي امريکا او ناټو يې پيل او لړ کي نه يوازي دحکومتونو دمخالفينو ملاتړ وکړي ، بلکه خپل هم د موډرنواسلحو په استعمال پر اړوند هيوادونو
دسمون په عنوان را وړاندي سول .

دنړۍ دا حالاتو که له يوې خوا دناټو غړو هيوادونو ته دا فرصت ورکاوه چي په سيمو کي مستقيماً دامنيت شورا استازيتوب وښيې ، ددوى مقابل روسيې او چين وپتيله چي دناټو په مقابل وارسا دپکټ بديل ته اړتيا ده ،
تر څو په نړۍ کي مادي، پوځي او اقتصادي انډول وساتل سي ، هيوادونه دخپلو او دخپلو سيمو په سياسي نفوذ لاندي برخو باندي دنورو جغ ته فرصت ور نه کړي .

سره تر دې چي دعراق ، ليبيا او يمن غوندي متحدين روسانو تدريجي له لاسه ورکول خو دا مهال دشانګهاى تړون په نوم نوى قرار داد را منځته او ټول هغه هيوادونه چي په مستقيم يا غير مستقيم ډول دناټو تر ممکنه
بريد لاندي احساسېدل . په نوي تړون يې کي ځيني درسمي او ځيني ناظرو غړو په نومو شامل سول .شمالي کوريا ، ايران ، تاجکستان ، ازبکستان او … په قلمرو کي را وستل ځيني هيوادونو يې په محتاط ډول ددې سازمان غړيتوب تر لاسه کړ ځينو هيوادونو دمحافظه کار سياست په لرلو دناظرينو په توګه ګډون خپل کړ ،خو په نړۍ کي دانډول ساتني په موخه يې تر اوسه رسماً کومه برخه نه درلودلې .

دشانګهاى دتړون ورځ تر بلي پراختيا نه يوازي په اسيايي سيمو کي دامريکا داقتصادي پراختيا تدريجي مخه نيسي ور سره هغه هيوادونه چي په راتلونکي دخپلو زړو سو رژيمونو سقوط ته سترګي پر لاره ښکاري واکدارانو ته يې دا دمه پر لاسه ورکوي چي دشانګهاى دتړون د غړو هيوادونو په ځانګړي ډول په سيميز لحاظ له روسيې او چين سره نژدې ځانونه يا تړلي احساس وي چي ددې هيوادونو ملاتړ تر لاسه او دراتلونکي پېښېدونکي جګړې په لړ کي دهمدې هيوادونه تر وزر لاندي خپلي بقا ته دوام ورکړي..

راتلونکى ټکر

دقوي اقتصاد او پوځي ځواک لرونکي هيوادونه پخپل ګاونډ کي دنورو هيوادونو پانګونه ، لاس وهنه او دوستي دخپلو هيواد او سيمي لپاره داقتصادي جګړې يو ګواښ بولي ،ځکه نو دګواښ مخنيوى لمړي دخبرو او په سيمه د نفوذ لرلو په ښوولو سره او که داسي نه وي ، مجوراً يا قصدا جګړې او بريد ته لاره هواروي همدا لامل دى چي دشانګهاى تړون غړى هيواد چين ختيځ بحرالکاهل کي چي نوموړى هيواد يې دسياسي او جغرافيوي نفوذ برخه بولي او په دې نفوذ کي دخپلو متحدانو روسيې او شمالي کوريا برخي حتمي بولي
همدا شان ناټو دخپلو متحدينو سره د سوق ، دجګړې پيل او بريد لپاره دخپلو ستراتېژيکو ملګرو او خپل نفوذ سيمي همداسي بولي چي په دې لاندي نقطې ددرېيمي نړيوالي جګړې دپيل اساسي سنګرونه باله سي.

دټکر دپېښدو نقطې

((ولاديستوک سواحلي څنډه ))چي دروسيې دهيواد ختيځه برخه ده او ددې هيواد دفضايي سيستم يوه برخه پکښي مستقره ده دروسيې ، چين او شمالي کوريا دفاعي او بريد کوونکي مورچل ((اوکيناوا)) دجاپان هيواد جنوب غربي جزيرې چي په اسيا کي دامريکا لويه نظامي اډه قرار په کښي لري دمقابل اړخ په وړاندي مورچل .

دجنوبي کوريا شمالي سواحل

دافغانستان شمالي صفحات چي د شانګهاى تړون غړو هيوادو په وړاندي دناټود ايتلافي انډيوالۍ مورچل
برعکس دتاجکستان او ازبکستان هيوادونو جنوبي پولي، دشانګهاى تړون دغړو هيوادونو مورچل د(( هرمز)) تنګى دشانګهاى تړون غړي هيوادايران تر نفوذ لاندي سيمه متقابلاً دعربي متحده اماراتو پولي چي دامريکا متحدين بلل کېږي ((ګولان غونډۍ ))چي د سوريې په غرب کي قرار لري او داهيواد دروسيې له پياوړو متحدينو څخه دى . ددې نقطې اهميت په دې کي چي په بحران سره يې په شمال غرب اړخ کي اروپا ته دجګړې پرانيستونکې لاره دترکيې له هيواده لري سويس کانال او مصر له لاري افريقا ته دجګړې د خپرېدو دروازه ، په منځني ختيځ او غربي اسيا کي دلبنان ، اسرائيلو او سعودي عربستان او اردن له لاري ددوئ همسايه هيوادونو ته چي استوا ته په لنډواټن شمالي اړخ کي قرار لري

تنګۍ ور سره تر څنګ جنوبي کوريا او جاپان اوکيناوا جز دفاع لازمي بوي ددې فاع لپاره دروسې ختېځ برخه دچي دروسيې دقملرو برخه او دچين او شمالي کوريا سره دمشترک سرحد په درلودلو يوه ستراتېژيکه نقطه بولي دنورو د مداخلې مخه نيسي.

ګرجستان : چي دتور سمندر په ختيځ کي قرار لري دغربيانو متحدخو دهمدې پخوانۍ برخه ((ابخازيا)) درسيې تر سياسي نفوذ لاندي په خود مختار ډول قرار لري چي دناټو او روسيې دجګړې دپيښې پر مهال يوه نطقه بلل کېږي ، تاوان او ناقراري به يې اروپا ګالي.

ليتوانيا ته له اکراينه دجګړې سرايت کېداى سي دشمالي اروپا هيواد ونه يادسکينډنيوياټاپو چي ناروي ، سوېډن هيوادونه احاطه کوي تر ګواښ لاندي راولي.

رومانيا ، بلغاريا او يونان دتورسمندرګي غربي سواحلي هيوادونه کېداى سي دخپلو ستراتېژيکو موقعيتونو په خاطر دګواښ نقطې وبلل سي .

کيوبا: دمنځنۍ امريکا په غېږه کي پرته جزيره چي شوروي اتحاد پرمحال دسرې جزيرې په نوميادېدل ، ددې هيواد په جنوب د دومينيکا او هايتي هيوادونو تر څنګ په سيمه کي دوينزويلا هيواد چي دروسيې متحده بلل کېږي هغه نقطې دي چي دنړيوالي جګړې دپيښي پر مهال سيمه ناقراره کړي .

داسلامي نړۍ سرنوشت 

په اسلامي نړۍ کي دبې پرې توب هغه شومه نه ده پاته لکه له نن څخه چي ٣٠ کاله مخکي پاته وي پر همدې اساس ددې جګړې منځنۍ پړاو به داسلامي نړۍ پر هيوادونو تحليمېږي لاندي هيوادونه دهمدا اوس په شان به همداسي پاته وي احتمالاً په لاندي ډول په جګړه کي راګېرېږي :

تر کيه چي په اغلب ګمان دنړۍ له١٧ طاقت څخه ده ، تر اوسه يې دناټو رسميت نه دى تر لاسه کړى دناټو تړون غړي هيوادونه به دخپلوانډيوالانو دور زيادښت په خاطر دې ته زړه ښه کړي چي دا هيواد په موقتي يا دايمي توګه دخپل بلاک يوه برخه وګرځوي ، که داسي وسي نو ددې هيواد لپاره لاندي ګواښونه متوجه دي :

ددې هيواد پر اړخ پروت هيواد سوريه دشانګهاى تړون پلوه روسيې متحده چي په سوريه کي به ددې تړون موجوديت او دهغو ملاتړ تر کيې ته ګواښ متوجه کړي .

روسيه په اسيا او اروپا دواړو کي قرار لري خو تر کيه هم دخپلي اراضي په درلودلو سره داروپا دروازه بلل کېږي داچي ترکيه به دروسيې په وړاندي مادي توان ونه درلوداى سي له سختي ضربې سره مخ ده .

حاکم اخوان المسلمين ګوند ته په کمن کي ورته ناست حريفان په داخلي سطحه لري ، که دا ګوند په واک کي و دهغوى له مخالفت سره به مخ وي اوکه هغوى په واک کي سول نو داوسنيو حاکمو اخوانيانو له خواګواښېږي ، ددې تر څنګ دPKKكردان چي په حكومت كي به حاشيه كي پاته دي يو بل ګواښ بلل کېږي
. دا هيواد ځيني عمده فرصتونه لري يو په سيمه کي دمنظم پوځ موجوديت ، دوهم دناټو ممکنه ملاتړ .

ايران : خپلي پلې ته په کتو سره دخپلو ملي او مذهبي منافعو په نظر کي نيونه سره کېداى سي نور هم محتاط واوسي له روسانو او شانګهاى تړون سره به يې ملتابه تر هغه وي تر څو دوى خپلو اټومي اهدافو ته لاس رسئ پيدا دناټو سره دمخامخ ټکر سره مخ کېږي .

پاکستان : داټومي طاقت لرونکى پاکستان کېداى سي په مخامخ جګړه کي راګېر ځکه نه سي چي نه دناټو خوا بدولاى او نه هم دچين دوستي پرېښوولاى .

بريد به يې يوازي هغه وخت ممکن وي کچيري ايران دروسانو په پلوي پر هغو عربي هيوادونو بريد وکړکوم چي دناټو پلوي لکه کويټ ، سعودي ، عربي متحده امارات او ….دي .

لهذ له جګړې څخه به اندنيزيا ، مالييزيا ، بنګلدېش هم په امن کي نه وي چي په يو اړخ يې مخ پرودي اقتصاد دوهم يې لټ سمندر په ليکو کي دبحري سواحلو موجوديت وي .

اروپا:

اروپا له ناورين سره دمخامخ کېدو په درشل کي ده په يوه اړخ کي په اکراين دروسيې دګټو خبره ده په بل اړخ امريکا غواړي په راتلونکي کي دځان يو متحد ملګرى ولري . ددې غوښتنو پر اساس که روسيې او امريکا څخه
يو هيواد ددې هيواد پر اېلولو قادر سي ، نو په اکراين دهماغه هيواد اډې پرانيستل داروپا ازادي او يووالى تر ګواښ لاندي راولي . سره تر دې چي اروپايي اتحاديه په ډېره کي دامريکا متحده ده ، خو په اکراين کي
دامريکاپوځونو دمستقر کېدو په صورت کي دشرقي اروپا پر هيوادونو دروسيې دنفتو او غازو فروش ته لاره خنډ کېدونکې ده . په دې معني چي دروسيې پر صادرېدونکو موادو به دټاکلي نرخ سره چي دروسيې لخوا وضع سوى دى داکراين هيواد له خوا دلاري اضافي ټکس درشرقي اروپا دغريبو هيوادونو تر واک وتلي خبري برېښي له افلاس ، فقر او غربت سره مخ کېږي . چي دا بوج به يې داروپايي شتمنو هيوادونو له غاړي وي او شتمن هيوادونه چي اوس خود کفي دي وبه نه توانېږي چي دخپلو هيوادونو تر څنګ د يونان او پولنډ غوندي نورو هيوادونه په بې عوضه او دوامداره مرستو وچلوي .

داکراين تر قضيې سر بېره ځينو هيوادونه ديونان غوندي تر اقتصادي ناورين لاندي بلل کېږي . ديورو زون تر پور لاندي دى تر ډوېرو کلونو نه پر دې نه سي توانېدلاى چي په اړخ کي خپل اقتصاد پر پښو ودروي او په بل اړخ کي دي د يورو زون پور ورکړاى سي . يونان به کوښښ وکړي چي دځان دپياوړ تيا او اقتصادي سپما دپلي کېدو لپاره هر هغه هيواد ته لاس ور اوږد کړي چي ددوى اړتيا په ارزانه قيمت ور پوره کولاى سي .

ددې ارزانو قيمتونو لپاره په معاصر اقتصادي محور کي هغه هيوادونه چي دامريکا يا ملګرو ملتونو دبنديزونو په محاصره د روسيې ، ايران ،شمالي کوريا او … په شان قرار لري . داهيوادونه خپلو توکو ته دفروش لپاره اړتيا لري او ديونان غوندي مفلس هيوادونه دخپلو اړتياؤ تکافه ته ضرورت لري بنا دا دوې اړتيا وي دا هيوادونه دې ته اړ باسي چي دملل متحد له بنديزونه څخه سر غړونه وکړي او يا هم دچين غوندي مخ پر ودي هيوادونو
سره اړيکه ولري . چي دابه دامريکا دبازار موندني اقتصادي منافع په خطر کي واچوي اوديورو اوسنى توحيدي پروګرام به بحراني کړي . په اروپا کي په نسبي ډول دجرمني او فرانسي داړيکو نژدې حالت ، دانګلستان دخښم سبب ګرځي هغوى کوښښ کوي چي نه سيخ و سوځي نه کباب ، نه داروپا سردار له لاسه ورکول غواړي ، او نه دا خوند ورکوي چي داروپا اتحاديې دباندي دي انګليستان له امريکا دناټو په چوکاټ کي مستقلي اړيکي ولري .

دجرمني او فرانسي سياسي موقف دراتلونکي په اړوند درې لاري په مخ کي لري :

که داروپا شتمن هيوادونه ټولي اروپا ته دمرستي ټټر ټکوي او داروپايي هيوادونو دمخ پر ځوړ اقتصاد دپياوړتيا لپاره هغوى ته لاس ور کړي ، خو داکار ممکن نه دى .

که روسيې او دشانګهاى تړون غړو هيوادونو ته لاس ورکوي دامريکا او دناټو دپاتو هيوادونو ښکاره بدي يې په مخ کي لري .

که دامريکا سره دناټو تړون تر چتر لاندي دوام ورکوي نو بيا ددنيا اوسنۍ اقتصادي انډول نه دى پاته کېدونکى ، څومره چي اسيايې هيوادونه په اقتصادي ډول پياوړي کېږي په هماغه اندازه دغربي نړۍ منافع په خطر کي
لوېږي .

په پورته لنډ تحليلي اړخ کي دا پايله اخلو چي دنړۍ سياسي مشين داقتصادي او موډرنيزه کېدو په موخه په ستراتېژيکو نقطوکي دويټو د حق لرونکو هيوادونو تر حد زياتي غوښتني ب ددې سبب سي چي :

په اسلامي نړۍ کي دبشري تلفاتو ناورين را منځته سي .

اروپايي اتحاديه د٣ ټوټه کېدو پر لور ولاړه سي .

دملل متحد هغه لوظنامه چي په نړۍ کي يې دبشري ناورين دمخنيوي په موخه رامنځته سوې وه په وړاندي به بل انډول او دوه قطبي اړخ ولري .

والله اعلم چي څه به پېښ سي .
په درنښت
کندهار ، غريبک کتابتون
١٣٩٤غبرګولي ٨


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ