نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۲۷ برخه)

په تیر پسې: ظاهر جان ډېرې نادرې کولې، ویل یې زه سګرېټی وهم، او راوستلی یې هم د سګرېټي په جرم یم! مګر څه وخت کېږي چې پرېښی مې دی، خو داسې ښکارېدو چې اوس یې هم وهلو، خو نه ور رسېدو؛ ځکه په زندان کې د سګرېټي سهولت نه و، که څه هم چې سګرټ ښه په خوند زیات وو لکه مخکې مو چې وویل، مګر سګرېټی نه و، ده به د سګرېټي مینه په سګرټ ماتوله، یوه ورځ هسې د مرچ آغا خبره راغله، ده ویل په اوس وخت کې د ځمکې پر سر تر ټولو غوره کس مرچ آغا دی، له همدې کبله یې آغا صیب خېلو ته له اندازې زیات احترام درلود، د سګرېټي به یې ډېر زیات صفت کولو، زه او یو بل ملګری په بحث ور سره لګیا شوو، مونږ ورته ویل چې سګرېټی وهل ناروا دي،

ده ویل: یه! سګريټي بالکل روا دی، بلکې د ډېرو بدو کارونو مخه نیسي، بیا یې شروع وکړه، سړی له غیبت نه ساتي، څوک چې سګرېتي وهي هغه دخلکو په عیبو پسې نه ګرځي، په خپل کار لګیا وي، بدکارۍ او بد اخلاقۍ نه کوي، د چا مال نه خوري، څوک نه ځوروي، یو شي چې څوک له دومره ګناهونو منع کوي آیا دا ښه شی نه دي؟  او بیا به یې د خپلې خبرې د تایید لپاره ویل چې ګورئ مرچ آغا هم چلم وهي، پلانی بابا یې هم وهي، پلانی آغا صیب یې هم وهي، پلاني مولوي صیب هم وهلو، زیارت یې په پلاني ځای کې دی!

ما ور ته ویل چې سړیه دا ته څه وڅه وايي؟ سګريټی ( چرس ) څه رنګه روا دی؟ او څه ډول سړی له ګناهونو څخه ساتي! زمونږ په ځای کې خو چرسیان تر ټولو بد خلک دي، د خلکو مالونو غلا کوي، چرګان غلا کوي، له خپلو کورونو نه سامانونه پټوي، او بیا یې خرڅوي، نورې بد کارۍ کوي، روژه خوري، یو غیبت به نه کوي، نورې خو هرې لوبې کوي!

 ده ویل یه! کاري ساب! دا خلک اصلي چرسیان نه دي، دوی چرس په بې اودسۍ څکوي! څوک یې چې په بې اودسۍ وڅکوي، هغه بیا په لغته وهي! او څوک یې چې په لغته ووهل بیا سمه ورځ نه شي لیدای! دا ډېر عاجز او بې غرضه بوټی دی، کبر نشته پکې، چا ته تاوان نه رسوي، دا باید په اوداسه وڅکول شي، که بې اودسه وڅکول شي بیا تاوان کوي، دا کوم کسان چې ته ښيي دوی یې بې اودسه څکوي، زمونږ قانون دا دی چې سم اودس به ورته کوې، بیا به یې څکوي! له دې عاجز بوټي سره چې چا نا جایزه وکړه، کار یې خرابېږي!
   زه د خپل ځان کیسه درته کوم، که دا بوټی نه وای، ما به اوس څه لوبې کولې! زه پیسې لرم، مال لرم، که دا بوټی نه وای ما به هم اوس د نورو په څېر بدکارۍ او بد اخلاقۍ کولې! زه چې را نیولی یم، دې بوټي را نیولی یم! زه ډېر کسان پېژنم چې پیسې لري خو ډېرې بدکارۍ کوي! او څوک چې له دې بوټي سره سروکار لري هغوی الله پاک ساتلي دي! دا بوټي الله ته سړی ور لنډوي! د الله مینه ور سره پیدا کوي!

ما ویل وو ظاهر جانه! دا ته څه وايي؟ په حال یې! ده به ویل: ګرد سره کسم دی سم درته وایم! ما ویل که دې بوټي الله ته خلک ور نېږدې کولی، الله ته د تقرب وسیله ګرځېدای شوای نو بیا پیغمبرانو علیهم الصلاة والسلام ولې خلکو ته ددې بوټي په څکولو امر نه کولو، علمای کرام ولې په خپلو کتابونو کې لیکي چې دا بوټی ناروا دی!؟ که دا بوټی دهدایت وسیله وای، څه ضرور وو چې علمای کرام دومره زیات تکلیفونه ګالي، مور او پلار د خپل اولاد د سالمې تربیې لپاره زحمتونه ګالي!  بس دا بوټی به یې ورته راوړلو هغوی به څکولو او سمې لارې ته به برابرېدل!

په دې سره یو څه غلی شو، وايي نور نه پوهېږم، خو دومره پوهېږم چې دا ډېر عاجز او بې غرضه بوټی دی، که چا په اوداسه وڅکولو نه بې لارې کېږي! په خپله خبره تر پایه ټینګ ولاړ و!

 له همدې ډلې ځوانانو سره یو بل کس هم زمونږ خونې ته راغلی و، غنم رنګی د منځنۍ ونې ځوان! برابره توره ږیره او متوسط بریتونه، ببر سر، غټې غټې سترګې، د مخ غټه کاسه، لوی لوی اندامونه، په یو وخت کې له خندا او ژړا ډکې څېرې یې په ساده ژبه د مظلومیت، بې وسۍ، بې کسۍ، غمونو، دردونو، وهلو او ټکولو  نادرې کیسې کولې! هر چا به چې لیدو له ورایه پوهېدو چې دې کس ډېرې سړې او تودې تېرې کړې دي! او همدا اوس هم له اندېښنو او غمونو سره لاس او ګرېوان دی! په خونه کې به معمولا ملګري دوه درې سره غونډېل او خپل مجلس به یې کولو، دی غریب به سرګردانه او لا لهانده کله یوې ډلې ته او کله بلې ډلې ته ور نېږدې شو! ځان به یې په یو لاس تکیه کړی و، د هغوی خبرو ته به یې غوږ ونیولو بیا به هغه بلې ډلې ته ورغی! زه په رښتیا یو څه پرې بد ګومانه غوندې شوم چې دا ځوان ولې داسې کوی! سبا ته وو که لا بل سبا وو، په غالب ګومان د مازدیګر مونځ مو چې وکړ، زما لوري ته په داسې عاجزانه انداز کې را لنډ شو لکه څه چې غواړي! ما هم سر ور کوږ کړ! وايي مولوي صیب زه یوه مشوره در سره کوم، ته را ته ووایه چې څه وکړم! حیران یم نه پوهېږم! ما ویل خیر خو دی؟ وايي زه خو یې چې لومړی ونیوم، هملته په ولسوالۍ او ولایت کې يې ډېر سخت سخت یې ووهلم، له اخه توخه یې وغورځولم، مګر ما اقرار ونه کړ، ریاست نود ته یې چې راوستم هلته یې هم ډېر سخت سخت ووهلم، مګر اقرار مې ونه کړ، د خوځېدو نه یم، له حرکته لویدلی یم، اوس چې دلته راغلم، ملګرو ویل چې دلته وهل نشته، په جزايي خونو کې چې وم، هلته یې هم په تحقیق کې وهلم، ما ویل اوس له جزايي اطاقونو نه راغلم، کېدای شي تحقیق مې خلاص شوی وي، او وهل به نه وي، خو دلته یې هم چې پرون او نن تحقیق ته بوتلم، بیا یې په دا سر سر ووهلم، له غوږونو مې زوې راوزي، له دې مخکې یې هم په سر سر ډېر زیات وهلی یم! بالکل ګنګس یم په ځان نه پوهېږم! تا ته د زړه حال وایم، ته اوس مشوره را کړه چې څه وکړم، ما خپل ځای غلط ورته ښودلی دی! دوی وايي چې مونږ معلومات وکړل، په کوم ولایت او ولسوالۍ کې چې  کوم کلی ته ښيي هغه کلی بالکل نشته، او ته وايي چې زه د دغه کلي یم، هلته اصلا دا کلی نشته! ته ولې درواغ وايي؟

مولوي صیب تر اوسه خو ما ځان ټينګ کړی و، له دې وروسته نور توان نه لرم، اوس ټول حال سم ورته ووایم او که څنګه؟

 ما ورته ویل سړیه دا کیسه بل چا ته ونه کړې! ده ویل یه بل چا ته یې نه کوم یوازې تا ته مې وکړه چې ته مشوره را کړې! ما ویل ته ما پېژنې چې زه څوک یم؟ په ما ولې دومره باور کوې! ده ویل بس زړه مې را ته وویل چې تا ته دا خبره وکړم، که نه نور خو دې په رښتیا هم نه پېژنم!
 ما ویل سړیه تر اوسه دې چې ځان ټینګ کړی له دې وروسته هم ځان ټینګ کړه، حال مه ورته وایه، که دې حال وویلو، تحقیق دې له سره پیل کېږي، بیا به هره خبره د وهلو او ټکولو په زور در نه اخلي، ځکه دوی به وايي چې بیا هم درواغ وايي! حال خو په هېڅ صورت مه وایه! خیر دی یو څه حل به را پیدا کړو! ده ویل مولوي صیب نور مې خبره له وسله وتلې ده، همدا نن یې تر ويښتانو وینم، او سر مې يې په میز ووهلو ووهلو! نور مې له وسه نه کېږي!

ما ویل ته صبر وکړه خیر دی، همدلته په خونه کې د همده د ولایت یو بل ملګری را سره و، او هغه هم د دوی په ډله کې راغلی و، له هغه سره په دا دوه ورځو کې شناخته شوم، هغه زمونږ کلی او زمونږ سیمه پېژندله، هلته یې زمونږ د سیمې ځینې مجاهدین هم پېژندل، ډېرې کیسې یې را ته وکړي، زما هم باور پرې راغی، ټینګ او مېړنی مجاهد و، د شهید ملا بور جان آخوند له انډیوالانو څخه وو، د هغه د شهادت کیسه یې هم را ته وکړه چې څه ډول او څه رنګه په ورېښمین تنګي کې د زردادیانو له خوا په راکېټ ولګید او بیا مونږ څه ډول د هغه د شهادت خبره پټه کړه! ده ویل شهید ملابور جان تر مخ وو، مونږ دریمه وه که څلورمه ډاډسن ورپسې وو!

 ما اشاره ورته وکړه، زمونږ څنګ ته راغی، ما ویل دا ملګری له داسې مشکل سره مخ دی، په تحقیق کې یې ستاسو ولسوالي ور ښودلې ده، چې ګواکي ددغه ولسوالۍ دی، او په دې نامه یې یو کلی هم ورښودلی چې ددې کلي یم، اوس څارنوالانو ورته ویلي چې مونږ معلومات او پلټنې وکړې، دا کوم کلی چې ته ښيي دا په دغه ولسوالۍ کې نشته! اوس یې غریب ډېر تنګ کړی، تا ته به معلومات وي چې آیا په رښتیا هم ستاسو په ولسوالۍ کې په دې نامه کلی شته او که نه؟ ده ویل چې په دې نامه کلی خو په رښتیا هم نشته! ما ویل اوس نو ددې غریب لپاره څه چاره په کار ده؟ که اوس ټول حال ورته وايي وهل او ټکول خو به یې وي چې وي، خو خبره یې دمحکمې ده، هلته به بیا ډېر زیات قید پرې راځي! ته اوس فکر وکړه چې څه حل ور ته را وباسو!

ده فکر وکړ، بیا یې ویل چې دلته یو بل کلی شته، دا کوم نوم چې دی ښيي دېته ورته دی، دی دې په تحقیق کې ورته ووايي چې زما مطلب دغه کلی دی، نوموړی کلی ځینې خلک په دې نامه یادوي او ځینې یې په دې نامه یادوي، په دې توګه کېدای شي یوه بهانه ورته جوړه شي، که نه بله لار خو نشته!

ددرې واړو په همدې موافقه راغله چې همدغه سمه او معقوله خبره ده، همداسې ورته ووایه چې نوموړي کلي ته څوک دا نوم او اخلي او څوک دا، او دواړه نومونه سره ورته دي!

بله ورځ یې چې تحقیق ته بوتلو، کله چې راغی وايي بیا یې پوښتنه را څخه ونه وکړه چې ولې دې درواغ ویلي، څه نورې پوښتنې یې وکړې، او بس خبره خلاصه شوه، مونږ ویل ځه الحمد لله چې خبره خلاصه شوه.  

نوموړی سم نشوای کیناستی، له لمانځه وروسته به یې سمدستي په داسې انداز کې بې اختیاره او په خورا بې پروایۍ سره ډه ډه ووهله، لکه له دنیاګۍ نه یې چې ټولو هیلو او امیدونو ګډه کړې وي! ځینې ملګري به ورته غوسه وو چې ته دې ته ګوره څومره لوی او ځواکمن وجود یې دی، او دومره بې غیرته دی، لمونځ چې څنګه وشي سمدستي ډه ډه ووهي یا اوږد پرېوزي، دعا ته هم نه کېني، او دعا نه کوي! دا څه بلا دی! کوم ملګري بیا ورته ویلي وو چې ته ولې داسې کوه، لږ کېنه چې دعا خلاصېده بیا که پرېوزې او که ډه ډه وهې! ده ویل چې تاسو څه فکر کوئ چې زه له هوسه داسې کوم! له اخه توخه لوېدلی یم! دومره يې وهلی یم چې دناستې نه یم، دا مونځ هم په ډېر تکلیف کوم، کیناستی نه شم، تاسو چې دعا کوئ زه شرمېږم چې پروت وم، له الله نه شرمېږم، زه وایم الله تعالی به څه وايي چې دا څومره ناولی بنده دی چې نور دعا کوي او دی پروت دی! خو څه وکړم، له وسه مې خبره وتلې ده، نشم کېناستی!

زما ډېر زړه پرې وخوږېدو، ما ویل هېڅ خبره نه ده، الله جل جلاله ډېر مهربانه ذات دی، او هغه ستا حال ویني، دعا څه که ته لمونځ په ولاړه او ناسته نشې کولی په ملاستې یې کوه، په دې کې څه ګناه نشته، شریعت جواز ور کړی، که یومسلمان په ولاړې مونځ نشي کولی، په ناستې دې وکړي، که یې په ناستې نشي کولی په ملاستې یې دې وکړي! هېڅ خجالت کېږې مه، کېدای شي تر مونږ ټولو الله جل جلاته ته ور لنډ وې! په دې سره یو څه ډا ډه شو!

تر ډېره په یوه خونه کې را سره و، بیا جلا شوو سره، په پای کې بیا په یوه خونه کې سره یو ځای شوو، د ده محکمه  وشوه، په محکمه کې یې برائت ورکړ، زه له ده مخکې را خلاص شوم، پوه نشوم چې دی به کله را خلاص شوی وي!
خو ستر غیرت یې کړی و، تر پایه یې اقرار نه و کړی، که څه هم چې ځان یې د عمر عیبي کړ، خو حال یې ونه ویلو! ….نور بیا

عبد الحنان مجاهد

ددې لیکني نورو برخو لپاره دلته کلیک وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x