کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / BBC پښتو ټلویزیون او همجنسبازي!

BBC پښتو ټلویزیون او همجنسبازي!

 انور افغان

پر BBC پښتو ټلویزیون مي په کابل کې د همجنسبازي په اړه جوړ شوی راپور ولید.

د راپور په پیل کې یې په کابل کې د همجنسبازانو د یوه نایټ کلپ او بیا د همجنسبازانو سانسور شوي تصویرونه خپاره کړل او د راپور په پای کې یې د دوۍ د دې عمل چي یو غیري انساني، اسلامي او افغاني عمل دی په اړه د جزا قانون یوه ماده ذکر کړه ( خپل جنس له کس سره د لواطت سزا اوږد مهاله بند دی ) د جزا قانون ۴۲۷ ماده.

د BBC پښتو ټلویزیون دا ماده چلنج او په داسي ډول ذکر کړې وه لکه د همجنسبازانو پر حق چي تیری شوي وي.

اښه اوس نو خبره د جمهوري اسلامي دولت شوه: لومړی دا چي څنګه په کابل کې د څه باندې ۲۰ حوزو په شتون کې داسي یو نایټ کلپ فعالیت لري؟

دویمه دا چي څنګه یوې مذهبي او سنتي ټولنې ته د ټلویزیون پر پرده دا ډول راپور خپرېږي، ایا د اطلاعتو او فرهنګ وزارت کې داسي کسان نشته چي په اسلام کې د صریحو منکراتو خوا ته هڅونکې خپرونې ودروي؟

او دریمه دا چي ایا د BBC  پښتو ټلویزیون څانګه زموږ د ارزښتونو ساتنه کوي که شکونه؟ او زموږ د ټولنې پر معیارونو برابر نشرات کوي که نه؟

د دغو رسنیو د منفي نشراتو په اړه ټول ولس یوه خوله دي.

دا ډول او دې ته ورته نور راپورنه چي پخوا یې خپاره کړې ټول زموږ د ټولنې د دود او ارزښتونو خلاف نشرات دي.

زموږ هیواد یوازې دا نه چي پوځي اشغال شوی بلکې په لویه کچه فکري یرغل را باندې شوی چي تر پوځي یرغل یې فکري هغه یرغلګرو ته ډېره ګټه رسولې، لکه څنګه چي په پوځي ډکر کې د جنګ اسباب توپ، ټانګ، طیاره، مرمۍ او … دي همداسي د فکري یرغل اسباب او وسایل هم رسنۍ دي لکه: ټلویزیون، راډیو، اخبار، انټرنیټي ویبپاڼې او… دوۍ ( یرغلګر ) هڅه کوي چي زموږ ولس له خپلو اصیلو اسلامي او افغاني ارزښتونو لېري او خپل کثیف او نجس اخلاق او ارزښتونه را باندې وتپي چي همدا رسنۍ یې تر ټولو ګټور وسایل او اسباب دي.

د هیواد په حاکم نظام کې په ټولو وزارتونو کې بهرني سلاکاران شته دي، هغوۍ د خپلو پلان شویو نقشو پر اساس خپلې برنامې پر مخ وړي، لکه همدغه د بي بي سي راپور، دوۍ هر څه د پلان سره سم په تدریجي ډول پر مخ وړي، دغه راپور دوۍ داسي جوړ او خپور کړی لکه پر دوۍ ( همجنسبازانو ) چي لوی ظلم شوی وي او کېږي، له بلې خوا یې یو ډول تشویقي انګل ورکړی او ورسره هغو کسانو ته د ځان ښکاره ولو زړه ورکوي کوم چي دا کړه لري او پټ دي.

په ټوله کې موږ په هیڅ برخه کې خپلواک نه یو، هر څه د یرغلګرو د پلان شویو طرحو سره سم پر مخ ځي او زموږ یو شمېر ځوانان اګاهانه یا نا اګاهانه د یرغلګرو د پلان شویو نقشو پلي کولو ته مټې را بډوهلې.

د ازاد، خپلواک او په هیواد کې د شرعي نظام د حاکمیت په هیله.

 


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

3 تبصرې

  1. محمد نعیم سادات

    دا پخپله همدا نوم. [ جمهوری اسلامی ] غلط نوم دی . موږ په هیواد کی شریعی نظام غواړو نه اسلامی جمهوریت . د اسلامی جمهوریت معنی داده چی یوه ‌‌‌‌‌‌ډله به د اسلام د مبارک نوم په نامه په نورو خلکو حکومت کوی . او د شریعی نظام مطلب دادی چی د هیواد ټول قضایی او ټولنیزی چاری به د محمدی شریعت مطابق عملی کیږی . کله چی په یوه هیواد کی د هرڅه اساس شریعت وی نو په هغه صورت کی موږ ویلی شو چی په نوموړی ټولنه کی شریعیی نظام حاکم دی . دا جمهوری اسلامی د شعیه تفکر زیږنده ده چی د اسلام د مبارک دین په نامه بعضی کسان غواړی چی په نورو خلکو حکومت ړکړی .

  2. محمد نعیم سادات

    یعنی دلته مطلب دادی چی باید هیڅکله عقیده په ټولنیزو چارو کی له شریعیته لوړه ونه ګڼل شی . کله که یو څوګ وایی چی زه ‌‌‌‌‌‌ډیر مخلص مسلمان یم او تاسی باید د شریعت پر ځای زما د خبرو مطابعت وکړی که نوموړی شخص هر څومره تاسی ته مخلص مسلمان ښکاری تاسی باید د شریعت مطابعت وکړی نه د نوموړی شخص یا د نوموړی ‌‌‌‌‌‌ډلی . هر څومره که کومه ‌‌‌‌‌‌ډله یا اشخاص چی تاسی ته ظاهرا ‌‌‌‌‌‌ډیر مخلص مسلمانان ښکاری خو کله چی دوی د محمدی شریعت څخه مطابعت نکوی اعتبار او مطابعت یی مکوی

  3. بس دولت ورته څه نه شی ویلی هو طا لب ما ما ګان هم ورته څه نه وایی ، ځکه کولی شی چی په دولتی قرار ګاه ننوځی خو هیڅلکه دبی بی سی اازدی رآډیو با ندی حمله ونکړه ، تا سو دطلو ع خپرونی ګوری چی ستا ره یی افغان یی څه ځل خپرونه ده خو هیڅکله یی دویته اخطار ورنکړ، خو کله چی په قندوز کی دوی کړی یا نکړی خو دوی پوری مربو ط راپور یی نشر کړه بیا یی دوشمنی ورسره شروع کړه ، دینه معلومیږی چی طا لبان هم لکه دپارلمان وکیلان تګ لاره لری . که دی زما تر ځوی وراره ما ما ځوی دی مفرر کړ زما رازونه دی وسا ته ښه وزیر والی یی که نه بیا خاین ، عل ، فا سد جا رواکی یی ، بس الله دی رحم وکړی نن مونک ټول تجاران لرو حکومت هم تجارت ، امارت هم تجارت ، البته عټ ځټی په دواړو طرفونو کی مخلص افراد شته دی خو څوک یی ږع نه اوری.