کور پاڼه / مقـــــالی او تبصرې / د امریکایانو غندنه هم د قوم پالنې په نوم رټل کېږي

د امریکایانو غندنه هم د قوم پالنې په نوم رټل کېږي

بهیر افغان

پرون د اكتوبر اوومه د جمعې په ورځ د پښتون خوځښت لخوا د کابل په ښار کې د یوې لويې غونډې په ترڅ کې د یو شمېر په هېواد مینو سیاستوالو او لیکوالو لخوا د امریکایانو یرغل او په افغان ولس يې وحشت وغندل شو.

د دې غونډې یوه ځانگړنه دا وه، چې د حکومتي اوسني او پخواني ځینې چارواکي، طالبانو پخوانۍ څېرې، د حزب اسلامي اوسنۍ او پخوانۍ څېرې، د پوهنتونونو استاذان، ازاد لیکوالان، شناندان او سیاستوال او یو شمېر پوهان پکښې له ورایه ښکارېدل.

غونډې د یو تحلیلي کانفرانس بڼه درلوده او هر چاته خپل وخت ورکړل شوی وو، څو د یوې منظمې مقالې او لیکنې له مخې د موضوع په اړه خپل اند او د روان کړکیچ حل لاره په گوته کړي.

په غونډه کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، سیاسي کارپوه وحید مژده، د پخواني ولسمشر د دفتر رئیس کریم خرم، په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند ډاکتر فاروق اعظم، لیکوال او استاذ حبیب الله رفیع، سیاسي مشر او استاذ محمد زمان مزمل، د ملي تحریک مشر او د پوهنتون استاذ اسماعیل یون، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء پخوانی مشر ضیاء الحق امرخیل، د پوهنتون استاذ فیض محمد زلاند، ځوان لیکوال او شناند انجنیر نظرمحمد مطمئن او یو شمېر نورو پېژندل شوو څېرو خبرې کړي. په دې غونډه کې د حزب اسلامي د مشر گلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار هم گډون درلود.

غونډه په ټولیز ډول د امریکایانو د وحشت د غندنې په او د ملي او اسلامي ارزښتونو د ساتنې او درناوي او په افغانستان کې د ابرومندانه او خپلواکې سولې د راوستلو په موضوعاتو راڅرخېده.

هر ویناوال په دې اند وو، چې روان وضعیت د افغانانو په زیان دی او په دې توگه یې مخ ته تلل هېوادوال له ناورین سره مخ کوي، نو په یوه خوله یې د امریکایانو د وحشت او ړندو بمباریو د مخنیوي غوښتنه درلوده او له حکومت څخه یې د باوري ادارې او په روان وضعیت کې د ټولو افغاني خواو لپاره ید یو منل شوي حکومت غوښتنه کېدله.

دا کانفرانس مطلقا د یو افغاني نظر د څرگنداوي په موخه جوړ شوی وو او موضوعات او غوښتنې يې هم د افغاني هویت او د خپلواک افغانستان لپاره وې، نه د یو ځانگړي قوم یا گروپ په استازیتوب، او دا غندنه د اور د لسیزې په توگه تر سره شوه.

دا چې د یو شمېر خودخواهو او مغرضو کړیو او اشخاصو تل هڅه دا وي، چې ملي هویت ورټي او د پردیو ډول ته ونڅيږي او دا تل د خپل هېواد ملي او اسلامي ارزښتونو په خلاف خپل غږ اوچتوي او په د دې داعي ملاتړي په یو او بل نوم متهموي، نو له دې ښاغلو یو هم ښاغلی فضل الهادی وزین دی.

نوموړي په شدید عکس العمل په خپل فیسبوک پاڼه څو کرښې کاږلې:

14625515_1707693772885578_608726363_n

زه له ښاغلي وزین پوښتم، چې ایا د امریکانانو یرغل هم قوم پالنه ده؟!!

  • ایا ته، چې د اخوانیانو په نوم د امتیازاتو اخیستنې په موخه په عربي هېوادونو په ځانگړې توگه فلسطین، سوریا، مصر او نورو کې د مړو لپاره د غائبانه جنازو پروگرامونه جوړوې او د شهیدانو ورځې يې لمانځې او د خپلو مجلو او نشراتو د سرټکی یې جوړوې، نو ایا افغانان دا حق نه لري، چې خپل هویت او حق وغواړي؟! هغه هم ستا په خوله نه؟!!!

 

  • ایا د پاکستان د جماعت اسلامي لپاره کمپاین او د پردیو پروژې کارول به مزدوري او انحراف وي که د وطن د خپلواکۍ غوښتنه؟

 

  • ایا همدا ته نه وې، چې د پوهنې وزارت په ښوونیز نصاب به دې تحلیلي او انتقادي لیکنې کولای، خو کله چې ډالري معاش او د سلاکارۍ (مشاوریت) وړاندیز درته وشو او اوسمهال د دولت له بودیجې هره میاشت ډالری معاش هر ډول اداري تخلف او غیر حاضرۍ سره سره تر لاسه کوې، دا به د څه مانا وي؟!!

 

  • دا چې اوسمهال شاوخوا د لسو ادارو سره غړیتوب لرې او هر ډول امتیازاتو یې برخمن يې، دا بیا څه مانا لري؟

 

  • ایا پرون چې چې د فاشیستانو لخوا د کلکاني مړی کوڅه په کوڅه تاوېدو او د مظلومو تنکیو ځوانانو د مرگ لامل هم شو، تا څه لیکل یا غندنه پرې وکولای شوای؟؟‎!!!

 

  • ایا امریکايي یرغل ته تا او د جمعیت اصلاح ټولو غړو د طوپان څپه نه ویله، چې غندل او مقاومت مو د وخت غوښتنه نه بلله، اوس مو د یو لړ ایراني او روسي امتیازاتو په تر لاسه کولو سره، د مقاومت په جبه کې گډون وکړ او نن ورته یرغل وايئ؟!!

 

  • ایا همدا تا، چې ځان ته د اسلامي نړۍ د علماوو د مجهولې شورا غړیتوب هم منسوب کړی دی، د یو داعي او دیني عالم په توگه نه د یو رسمي او حکومتي ادارې په ادرس د دې وطن د ناوخولو د له منځه وړلو لپاره د یو اسلامي او افغاني حلپه برخه کې څه وړاندې کړي دي، که نه یوازې امتیازاتي پروژو ته وردانگئ او د نیکتايي دارو عالمانو او پوهانو په نوم دا هر څه د پردیو د رضایت په چوپړ کې تر سره کوئ؟!!

 

ښاغلی وزین!

دا پوښتنې زه د یو تهمت په توگه نه بلکې د مستندو اسنادو له مخې درسره شریکوم، او ستاسې مخې ته ايږدم!!!

ښاغلی وزین نور د دې هېواد د ناورین د اوږدوالي لامل مه جوړېږه او په ځانکړې توگه د قرآني ارشاداتو په بې ځایه کارونه او د عوامو په سترگو کې د خاورې شیندلو په ځای ته او ستاس تنظیم (جمعیت اصلاح) د یو واقعي او افغاني هویت له ادرسه خبرې او څرگندونې وکړئ!


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ

3 تبصرې

  1. لومړی داچې د وزین په څیر داسلام او علم په لباس کښې ډیر نور پالل شوي او أجیر تش په نوم عالمان او پوهان شتون لري دا کومه نوې نا بلده خبره نده ، دویم دا چې وزین دپریدیو یر غلګرو دغندنې د مجلس او محتوا په أړه داسې لیکنه کړي ده چې ظاهرا ئې قوم پالنه ، خوځښت پالنه تر انتقاد لاندې نیو لې ده خو په حقبقت کښې داسې ندی بلکه هغه دیر غلګرو غند نه نه غواړي او دهغو دکرغیړنو اعمال تر سره کول تائیده وي ،دریم دا چې کوم آیت کریمه هغه ذکر کړی دی نو دا خو صراحتا دا په ګوته کوي چې له کفارو سره تړاؤ کفارو ته قربت ، کفار په دوستي نیول ، او په مجموعه کښې هغو ته هر رنګه میلان جرم دی او تر سره کونکی ئې به په أور سوځي، نو دغه خو بیرته پدغه ښاغلي حجت دی نه په هغه چا چې دغه کړنه او دغه نژ دیکت رده وي، مفسیرینو دالله تعلی ددغه آیتونو (لاتتخذوا الیهود الأیة … يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِّنَ الَّذِينَ أُوتُواالایة ) په تفسیر کښې لیکلي دي چې که چا په خبرو او قلم هم دهغو سره ملتیا وکړه هغه د دغو آیاتو له حکم څخه لاندې شو، نو دغه ښاغلی به الله ته څه ځواب ولری آیا دغه (توالاء ) ندی چې دهغو له مالي څانګو څخه هغو ته دقلمي او لساني چوپړ په بدل کښې معاش او سوغاتونه آخلی… زه هغه ته دا آیت کریمه وړاندې کوم او خپل ایمان دې پرې وتلې (لَّا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ الایة ،،،،)

  2. دی بی وزنه وزین باید د پشتون خوزشت دا ابتکار تقدیر کری وای خو ملامت نه ده زکه دوی په قومی تعصب کی له دین او افغانیت دوارو خلاص أو د اشغالگرانو ملگری شول.

    اصلاویانو ! مخکی لدی چی ستاسو تأدیب ته طالب جان فارغ شی هیله ده خپله سم أو په صحیح معنی اصلاح شی.

  3. محمد نعیم سادات

    دا چی په نوموړی غوڼ‌‌‌‌‌‌ډه کی اشغال غندل شوی دا ښه خبره ده . خو د یوه داسی خوځښت چی [ چی نوم یی پښتون خوځښت ] دی لخوا دداسی يوی غوڼ‌‌‌‌‌‌ډی جوړیدل خامخا څه پوښتنی را پاروی . لومړی خو دا ‌‌‌‌‌‌ډول خوځښتونه چی دا ‌‌‌‌‌‌ډول نومونه ځانته انتخابوی په هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول قومپال یا قومپالونکی ندی . یعنی ددوی هدف قوم ته خدمت کول ندی بلکی د قوم په نامه د قدرت او حکومت نیول دی چی دا کار بیا په اصل کی خپل قوم باندی تجارت کول دی . د قوم خدمت هغه کسان او ‌‌‌‌‌‌ډلی کوی کوم چی پخپلو سیمو کی او یا هم د هیواد په کچه اقتصادی او بنیادی کارونه کوی لکه د سرکونو جوړول ، د روغتونونو جوړول ، د ښونځیو جوړول او د عامه پوهاوی لوړول . دلته مطلب دادی چی اصلی قوم پالونکی هغه دی چی قوم ته یی د خدمت مټی را بی‌‌‌‌‌‌ډوهلی نه هغه کسان چی په غواړی چی تجارت وکړی . دوهم د نوموړی غوڼ‌‌‌‌‌‌ډی ماهیت د پاکستانی کلدارو پر کاغذ هغه لیکنی ته ورته ده چی پر نوموړو کلدارو لیکل شوی [ حصول رزق حلال عبادت هی ] چی هلته پر یوه ناروا کاغذ چی د سود په سیستم چاپیږی یوه حقه او معقوله جمله لیکلی یعنی باطل سیستم ته یی د حق پوښښ ورکړی [ باطل ته یی د حق پوښښ ورکړی ] اوس دلته هم هغه خوځښت چی له نومه یی له ورایه ښکاری چی په قومی تجارت لګیا دی او په نوموړی غوڼ‌‌‌‌‌‌ډه کی بعضی ویناوال چی له پخوا خلکو ته معلوم دی چی د قومی تجارت تجاران دی د هیواد د خپلواکی او دینی ارزښتونو د ساتلو لپاره ویناوی کوی نو خلکو ته خامخا دا پوښتنه را پیدا کیږی چی ایا دلته د یهودو په څیر [ ایا ددین څخه د قوم پرستی لپاره استفاده نه کیږی ؟ ] یهودو همدا کار وکړ چی له دین څخه یی د قومپالنی استفاده شروع کړه او په همدی خاطر د الله ج لعنت پری وویل شو .