کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / بغلان : پلخمري کې طالبانو اکمالاتي څرخي الوتکه نسکوره کړې

بغلان : پلخمري کې طالبانو اکمالاتي څرخي الوتکه نسکوره کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۸مه ۱۳۹۵ل):د پلخمري ښار ځايي چارواکي وايي چې د دولت مخالفو وسله والو طالبانو د ډنډ غوري اړوند د قرغان تپې سره نژدې يوه اکمالاتي څرخي الوتکه ويشتلې.

دوی زياتوي چې يادي اکمالاتي الوتکي د قرغان تيپې په بېس کې محاصره عسکرو ته اکمالات کول.

طالبانو د چورلکي د نسکورېدو پړه منلې.

طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد وايي د قرغان تيپې په غونډۍکې له ۷ ورځو راهيسي ۲۰۰ عسکر محاصره دي چې له جملې يې ۷ تنه دوی ته تسليم شوي ، مجاهد وايي تسليم شوي عسکر يې خپلو کورنيو ته سپارلي.

اکمالاتي چورلکه داسي مهال د طالبانو له لوري په بغلان ولايت کې ويشتل کيږي چې څو ورځي وړاندي کندوز ته د تلونکي کومکي قوې ۶۳ اکمالاتي موټر او ټانګونه هم طالبانو په بغلان کې وسوځل.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ