کور پاڼه / خبرونه / نړۍ / یمن: پر جنازې د سعودي الوتکو بمبار ۱۵۵ کسان وژلي، په سلګونو ټپیان دي

یمن: پر جنازې د سعودي الوتکو بمبار ۱۵۵ کسان وژلي، په سلګونو ټپیان دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د ملګرو ملتونو چارواکي وايي چې د یمن په پلازمینه صنعاء کې د سعودي الوتکو پر یوه جنازه بمبار کړی چې له امله یې تر ۱۵۰ زیات کسان مړه او تر ۵۰۰ زیات نور ټپيان شوي دي.

بمبار تېره ورځ په صنعا کې پر د جنازې اخیستلو پر یوه ستر تالار شوې چېري چې د د حوثي رژیم د وزیر داخله د پلار په مړینه په سلګونو خلک را ټول شوي وه.

تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر د ځینو غربي رسنیو په قول ۱۵۵ تنو ته ورسیدلی او زیات شمېر یې نور ټپيان دي، چې د هغو څخه هم د ډیرو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی او همداسي ډیرو نورو یې خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي دي.

په یمن کې د ملګرو ملتونو بشري استازو دغه پيښه غندلې او دا یې د جنګي جرمونو یوه پيښه بللې ده.
د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون په یمن کې د ملکي خلکو پر ضد دغه بمبار یو قصدي عمل بللی او ویلي چې ورته پيښي هیڅ د منلو نه دي.

بل خوا د امریکې د امنیت شورا ویاند ویلي چې د سعودي سره د امریکا همکاري سپين کاغذ نه دی چې دوی به هر څه کوي او امریکا به خاموشه وي.

نوموړي زیاته کړې چې مونږ د سعودي د پولو څخه د ساتني په موخه د هغوی ملاتړ کوو، خو مونږ به په یمن کې د رواني جګړې او په هغه کې د بشر ضد جنایتونو پر ضد غږ اوچتوو.

نوموړي ویلي چې دوی له مخکي لا د ورته پيښو له امله د سعودي پوځ سره همکاري کمه کړې، خو اوس به غور کوي چې د یمن په جګړه کې د سعودي د هر راز ملاتړ څخه لاس واخلي.


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ