نظــر

آيا امريكا به د افغانستان جگړه وگټي؟

دا پوښتنه له هر چا سره شته، چې آيا  امريكا به د افغانستان له جگړې بريالۍ راووځي؟ كه بريالۍ نه شي؛ نو ولې او كوم علت به د دې سبب شي، چې په دې جنگ كښې ناكامه شي.

جنگ دوه اړخه لري: يو هغه، چې جگړه كول غواړي. بل هغه، چې جگړه پرې تپل شوې وي.

د جگړې د تپونكي موخه د هغه څه تر لاسه كول دي، چې جگړه يې ورته پيل كړې ده. يعنې هدف په كښې دا وي، چې د تل لپاره هغه سيمې يا هېوادونه  ونيسي او تل  يې وساتي، چې جگړه يې ورته پيل كړې ده.

جنگ د جگړه مار اصلي هدف جوړوي او غواړي، چې د خپل هدف د تر لاسه كولو لپاره خپل دښمن ته په قابو كښې وي او د خپل بري او د دښمن د ناكامۍ لپاره سيمې او هېوادونه د ستراتيژيكو هدفونو لپاره په څار كښې ساتي او د همدغه څار په وسيله داسې سيمې تر لاسه كړي، چې دى يې د خپل هېواد له لارې نه شي څارلى.

بل جگړې ته هڅوونكي خلك دي، چې پخپله د جگړې د گټلو توان نه لري. د دې لپاره، چې جگړه وگټي؛ نو د بل هېواد د راپارولو لارې چارې لټوي.

كه مونږ د ليكنې سرليك بيا تكرار كړو او ووايو، چې امريكا به ولې د افغانستان د جنگ گټونكې نه وي كه ځواب منفي وي؛ نو ولې؟ د دغې ولې ځواب څرگند دى.

امريكې په يوازې ځان دا ځواك نه درلود، چې له بلې نړۍ د فاتح په حيث آسيا ته د غوږ بوڅوونكې په توگه سر راښكاره كړي او د ده پخپل خيال خپل بريالى او نړۍ تر پښو لاندې كوونكى پوځ افغانستان ته راواستوي؛ نو، ځكه يې د ناتو په تنظيم كښې گډ شوي هېوادونه پخپل هدف خبر كړي او افغانستان ته يې د پښو اوږدولو لپاره د ځان ملگري كړي دي.

افغانان د یو زبر ځواک په وړاندې، چې ناروا جگړه پرې تپل شوې، د خپل حق د ترلاسه کولو په موخه  ملاماتوونكي گوزارونه وركوي.

د ناتو په ټړون كې شامل هېوادونه پرته له دې، چې له ځان سره فكر وكړي، چې د غوږ گټلو په ځاى به سر وبايلو؛ مخ پر افغانستان يې ياالله كړل او له افغانستان څخه يې په مړو بار الوتكې هېوادونو ته ورسيدې. بلونكي هېوادونه به هم له دغه ناورين سره مخ شي او په مړو به يې اديرې ډكې شي او بيا به د پادشاهۍ په پسته گدۍ د كښيناستلو خيال په سر كې ونه گرزوي.

دوى؛ خو لغړ سرى اوباما د بوش پسې په غم واړاوه او ميرمن كلنتن په ډېرو منډو رامنډو د معدې په ناروغۍ ككړه شوه. اوس د بهرنيو چارو وزير جان كيري، چې د اوباما د دوه يمې دورې له بركته يې دغه مقام په برخه شو؛ آسيايي او اروپايي هېوادونو ته په منډو تړلو ستړى شو. كله افغانستان ته راځي كله پاكستان ته او كله سعودي عربستان ته، بې پايلې روان وي.

د افغانستان له جمهور رييس سره يې په تگ راتگ كښې څو ځلې د امنيتي تړون د لاسليك كيدلو په اړه خبرې اترې وكړې؛ خو هر ځل له ناكامۍ او ماتې سره مخ شو؛ خو لږ تر لږه يې د اوړو پوزه پخپل مخ كښيښودله، اوباما د حامد كرزي د وېرولو لپاره څو ځلي په بيا بيا وويل، چې كه حامد كرزى د امنيتي تړون په لاسليك كولو كې موافقه ونه كړي امريكا به مجبوره شي، چې خپلې ټولې قواوې له افغانستان څخه وباسي. د اوباما له دغو  لافو سره سره حامد كرزى دې ته حاضر شو، چې د امنيتي تړون له لاسليك كولو سره موافقه وښيي او په دغه اړه د مشورتي جرگې پرېكړه وغواړي، چې سوله تضمينوي د پلي كيدو لپاره عملي گامونه پورته كړل.

جان كيري ډېر غواړي او دې ته خپله اړتيا حس كوي، چې د افغانستان په جگړه كې برياليتوب د امريكې په برخه كړي؛ خو دا “خيال دى او محال دى او جنون” .

په دې كښې شك نشته، چې افغانان ميلمه پال خلك دي؛ خو په پوځي لباس كې څوك د ميلمه په توگه نه شي منلى او بيا دا، چې دين، پت او خپلواكي يې له تېري سره مخ شي.  همدا لامل دى، چې په امريكا او په ناتو كې د امريكا ملگري هېوادونه به ناكاميږي؛ ځكه هغوى، چې د خپلو سرونو پر ښندلو د هېوادنۍ مور د سر پړونى، پت او عزت، دين او خپلواكي د تېري كوونكيو ليوانو او شرمښانو له ناولو منگولو څخه ژغوري. هغوى، چې د انساني ژوندانه د حرمت هسكې شملې ته په پوره درناوي سرونه ټيټوي او له بېوزلۍ او بېوسۍ څخه د ژغورلو او د جنت د گټلو لپاره مخ په وړاندې گامونه اوچتوي او كفن له سر تړلي جنگيږي او له خپلې لارې خنډونه ليرې كوي او د ليرې كولو په لار كښې يې خپل سرونه قرباني كوي او د خپلو ميړنيو پلرونو او نيكونو په شان د جگړې ډگر ته دانگل په ځان پور گڼي او د خپلې وينې وروستى څاڅكى يې د پتمن ژوندانه د گټلو په لار كې ځاروي؛ هغه ميړني ميړونه دي، چې تاريخ يې د خپلو ځلاندو پاڼو په زړه كښې ژوندى ساتي او وياړ پرې كوي.

وياړ دې وي د هغو په سرښندونكيو بچيانو !

هغوى، چې د وطن د بچيانو په پياوړيو او ودانوونكيو  مټو رحم نه كوي؛ هغوى، چې د تورې شپې په تور زړه كښې د آسمان څكالكو په شان د جبونيت په وېروونكې فضا كښې خپل تور عملونه سرته رسوي او د انساني ژوندانه د تباهۍ او نابودۍ لپاره د امريكا په شان حيواني پلانونه جوړوي او د ژوندانه په روانه او له حسابه ډكه لار كښې يې شيطاني دامونه غوړوي؛ په دې بايد وپوهيږي، چې د دوى ناولي او حيواني نيتونه به هيڅكله د برياليتوب په پسته گدۍ تكيه ونه كړي او د دوى له مخونو به انسان وژونكي ماسكونه پريوزي او تور مخونه به يې پخپلې اصلي بڼې رسوا كيږي؛ ځكه، چې مونږ د خلكو په قضاوت پوره باور لرو او په ښه توگه څرگنده ده، چې افغانان خپل دښمنان ډېر ښه پېژني او په ظاهري خوږو او غوړو خبرو يې نه غوليږي.

هو ! دغه راز سرښندونكي ميړني ځوانان هيڅكله نه مري او د تلپاتې ژوندانه لرونكي دي.

قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x