کور پاڼه / پښــــتو ادب / ادبي لیکني / شاعري د زړه آواز دی

شاعري د زړه آواز دی

عصمت الله صالح

شاعري هېنداره ده، د نړۍ هر ډول څېرې (بدرنګې او ښایسته) پکې د خپل ځان ننداره کولای شي. شعر  دې خوښیو او دردونو هغه انځور دی؛ چې د دنیا هېڅ اور، دهغه رښتینی کیفیت له منځه نشي وړای. که تاسې د کتاب پر پاڼه هغه کرښې، چې د سادتوب او موسیقیت ترڅنګ د یوه بشپړ پیغام لرونکې وي، راواخلئ او د یوه بل اور غوړې لمبې ته یې ونیسئ؛ دامنم چې دغه له تورو ډک کاغذ به وسوزي، خو ایرې به یې له هغه سرې خاورې کمې نه وي، چې د زړو ښځو په باور؛ هېڅکله کودی خپل شکل نه پټوي.

شاعري یوه فلسفه ده، ځکه راتګ یې ترډېره په تفکر اومنطق ولاړ دی.

شاعري دخیال په رنګینو او ساده جامو هغه پوښل شوی راز دی، چې هر لوستونکی یې د خپل ژوند د اړخونو په اساس شنلی شي.

شاعري د ځمکې هغه اوبه دي چې د محیط په بدلون سره یې خوندونه هم په  اوړي را اوړي.

پورتنۍ جملې ماته د شاعرۍ هغه باوري پېژندنې دي، چې ښايي یوازې زه ورته ژمن وم. ځکه ما لیکلې دي، زما له اند راوتلې، زه یې شتون منم…

خو ښايي یوبل هغه څوک چې له دې هنر څخه برخمن دی، راسره یې ونه مني: ((ستا تشبیحات غلت دي، ستا فکر د خیال په ناپای ته رسېدونکې لار مزل کړی، تا همېشه د شعر خواږه خوړلي له ترخو د څکه نه ده کړې…

زه وایم چې شعر د احساساتو زېږنده ده، شعر د خیال عاطفي تړون دی، شاعري د الهام یو ډول دی…))

دا هغه څرګندونې دي چې پایله ترې د ((زړه آواز)) کلمه راوځي. دا چې ټول انسانان له یوبل سره د بڼې له مخې توپیر لري، نو ښکاره ده چې زړونه به یې هم کامل ورته والی ونه لري.

کوم وخت چې په مرکه کې له یوه شاعر  وپوښتم: شعر ولې ځانګړی تعریف نه لري؟

د هغه ځوابونه  که هرڅومره خواره واره، تیت او پاشلي وي؛ خو چې راټول یې کړم، بیا هم د یوې نتیجې ته رسم: په رښتیا هم  چې شاعري د زړه آواز  دی!!!


د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ