نړۍ

مصر: امنیتي ځواکونو په پلازمینه قاهره او ګیزا ښارونو کې ۱۸۳ لاریون کوونکي نیولي دي

ms muhiraد مصر امنیتي ځواکونو په پلازمینه قاهره او ګیزا ښارونو کې د حکومت لخوا جوړ شوي د مظاهرو د نوي قانون پر خلاف د مظاهره کوونکو نه ۱۸۳ تنه نیولي دي .
ویل کیږي په نوو شوو کسانو کې د حسنې مبارک د رژیم په ړنګولو کې د رغنده رول لوبوونکی او سمبول څیرو نه الا عبدالفتاح هم شتون لري. د بله پلوه د مصر څارنوالۍ د الا عبدالفتاح د نظارت موده د ۴ ورځو نورو لپاره وغځوله .

په ټول مصر کې د بیلا بیلو سیاسي ګوندونو لخوا د حکومت پر خلاف په مظاهرو پيل شوی دی .

د سویش په ښار کې پولیسو په مظاهره کوونکو ډزې کړي چې له امله يي یو تن سخت ټپي شوی دی .

په مصر کې د تیرې ورځې په مظاهرو کې ۸ تنه ټپیان شوي دي . همداشان په قاهره کې د ترکیې د اناتولیا د خبري اژانس یو تن خبریال هم سخت ټپی شوی دی .

د قاهرې پوهنتون د محصلینو ټولنې د اساسي قانون د تغیراتو د کمیسیون نه د وتو پریکړه کړې ده .

د قاهرې د پوهنتون د محصلینو ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یاد شوي پوهنتون د انجینیرۍ د پوهنځي د یو تن محصل محمد رضا وژل کیدل په کلکه توګه غندلي دي او ویلي دي چې د کمیسیون نه يي د وتو پریکړه کړې ده .

یادې شوې ټولنې ګواښ کړې تر کومه چې نیول شوي ټول محصلین خوشي نشي دوی به د عربي او مصري پوهنتونو سره پلان کړي ټولې ګډې پروژې د تل لپاره لغوه کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x