آيا شاعرانه ولولې رښتينې وي.؟!

هو!
د شاعرانه ولولو سپېڅلتيا، رښتيا او بشپړتيا که څه هم هيچا ته د ليدو وړ نه ده، خو د پوهېدنې احساس يې هر څوک کولى شي؛ ځکه د ژوندانه په ډگر کې ژوندي حرکت ته اړ وي او پايله يې هم  بې برکته نه وي.

د ژوندانه د سيالۍ په ډگر کې شاعر د سپېڅلتيا، رښتيا او بشپړتيا د اتل په توگه ولوله پارونکى او هڅوونکى ژوند لري.

شاعر د ژوندانه تودې او سړې، سکون او حرکت له خپلو ولولو گوري او کاري وېش يې هم د عقل له اغېز پرته پلي کول غواړي.

شاعر د ولولو په ډگر کې انسان دعقل له حکومته خپلواک بولي او عقلي نړۍ ورته پردۍ پردۍ تر سترگو کيږي؛ ځکه، چې ژوند په کې له ولوله ييز خوږوالي بې برخې وي.

د شاعرانه ولولو تولنيز اغېز هغه اغېز دى، چې په بل هر اغېز برلاسى لري او هغه خوږوالى دى، چې په بل هر خوږوالي بريمن دى؛ ځکه، نو ولوله هم ولوله ده او هم د شاعر دوه يم نوم دى.

د انساني ټولنې خوزښت او وده د ولولو له سپېڅلتيا، رښتيا او بشپړتيا سره ټينگ تړاو لري. که دا نه وي دا تشه په بل ((ذهن)) او ((عين)) نه ډکيږي او يا پرته له ولولې د ټولنيز ژوندانه پېچلى سيستم په بل شي چليدلى او متحرک کيدلى نه شي.

د ولولو مرگ به د ټولنيز سيستم مرگ وي. يعنې که ولولې سړې شي؛ نو د ژوندانه گرم او تود بازار به نه يوازې له سوړ والي سره مخ شي، بلکې ټولنه به يوه بې خونده، بې لطفه او بې ارزښته مرگونې ننداره وي. يعنې خپلسري او سرخوږي به پر ټولنه حاکمه وي.

د شاعرانه ولولې رښتينى ارزښت د ولولو راپارول او هڅول دي او همدا لامل دى، چې شعر ښکاره اغېز لري، خو متقابل غېز يې رنگين او ځواکمن کوي.

د ولولې بنسټ رښتيا او حقيقت دى، چې نه يوازې يې خيال حقيقي او رښتينى وي، بلکې الفاظ يې هم اړين او هم لازمي وي؛ ځکه، نو له شرک، شک او ريا پرته د شاعر هره ولوله رښتينې ده.
په دې معنا، چې شاعر، انسان له شرک، شک او ريا ژغوري او ولولې يې بشپړې رښينې دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.