نظــر

د افغانستان د تاریخ څلور شرمېدلی څیرې

  انسان ته الله (جل جلاله) په مخ د ځمکې د عزت ډير لوړ مقام ورکړی دی چې په ټولو مخلوقاتو کې یی ورته د اشرف المخلوقات (غوره مخلوق) نوم انتخاب کړی دی او په همدې حساب یې ورته پراخ امکانات او صلاحیتونه هم ورکړی دي تر څو د دنیاوی قلیل او اخروي دایمي ژوند لپاره ځانته د واقعی عزت ، سوکالی او کامیابی اسباب پرې برابر کړي، نو پدې تړاؤ الله تعالی انسان صرف خپلی بندګي ته پیدا کړی دی او د نورو له بنده ګي یی آزاد کړی دی ، دا نور ټول مخلوقات یې د انسان د خدمت لپاره پیدا کړی دي.

په انسانانو کی نیک بخته خلک د الله تعالی پدی لوی رحمت او د ځان په قدر پوهیږي، خو بعضې یی ذلیل کارونه کوی او خپل دروند حیثیت ته له مختلفو لارو صدمه رسوي پدی ترڅ کی د بحث موضوع مو هغه انسانان دی چې د آزاد او باعزته ژوند په شتون کی د بنده  د بنده ګی په لټون کی وی

او غواړي ترڅو د دنیایی پلیتو او کم عمره خواهشاتو په خاطر د انسانانو غلام شي او خپل هر څه په هغوی لیلام کړي، دا هغه خلک دی چی د پردو یرغلګرو د مټو په زور په خپلو ټولنو کی د شهرت، قدرت او مادیاتو لاسته راوړل ورته لوی هنر او قیمتي اجناس ښکاری او عقل یی همدومره محدود شي چی بس د دنیا د دوه ورځو لپاره د یو څه د ترلاسه کولو په خاطر پیدا شوی دی او چې په هره طریقه وي دی باید تر نورو د دنیایي مقاسدو د ترلاسه کولو په مسابقه کی ګړندی توب وکړی  او ځان د یرغل د سوري لاندی په کاذبو او لنډ مهاله رنګینیو سمبال کړي، دا ذلیله طبقه خلک په حقیقت کی په آخرت سم ایمان نه لری او صرف دغه  دنیا ورته د ژوند شروع او انجام ښکاري،  دوی  ته د ځان او نورو بی عزتي، بی ناموسي، کفر، ارتداد، منافقت، ظلم، چاپلوسي رټل او ښکنځل هیڅ کوم شرم او باک نه ښکاري. سره له دی چې زمونږ د خاورې په تاریخ کې د داسې خلکو تعداد تر څلورو  زیات دی ځکه مونږ ویلای شو چی د بهرني یرغل ترڅنګه چی هر داخلي شخص په لوړه درجه او یا هم په ټیټه درجه کی دریدلي وي نو هغوی د تاریخ  پلیت او د انسانیت له با عزته درجې څخه لودلی انسانان شمیرل کیږي چی داسې خلکو ته په معنوي لحاظ په هره ټولنه کې په ډیر سپک نظر سره کتل کیږي او حتی د دوي خپل بادارن هم دوی ته په ښه سترګه نه ګوري، د معمول په توګه د داسی پست فطرته انساسانو په نماینده ګۍ د هغوی د رهبرانو نومونه د یادښت په پاڼو کی ذکر کیږي ، د افغانستان په تاریخ کې هم د داسی بی ضمیره انسانانو په مشری کې شاشجاع، کارمل، رباني او کرزی د یادولو وړ دي.  

– شاشجاع چې د ډیری لویی او باعزته کورني سړی وه خو د ځان د حاکمیت لپاره یې په انګریزانو تکیه وکړه او د هغوی د یرغلګرو لښکرو په زور یې په افغانانو ځان تحمیل کړ، نو افغانانو د هغه دغه کار ته په ډیره سپکه سترګه وکتل او دی یې سره د انګریازانو د افغانستان څخه وشاړه. د تاریخ په پاڼو کې د ډير سپک انسان په نوم سره یادیږی او حتی دده په لاره تلوونکو بی ننګو ته دده لقب ورکول کیږي.

– کارمل چی پرچمي کمونست وه د ځان د حاکمیت لپاره یی په روسانو تکیه وکړه او د هغوی د یرغلګرو لښکرو په زور یی په افغانانو ځان تحمیل کړ ، ده ته سره له دې چې افغانانو ورته په سپکه سترګه کتل دده خپلو بادارانو هم ورته په سپکه سترګه کتل ، ځکه دی تر حده زیات ډیر چاپلوس او ضمیر پلورونکی انسان وه او دا هغه بد عادات دي چی د هرچا ورڅخه کرکه کیږی. افغانانو د روسانو او د کموستانو تِغر ورټول کړ او شرمیدلي یې له خاوری وشړل، حتی د کارمل قبر هم افغانانو په بمونو والوزاوه، ځکه د داسې ناموس پلورونکو انسانانو قبر هم د لعنت وړ وي.

– رباني چی د شمال ټلوالې مشر وه هغه ستر منافق وه چې څو مخه یې درلودل، د روسانو د یرغل په وخت کې دوی ځانونه ظاهراً مجاهدین بلل خو دده ډیرو قومندانانو له روسانو سره پټې اړیکي درلودې چی ښه مثال یی لوی ملی خاین احمد شاه مسعود دی، دوی د جهاد اهداف نه درلودل بلکه دوی خاص د پښتنو پر ضد ژبني، سمتي او قومي تعصباتو ته کار کاوه او د همدې په خاطر یی د یرغلګرو روسانو سره ملګیری کوله او د نورو سیمو مجاهدینو سره یی جګړې کولې، د روسانو ټولې وسلې ، ټانکونه او نور جنګي وسایل د دوی په رضا د دوی له سیمو خوندي تیریدل او د نورو مجاهدینو په سیمو کی روسانو له هغو وسایلو کار اخیست، نو دوی هم د روسانو په وژنو کی پدی ترتیب سره شریک ول، د رسانو سره د دوی دوستي د پردې تر شا وه ، خو کله چی امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ نو ربانی سره له ټولې شمال ټلوالې د یرغلګرو امریکایانو په زور په افغانانو ځانونه تحمیل کړل او ښکاره یی د یرغلګرو ملاتړ وکړ، دا ځل دوی ټوله شمال ټلواله له لوړ فرد څخه نیولې تر ټیټ فرد پوری شاشجاع ګان او کارملیان شول، د دوي سره به افغانان هغه معامله کوي چی کومه معامله یی له شاشجاع او کارملیانو سره کړی ده. منافق رباني د مجاهدینو په لاس پداسې حال کی ووژل شو چی عملاً یې د امریکایی استعمار تور توغ  یی په افتخار سره په غاړه ګرځاوه.  

–  حامدکرزی چې یو دیموکرات بیدینه انسان دی د یرغلګرو امریکایانو په اوږو سپور افغانستان ته راوړل شو ، د امریکایې یرغل په ابتدأ کی رباني د څه باندی دوه میاشتو په موده کې بادشا وه، شمال ټلوالې ځانونه د امریکایانو مجاهدین بلل او امریکایي یرغل ته یې د آزادي افغانستان نوم ورکړ، وروسته د شمال ټلوالې او امریکایانو په مجموعي مشورې سره د رباني څوکۍ یی کرزي ته په سمبولیک ډول ورکړه ترڅو یرغلګر د مکارت له مخې دده څخه په استفادې د پښتنو جهادی عکس العمل ته هم ته ضربه ورسوي او داسې ښکاره کړی چې موجود ګوډاګي حکومت کې پښتانه هم لویه ونډه لری، حال دا چی د یرغلګرو امریکایانو راوروسته ټول اصلي واک او اختیار د شمال ټلوالې په لاس کې وه او لا هم دی، شمال ټلوالیانو امریکایې بډاې یرغل د ځانونو لپاره لوی فرصت او نعمت وباله او د امریکایانو تر وزرو لاندی یې په میلیونونه ډالرې او جایدادونه چور او غصب کړل خو بلې خواته د روان یرغل په مقابل کې په لوی اکثریت سره بښتنو په لر او بر کې جهادونه شروع کړل او لا یې هم کوی، پدې دیارلسو یرغلیزو کلونو کې پښتنو بیدریغه قرباني  ورکړې او لا یې هم ورکوي، الله تعالی دې قبولې کړي او په دنیایې عیوض کې دې مؤمنانو ته اتحاد او خپلواکي، خالص شرعي نظام او بری نصیب کړي، دا ځل د افغانستان غیر پښتو قومونو د روان استعمار پر ضد په جهاد کې سمه برخه وانخستله ډير یې د یرغلګرو تر سیوري لاندې ودریدل او د ګوتو په شمار مؤمنان یې په دغه جهاد کې برخه من شول. سره له دی چی بعضې ایمان پلوري پښتانه هم ددغه یرغل ملګری شول، د دوی  ټولو انجام به ډیر ذلیل وي، افغانان هیڅ وخت پلورل شویو بی ضمیرو ته په دروند نظر نه ګوري او هیڅ وخت به د دوی غداري معاف نه کړی، له دوی سره به حساب او کتاب کیږی او د غداریو سزا به ورکول کیږي.. مؤمنانو ته د ډاډ لویه خبره داده چې ټول ایمان پلورونکي د آخرت له عذابه په قطعي توګه خلاصون نه لري.. الله تعالی دې مؤمنانو ته د نړي په هره برخه کې یووالی، بری او شرعي نظام ورنصیب کړي او نور دې ځمونږ په خاوره کې د داسې ایمان پلورونکو پلیتو څیرو تکرار نه را پیدا کوي.. آمین

لیکنه: افغان طرف

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x