افغانستان

د پاکستان لومړی وزیر میا نواز شریف نن د یو ورځني سفر په ترڅ کې کابل ته راورسید

nawaz د پاکستان لومړی وزیر د لومړي وزیر په توګه له ټاکل کیدو  وروسته په لومړي ځل کابل ته راغی. نواز شریف د افغان ولسمشر حامد کرزي په بلنه کابل ته راغلی دی . نواز د افغان حکومت سره د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په مسلې د غږیدو په موخه کابل ته راغلی دی. د پاکستاني رسنيو له قوله د نواز شریف په سفر کې د کابل پيښور موټروې سرک د جوړیدو اجنډا هم شامله ده. افغان حکومت له پاکستان څخه د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي . پاکستان پدې وروستیو کې د افغانستان د سولې د بهیر سره د مرستې په موخه یو زیات شمیر لوړپوړي طالبان خوشې کړل.نواز شریف به د خپل دې سفر په ترڅ کې د ولسمشر حامد کرزي سره وليدل . د نوموړې لیدنې او خبرونو اترو اصلي اجندا به د طالبانو سره د سولې او پخلاینې په اړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x