افغانستان

پاکستاني ځواکونو پرون شپه یو ځل بیا د افغانستان په خاوره لږ ترلږه ۲۰ شل توغندي وشتي دي

کابل ته د میا نواز شریف د راتلو په شپه پاکستاني ځواکونو بیګا یو ځل بیا د افغانستان په خاوره لږ ترلږه ۲۰شل توغندي وشتي دي.د کونړ ولایت د امنیې قومندان عبدالحبیب سید خیل خبري رسنیو ته ویلي دي چې پاکستاني ځواکونو تیره شپه  ناوخته د کونړ ولایت د شیګل په ولسوالۍ یو ځل بیا د توپ خانې بریدونه کړي دي.سیدخیل وویل په سیمه شاوخوا شل د توپ خانې بریدونه شوي دي . ویل کیږي پدې بریدونو کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی خو مالي زیانونو اړولي دي.

بل پلو د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف نن د یو یو ورځني سفر په ترڅ کې کابل ته راورسید.

د کونړ ولایت چارواکیو ویلي دي چې د تیرې شپې د بریدونو خبر يي ولسمشر کرزي ته رسولی دی تر څو د پاکستان د لومړي وزیر سره پرې خبرې وکړي.د یادولو وړ ده چې د پاکستان لخوا د افغانستان په خاوره د بریدونو په ترڅ کې تر اوسه پورې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتی ده.پاکستان وخت ناوخته د افغانستان په ختیځو ولایتونو لکه کونړ ، نورستان او ګوشتې په سیمو بریدونه کوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x